د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهجران لحظي

عبدالله بهار 15.06.2011 00:14

څومره سختي وي خدايه دهجران هغه لحظي

هيري به مي نه شي هيڅکله دخفګان هغه لحظي

دازړه مي راته لکه د ما شوم شي په ژړا

کله رايا دي شي دجانان هغه لحظي

دوصال هغه شپي ورځي ليده لکه دخوب وه

څومره زر شوي تيرې دا رمان هغه لحظي

چه دتوري شرنګ به ټوله دنيا را خوزوله

خدايه بيا راولي په افغان هغه لحظي

بهاره دلته دی شپي ورځي شوي نوری ګراني

داسي خکا رې چه بيا راغلي دخزان هغه لحظي