د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بن لادن ... يوه پلمه چه مړه شوه

همايون غفوري 11.05.2011 17:31

یوه اونۍ وړاندې مې د شهید سید قطب د یوه ډیر پخواني کتاب یو فصل د ( امریکا و هوس سیطره بر جهان ) تر سرلیک لاندې وژباړه چه سید قطب په ۱۹۵۱ کال کې لیکلی ؤ. دلیکنې لنډیز دا ده چه امریکا بې له جنګه شپه نشي تیرولی . شهید سید قطب پدې اړه په کال 1948 کې د ( هغه امریکا چه ما ولیدله ) تر سرلیک لاندې یو کتاب هم خپور کړی ؤ . د نوموړی کتاب ژباړه ما د یوه پرلپسې مضمون په توګه په څو برخو کې د ( امریکا از دیدګاه سیدقطب ) تر عنوان لاندې د اصلاح انلاین له لارې خپره کړې وه . سید قطب دا کتاب هغه مهال لیکلی ؤ چه د مصر د هغه وخت واکمنانو لخوا د عالي تعلیماتو د سر ته رسولو په پلمه د دوو کالو لپاره له هیواده تبعید شوی ؤ تر څو یې له جنجاله ځان خلاص کړي . ځکه چه هغه د خپل قلم په توان د وخت واکمنان پوزې ته رسولي وو او د هغوی ټولنیز ، اقتصادي او اداري فسادات یې بربنډول . له کومه ځایه چه د ده تخصص د تعلیم او تربیې څیړنه ؤ نو موقع نه په استفاده سره یې امریکایي ټولنه تر څیړنه لاندې ونیوله او هغه دوو کلونو کې یې امریکا داسې وپیژندله چه د امریکې داخلي څیړندویې ادارې به هم دومره ژوره پیژندنه له امریکا سره ونلري . هغه ولید چه په امریکایي انسان او د عصر حجري انسان په منځ کې هیڅ توپیر نشته او هیڅ اخلاقي پرمختګ یې ندی کړی . اخلاقیات یې ، ټولنیزې څارې یې ، ذوقونه او سلیقې یې ، خوراک څښاک یې ، لباس یې او د ځنګلیانو په څیر خوی او خاصیت یې ، خلاصه دا چه هر څه یې کټ مټ د عصر حجري د انسان دي . خو د امریکایانو یو خاصیت سید قطب ته ډیر د پام وړ ګرځیدلی ؤ . هغه دا چه امریکي قام ډیر وحشي او جنګي خاصیت لري . له ډیرو څیړنیزو پلټنو وروسته سید قطب دې نتیجې ته رسیدلی چه کوم قام چه نن امریکي قام بلل کیږي په اصل کې دا هغه مهاجر دي چه د اورپایي هیوادونو نه دې سیمې ته د کار او د ځمکې حاصلولو په نیت راغلي . دا خلګ د سفر په مهال لوږه تنده ، د وحشي ځناورانو ډار ، د غرونو او سیندونو خطرې او د خوراکي مواد کمښت او د دې کمښت له وجهې خپلمنځي جنګړې ګاللي دي . او بیا کله چه سیمې ته رسیدلي د ځمکې اصلي خاوندانو سره یې اخ او ډب کړی او د کلونو جګړو وروسته آخر توانیدلي چه د ځمکې اصلي خاوندان چه اوس ورته ریډ انډینز ( سره هندیان ) وايي له سیمې وشړي . له هغې وروسته یو ځل بیا د همدې ځمکې په شخړو کې یو له بل سره یې اخ او ډب کړی او سره یې مرګونه کړي . د بیشمیرو کلونو وروسته دوی بریالي شوي د امریکې متحده ایالاتو په نوم یو ملک جوړ کړی . خو دغه د وحشت او بربریت خاصیت یې وروستي نسلونو ته پاتې شوی او هغه خاصیت اوس پدوی کې دومره ژور دی چه له پینځو پيړیو تیریدو وروسته هم دغه لوی مادي پرمختګ ندی توانیدلی چه دوی نه مهذبه او له اخلاقي لحاظه معاصر او موډرن انسانان جوړ کړي . سید قطب د مثال پتوګه د امریکایانو ځیني خاصیتونه داسې معرفي کوي : (( امریکایي فټبال ... نوم یې دی فټ بال خو له فټ (پښه) سره نه بلکه په هینډ (لاس) تر سره کیږي او د لوبې طریقه یې داسې ده چه توپ ګول ته رسوه په هر ترتیب چه وي ، که د مخالفې ډلې لوبغاړی دې مخنیوی کوي مړ کولی یې هم شې او د مړینې مسؤولیت د مړي په غاړه ده . چا ورته ویلي وو چه لوبه کوه ؟! او مقابله ډله دې دغه لوبغاړی نه پریږدي چه توپ ګول ته ورسوي ، که چیرته دی وژني یا ځان پرې وژني ...))
