د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ترسلطنت وروسته

هدایت الله پیمان 27.05.2011 22:29

افغانستان ترسلطنت وروسته دښاغلی محمدآصف خواتی هغه کتاب دۍ چې ددانش په خپرندوی ټولنه کې په ۴۳۰ مخونو کې چاپ شوی دۍ۰ په کتاب کې لیکوال د۱۳۵۲ کال دپوځي کودتا وروسته دافغانستان حالات په روانه اوخوږه ژبه څیړلي دي ۰ زموږدهیوادروان ناورین چې افغان ولس ته سترې بدمرغۍ راوړې دي اولاتراوسه پورې ددې ناورین دختمیدو څرک نه بریښي ډیروته داسې اودې ته ورته پوښتنې پیدا کړې چې ولې موږداډول غم لړلی برخلیک لرو ، لاملونه یې څه دي ، څه وخت به داکرغیړن ناورین پای ته ورسیږی؟؟؟ دې اوپه دې شان نوروپوښتنوته ځواب پیداکولوته اړکیږوچې  د افغانستان دغمیزې په اړوند لیکل شووکتابونوته مخه کړواوپه هغوکې ورته ځوابونه ومومو۰ ماپدې هکله یوشمیرکتابونه ولوستل خوله بده مرغه ومی لیدل چې لیکوالویې په خپلوارزونواوشننوکې ددې پرځای چې دعیني واقعیتونوپه رڼاکې هغه وڅیړي  ټولوته څرګنددلمرغوندې دښکاره واقعیتونواوپیښوپرځای خپلې کیسې اوافسانې بیان کړي دي۰ دهغوی په لیکنوکې لیدل کیږی چې دروان ناورین دلوبغاړوپه هکله یې خپل ذهني قضاوتونه کړي دي یا داچې دځینوپه ملاتړکې دریدلي  او د نوروپه پته یې څرګنده جبهه نیولې ده۰ دې لیکوالودروان ناورین پړه په یوه ګوندیا حکومت یا خپلوسیالانو اچولی اوخپله ډله یې بیا دملایکوپه څیر دغلطیو، تیروتنواوخیانتونونه پاکه ګڼلې ده۰

  خوهغه څه چې ما دافغانستان ترسلطنت وروسته کتاب کې ولوستل په هغوکې مې دکومې ډلې یا حکومت ستاینه  او ملاتړنه بلکي په هغوکې مې دلیکوال بې پریتوب ترسترګوشو ۰ ددې کتاب ځانګړتیا پدې کې ده چې  دسترګووړزیاتو اثرونو اوماخذونونه استفاده کړې  چې غوڅ اکثریت یې افغان لیکوال دي کوم چې دمختلفواندونوخاوندان دي اودسیالو مختلفو سیاسي کړیوسره یې تړاودرلود۰ لیکوال دافغانستان دوروسته پاتې والي اودکړکیچ په پیداکیدو،ژوریدو اوپراختیا کې یوه ډلې ته نه بلکې ټولوته ګوته نیولې ده چې ویې نشوای کړای په لازمو فرصتونو اوټاکلوشرایطو کې داسې دریځ غوره کړي چې دکړکیچ دژوریدومخنیوی وکړي ۰لیکوال دې مسئلې ته ګوته نیولې چې دهیواددکړکیچونومرکزونه اوچینې په ولس ،کلیو اوبانډو کې نه بلکې په واکمنوکړیواودواکمنیوپه دهلیزونوکې ووحتی پاچا اوپاچاهۍ کورنۍ ته ګوته نیسي۰ دکتاب لیکوال په دې باوردۍ چې دروانې غمیزې په بهیر کې او زموږدتاریخ پدې پړاوکې بلا استثنی ټولې  ځواکمنې ډلې ،ګوندونه اوحکومتونه دپردیوایدیالوژیوپه خاطر وجنګیدل او جنګیږي چې پایله يې دهیوادورانیدل اوپه برخلیک یې دپردیوواکمنیدل شول۰لیکوال دافغانستان په روان ناورین کې دافغان ولس نه زغمونکی حالت داسې انځوروي چې داولس داسې یوه سفرته اړایستل شوی دۍ چې هرې خواته يې  پړانګان اوپاڼوڼه لیدل کیږي چې ژوندته یې څرګندګواښونه دي۰ ددې سفرلارښونکي هغه کسان دي چې د سفراومزل له لارې سره بلدنه دي اودپردیوپه لارښونه مزل کوي ۰ لیکوال نه یوازې حکومتونه ملامتوي بلکه روښانفکران هم په دې ملامتوي چې هغوی هم دپردیواوحتي اشغالګرو دموخواو پالیسیو دمبلغانورول لوبولی دۍ۰ ځینویې دافغانستان په کورنیوچارو کې پردیولاسوهنو، تیریو اواشغال ته انټرناسیونالستی دنده ویلې، یوشمیربیا هغه  د ترهګرۍ سره مبارزه شمیرلې اونوروبیاهغه اسلامی اخوت ګڼلی دۍ۰ لیکوال دځینولیکوالوخلاف دهیواددورانۍاصلي لاملین بهرنیان نه ، بلکې افغان سیاستوال شمیري چې هغوی دپردیودموخو، ارادې اوپالیسیوپلې کونکي شول اوخپلوملي ګټوته یې لومړیتوب ورنکړ۰

 دکتاب لیکوال هغه وخت ددې غمیزې پای ویني چې افغان سیاستوال، افغان روښانفکر اوافغان لیکوال دتاریخ څخه ، دتاریخي تجربوڅخه اودروان ناورین څخه درس واخلي ۰ لیکوال دادرس په دې کې ویني چې افغان  سیاستوال او روښانفکردنوروسره دګډ کارجوګه شي ۰ لیکوال په دې انددۍ ترڅوافغان سیاستوال اوروښانفکر دخپلواوږونه دسړې جګړې پیټی لری نکړی،ټولنه په مجاهداوغیرمجاهداوداسې نوروونه ویشي اوګډ کارته چمتونشي دا ناممکنه ده چې افغاني ټولنه ددې حالت څخه ووزي۰ لیکوال افغانان اوپه تیره دزده کړواودقلم اونظرخاوندان پوهاوي ،زغم اوتیریدنې ته رابولی۰ زه درنووطنوالوته دنوموړي کتاب دلوستلو  وړاندیز کوم