د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنامتو،ملی اواغیزمنوڅیرووژنوترشا دچالاسونه دی؟

الحاج شهزاده (مسعود) 15.08.2011 23:53

څرګنده دی چی په افغانی دودیزه ټولنه کی مخوراومشران دهیواد په ګوټ ګوټ تل له ځانګړی برم  څخه برخمن دی.دهیوادپه ډیروسیموکی دمشرانواومخوروخبره تل ټاکونکی ،ورورستي ګڼل کیږی .دافغانی ټولنې ځانګړتیاوو ته اود مشرانواومخورواغیزي ټکی ته په پاملرنی سره افغان مشر دلنډمهالی اداری راوروسته تل هڅه کړی چی په افغانی ټولنې کی د مشرانواومخوروشتون اواغیزه چی دتیرو دریو لسیزوپه بهیرکی زیانمنه اوویجاړه شوه بیادهیواد په چاروکی دګډون اوبرخی په ډګرکی ورغوی اوداوسنی کړکیچ په له منځه وړلوکی دروغی اوجوړی ډګر ته راوبولی. همدی ټکی ته په پاملرنی سره دهیواد مشرتابه دهیواد په روانوچاروبهیرکی دهیوادمشرانواومخوروبرخه اوونډه په بیړنی،دسیمی دامن اودملی مشورتي جرګوکي دلمرپه څیر څرګنده دی .دافغانستان غلمیانوته جوته دی چی افغان مشران اومخوردکړکیچ اواړو دوړوپه مخنیوی اولاسوهنو په وړاندی خنډ وګرځی له همدی کبله د دریو لسیزوپه بیلا بیل مهال کی افغان مشران ،مخوراو سپین ږیری په لمړی سرکی په نخښه شوی اوله منځه تللی دی.
له څه مودې راهیسی د واګ مخالفینودنامتو،اغیزمنوڅیروپه وژنوپیل کړیدی.الحاج ملک زرین دکنړولایت یونامتومشراودجهادنامتوڅیره،ارواښادانجنیرمحمدعمردکندوز ولایت پخوانی والی ،دپامیرزون دپولیسولوی قوماندان جنرال داود (داود) د تخارولایت دامنیی قوماندان جنرال شاه جهان ،دلرغونی کندهاردولایتی شورآررییس اودافغان مشرکشرورورشهیداحمدولی کرزی اودا دی د لړی وروستي شهیدان دارزګان ولایت پخوانی والی اوپه نن کی دولسمشر سلاکار جان محمد خان او په ولسی جرګې کی ارزګان استازی شهید محمد هاشم (وطنوال ) دی چی دپلازمینې په یوه خوندی سیمه ،دریمه کارته کی په خپل کورکی دناڅرګنده وسله والوله لوری ووژل شول.دلته سمدلاسه پوښتنه راپورته کیږی چی د دولت مخالیفین د دی وژنو څخه څه ترلاسه کول غواړی؟دواک تشه ؟د دولت بیلوټواویاخومخالفینوڅخه زمونږ موخه طالبان دی اوکه دسیمې اودنړی څارګري اویاخوپه بله ژبه استخباراتي کړي چی هڅه کوی دسیالیو لړي توده وساتی؟
زما په آندکه چیری په هیوادکی دوروستیو وژنوته په ځېر سره وکتل شویدی نوپدی وژنوکی بیلا بیل دهیوادڅخه باندنی څرکونوتر سترګوکیږی .پوښتنه دا دی چی،نړیوال ترهګرلدی وژنو څخه کومی موخی پرمخ بیایی او یاخوترشایی څه پراته دی؟
داسی بریښي چی نړیوال ترهګره کړي پدی ډول وژنوسره هڅه کوی چی .لاره دواک تشی ته پرانیزی اوترڅنګ یی نړیوالو ته په ډاګه کړی چی ، افغان امنیتی ځواکونه ملی اردو،ملی پولیس او دملی امنیت چارواکی په خپلو مټود امنیت په غاړه اخیستلوکی بی وسه ،بیوزله اودامنیت سپارلولړی افغانی لوري ته دبیړې سره مل دی .دکوردننه دافغان مشرپه په وینا (دلستوڼي ماران)اوپه نړیواله کچه کی په نن کی دافغان مشرتابه دواک پروړاندی اندیښنی ،شکونه راوڼوکوی اوپه پای کی  لاره راتلونکی لاسوهنواو لمسونونواو په هیواد کی دننه لاره کړکیچ ته هواره کړی.
