د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آی اېس آی غواړي کابل بیا په لمبو کې وویني

اختر محمد سمون 15.11.2011 14:31

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دپاکستان د جاسوسي سازمان آی اېس آی د يو پخوانی مشر او بنسټ ایښودونکي جنرال اختر عبدالرحمن خبره ممکن ټولو افغانانو اوریدلي او په یاد یې وي چې یو وخت یې ویلي ول زما لویه هیله داده چې کابل په لمبو کې ووینم. اختر عبدالرحمن خپل دغه ارمان هغه وخت په پاکستان کې د روزلو شویو ډلو په وسیله پوره کړ.کابل دیوه کور ورانوونکي جنګ په لمبو کې وسوځیده. اختر عبدالرحمن په کابل کې د تنظیمي جګړو دپیل کیدو له مخه خپله همدا هیله په ډیر ډاډ تکراروله، ځکه هغه ډاډه و چې زموږ په هیواد کې یې د کرکې داسې تخمونه کرلي دي چې ډیر ژر به د سیالو او آن ملګرو ډلو ترمنځ د افغانستان په ښکلې پلازمینه کابل ښار کې یوه نه ایلیدونکې جګړه پیل شي، همداسې وشول کابل ته د تنظیمونو له ننوتلو سره سم داسې جګړه پیل شوه چې هیچا یې تصور هم نه شوای کولی.
اوس هماغه د اختر عبدالرحمن هیله په لږڅه بدلون د پاکستان پخوانی ولسمشراو ددې هیواد د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز پرویز مشرف تکراروي.
ښاغلی مشرف د امریکا غږ اردو څانگې سره په مرکه کې وویل چې
پاکستان په تیرو څه باندې دریوو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې ستره ونډه لرلې او د روانې جګړې په ختمولو کې هم افغانستان د پاکستان مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.
ده زیاته کړې((پاکستان په افغانستان کې یوه خورا مهمه ونډه لوبوي، ځکه موږ له ١٩٧٩ کال راهیسي، په افغانستان کې دخیل شوي یو او د شوروي اتحاد په وړاندې، د افغانستان او امریکا ترڅنگ دریدلي یو. که ساده یې ووایم، پاکستان له هرې واقعې چې د ٨٩ کال او سپټمبر یوولسمې نیټې د پیښو ترمنځ په افغانستان کی پیښې شوي، نیغ په نیغه اغیزمن شوی دی.))

مشرف دا هم ویلي چې که افغانستان هند ته ډیر نږدې شي دپاکستان جاسوسي سازمان آی اېس آی به هم په افغانستان کې لاس په کار شي او ورته اقدامات به وکړي ده زیاته کړې چې که بهرنیان له افغانستان ووځي په دې هیواد کې به قومي جګړې پیل شي.
د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ګډوډیو او خدای مه کړه قومي جګړو دپیل په باب د پرویز مشرف ډاډ زموږ په هیواد کې د پاکستان دجاسوسي سازمان له ورانکاریو څخه پرده پورته کوي. مشرف هم د اختر عبدالرحمن غوندې زموږ په هیواد کې دجګړو پیل خپله هیله بولي او په ډیر ډاډ سره د داسې جګړو دپیل خبرې کوي.
سره له دې چې پرویز مشرف اوس د پاکستان په دولت کې کوم سیاسي مقام نه لري او خبرې یې د پاکستان حکومت رسمي نظر نه څرګندوي خو دا هر چاته جوته ده چې د پاکستان جاسوسي سازمان زموږ په هیواد کې د خپلو اجنټانو په وسیله تر ایرو لاندې سپرغۍ تازه ساتلې دي او ډاډه دي چې که نړیوالې مرستې او نړیواله پاملرنه نه وي ددوی په یوه قومانده به زموږ په هیواد او کابل ښار کې د جګړې لمبې تازه شي.
پرویز مشرف بله نادره هم کړې ده هغه داچې موږ ته امر ونهي کوي چې له چاسره اړیکې ولرو او له چا سره یې ونه لرو، کوم هیواد ته نږدې شو او له کوم هیواده لیرې واوسو.ده داخبره په سپین سترګۍ سره تکرار کړې ده چې که افغانستان هند ته نږدې شي آی اس اي به ارام نه کیني او دلته به ورانکارۍ وکړﺉ.
یو هیواد څه حق لري چې بل خپلواک هیواد ته ووایي چې نورو ته مه نږدې کیږه، پاکستان پخپله له هند سره اړیکې ساتي، صدراعظم او دبهرنیو چارو وزیره یې هغه هیواد ته سفرونه کوي، له هند سره تړونونه لاسلیکوي او هڅه کوي ورځ په ورځ خپله اړیکې ورسره ښې او پراخې کړي.
په دې ورځو کې چې پاکستان د ملګرو ملتونو دامنیت شورا لنډ مهال غړیتوب ته کاندید و که هند ترې ملاتړ نه وای کړی ډیره مشکله وه چې پاکستان دې د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړي خو هند د امنیت په شورا کې د پاکستان له لنډمهال غړیتوب څخه ملاتړ وکړ او دا هیواد دیوه کال لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی شو. خو له دې ټولو سره دوی نه غواړي چې افغانستان له هند سره ورته مناسبات ولري.
پاکستان تل هڅه کړې ده په افغانستان کې ددوی ګوډاګی رژیم واکمن وي، خو نور هغه وخت تیر دی افغانستان اوس یو منتخب حکومت لري او ټولې پریکړې د اساسي قانون په رڼا کې د دموکراسي په فضا کې ترسره کیږي.
افغانان نور باید د خپلو مغرضو ګاونډیانو په نیتونو پوه وي، پخپل منځ کې سره یو شي او نور اجازه ورنه کړي چې پخپل هیواد او خپله پلازمینه کې د جګړې لمبې وویني.