د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وطنه د افغان

عبدالروف قتيل خوږياڼى 21.09.2011 23:12

ډيوه د معرفت يې مونږه ستا يو پتنگان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
په علم معرفت دې لوړساتو ښكلى نشان
وطنه د افغان – وطنه د افغان

***
ته كورد ننگيالو يې           ته كورد پتيالو يې
وحدت باندې به جوړ كړو ستا له ورانو گلستان
وطنه د افغان – وطنه د افغان

***
وحدت زمونږه كار دى     يـــــوالى مـو شعار دى
نفاق نه به ځان ساتو په يوه لار يو روان
وطنه د افغان – وطنه د افغان

***
ته گل يې ته گلشن يې    د پلار نيكــه مدفن يې
په پوهه به وطنه جوړوو افغانستان
وطنه د افغان – وطنه د افغان

***
                 مونږ ټول يو سره وروڼه       ته يې د ټولو خونه                      
        ((قتيل)) باندې وطنه له هر څه ځنې يې گران                
وطنه د افغان – وطنه د افغان
۱۳۹۰،۶،۲۹