دلنډمالی اداری په رابرسیره کیدو سره پدی واټن کی دهیواد په کچه چاروکی دنويو اونویومنل شویوڅیرو ډګرته راودانګل چی ترډیره په خپلواوان،له خپلو سیمو څخه دباندی اغیزمن ختلی اوخپلي سپارل شوی چاري یی په ډیره وړتیا سره سرته ورسولی .
دکندوزپخوانی والی ارواښادالحاج انجنیرمحمد عمرپه خپلوچاروکی بریالی او بیشمیره وسله والو ته یی خپله غیږه پرانیسته اوهغوی یی له ناڅرګندی جګړی څخه چی د باندنیانو په مټ پر مخ بیول کیږی راوګرځول اوپه خپلومېنوکی په خپلوچاروکی بوخت کړل .په شمال کی داړودوړورامنځته کولواویوځل بیادخوابدیورا ټوکولوپه موخه د هیواد غلیمانولمړی دکندوزپخوانی والی دانجنیرمحمدعمر وژلو ته ملاوتړله .له هیچا پټه نده چی دتیروناخوالوپه بهیرکی د هیواد په شمال کی تربیلا بیلوسرلیکونولاندی دواک خوندی ساتلوپه موخه هرشونی چاری ته لاس واچول شوترڅوباندنی او هغوی پوری تړلی کړي د وروڼو افغانانوترمنځه خوابدی اوخپګان رامنځته کړی ،خوارواښاد انجنیرمحمدعمردا ټولی ناخوالی اوخوابدی په بی ساری توګه په یوموټی اویووالی واړولی .
همدا رازد لرغونی کندهار ولایت د ولایتی شورآ ريس اودولسمشر کشری ورور ارواښاد احمد ولی کرزی په خپله سیمه کی دلسوکالوپه بهیرکی دولسونود زړونوګټلوکی اویوموټی کولوکی ځانګړی وړتیاوی ترلاسه کړی وی.لرغونی اوتاریخی کندهار دتاریخ په اوږدوکی له هرپلوه ټاکونکی ونډه درلودلی دی اوله همدی امله دسیمې اودنړی ترهګرود هیواد دا شا ځلمی په نخښه اوهغه یی په شهادت ورسولو.تردی وړاندی په شمال کی د پامیر دزون دپولیسولوی قوماندان ارواښاد جنرال داود داود هم په یوه پېښه کی په شهادت ورسولواوهغه یی وواژه .
دهیواد غلیمانولدی ډول ناولوچارودهیواد نامتواومنل شویوڅیرو په وژلو سره هڅه کوی د هیواد په بیلا بیلو سیموکی اړي دوړي رامنځته کړی او لاره نوروکړکیچونوته پرانیزی .افغان مشر په وار،وارله نړیوالی ټولنې په کلکه غوښتی چی ،جګړه مار،ترهګراودهغوی دروزنی ،پالنی،سمبالول اوپټنځایونه دی دهیوادڅخه دباندی ولټول شی.هغه ځه چی،دلمرپه څیراوس ټولې نړی ته ښکاره دی.
افغانان پرته له هرډول شک او شوبهې په شمال اوسویل کی دخپلوشهیدانوپه ویرکی زهېر شول افغانان دا که لوستی او یانا لوستی پدی ډاډه دی چی روانه جګړه دافغانانو د لرغونی ټاټوبی پروړاندی دتاریخی غلیمانوجګړه دی .افغانان نن پدی ویسا دی چی،روانه جګړه د لویوځواکونوجګړه دی چی هڅه کوی افغانان پدی اورکی وسوځوی اوله خپل پلرنی ټاټوبی څخه یی شړلو ته اړکړی .
زما په آند د افغانانودی غمیزی ته دپای ټکی هغه مهال شونی دی چی ، ټول په یوه ژبه اوږغ،یوموټی  غلیمان له خپلی خاوری شړلوته ملا وتړو اودنړیوالی ټولنی په ریښتونی ملاتړاومرسته خپل ویجاړټاټوبی ودان اودتل دپاره په خپل کورکی نیکمرغه واوسو.هغه څه چی زمونږحق دی اونړی ته موتل دتاریخ په اوږدوکی په ډاګه کړیدی.