(( امریکایي پهلوانۍ ... حریف وپرځوه ، وینې یې تویې کړه ، څټک یې په سر وهه ، په چاړه یې ووهه ، د څلور متره لوړې نه ځان ورباندې وغورځوه ، سترګو کې یې سره مرچ ودوړوه . هر څه چه کوې کوه یې خو حریف دومره بیحاله کوه چه د ریفري تر دریم ټپ پورې مقابل پهلوان ونتوانیږي چه اوږه له ځمکې پورته کړي ))
(( امریکایي خوراک : په خواږه باندې مرچ استعمالوي ، په تروو بوره او په تراخه باندې مالګه . لکه د ځناورو په شان خوراک په روانه کوي . پخولو ته وخت نلري ځکه چه له پلاره نیولی تر بچو او میرمنې پورې ټول مشغوله دي او کله ناکله به د یکشنبې په ورځ په تفریح وځي . تفریح یې لا څه کوې چه هغه لا بیله نمونه ده . موټر کې به کیني او د دوه سوه میل په سرعت به منډه ورکوي تش ډاګ کې به لیمڅۍ یا کوم شی وغړوي د خنزیر غوښه به د اور په تیزه لمبه څو ځله واړوي راواړوي . غوښې نه به لا وینه توییږي چه نوش جان کوي یې . د شرابو پوره بوتل به په سر واړوي له هغې وروسته به پلار او مور د دسترخوان په سر په جنسي مقدماتو مشغوله شي ، د کورنۍ ځوان هلک او نجلی به له خپل ګرل فرینډ او بوای فرینډ سره په عشقبازۍ کې مصروفه شي . پاتې شول هغه ماشومان چه لا تر اوسه جنسی معاملاتو سره آشنا ندي نو هغوی به خپلو خپلو لوبو کې بیل بیل مشغوله وي . ماښام سره به بیا موټر د دوه سوه میله په رفتار ځغلوي او کور ته به د شرابو په نیشه کې ډوب ځان رسوي ...))
(( امریکايی او جنسي اړیکې : پدې ډګر کې امریکني انسان ( نر او ښځه ) په رښتیا چه د ځناورانو نه هم وروسته پاتې دي . دوی ته دا کار یو بیالوژي تعامل ښکاري . لکه رفع حاجت ( بیت الخلا ته تلل ) . خو عجیبه دا ده که د بازار په منځ کې رفع حاجت ته ضرورت ورپیښ شي نو د ستر بندوبست خامخا کوي مګر د بازار په منځ کې که جنسي غریزه یې وپاریده نو د هغه ضمیر هغه هیڅکله نه ملامتوي چه همالته او د ټول مخلوق په وړاندې یې رفع کړي . او دا خو ویلو ته حاجت نلري چه د امریکې کوڅه کوڅه ، کور کور او بازار بازار د جنسي شهوت راپارولو لپاره هر وخت مناسب وي ))
د دغسې قام لاس ته د نړي مشرتابه پاتې شویده . نو څه به وایۍ چه نړۍ به کومې خوا ته روانه وي ...!
نو امریکا هرومرو جنګ جوړوي او په جنګ کې یې ژوند دی . او دا کوم جنګ چه د القاعدې یا طالبان او بن لادن په پلمه شروع شوی دی دا هم د امریکی د هماغه جګړو نه دی . د شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته امریکې ته تر ټولو لوی دښمن اسلامي نړۍ ښکاري . او د امریکي انسان خصلت دی چه که دښمن باندې د غالبیدو چانس ولري نو وار نه ورته ورکوي . که څه هم ځیني سیاست پوهان پدې اند دي چه د امریکې دغه جنګ یوازې اقتصادي او استراتیجي بڼه لري خو زما په اند دا ځل امریکا او غرب اقتصاد او استراتیجي اهدافو ته د دویمې درجې اهمیت ورکړی . دا ځکه چه هغوی دغه وروستي دوو پیړیو کې له دومره پیاوړي او منظمه اسلامي تحریکونه او د دومره تکړه مسلمان ځوانانو سره مخ شوي نه وو . دغه اوسني اسلامي ویښتابه دوی نه یوه دوه خطا کړیده او خوب یې ترې تښتولی . نو اوس هغوی که هرڅومره خپل هدف بل وښیي او ووایي چه ډیموکراسۍ خپرول غواړو یا ووایی چه اسلام سره مو هیڅ دښمني نشته ځکه چه مونږ خو په سیکولریزم باندې یقین لرو او دین په دولت کې شاملول نغواړو ... د هغوی دا ټولې خبرې د منلو وړ ندي . د هغوی اعمال دغه خبرې نفیه کوي . ځکه چه نن صبا غربي حکومتونه د دیني حلقو په لاس کې دي ، کلیسا یې چلوي او پاپان یې تګلیارې ورته ټاکي . د سپټمبر د حملو په عین ورځ کې بوش دا خبره په ډاګه وکړه چه د صلیبي جنګونو بل پړاو پیل شو . که څه هم وروسته لدې چه اسلامي نړۍ کې پدې خبرې باندې مظاهرې وشوې ، او بیا سپینه ماڼۍ معذرت وغوښته او د بوش خبره یې د ژبې ښوییدا وبلله خو اصلي خبره هماغه وه چه بوش کړې وه . دا یو دیني جنګ دی مګر د اقتصادي او استراتیجي اهدافو نه یې زه هم انکار نکوم . خو لومړیتوب نه ورکوم . هغه یې وروستني اهداف دي .
امریکه خو غوښتل چه دا جنګ تر ډیر مهاله پورې وغزیږي . مګر بخت یې ورسره یاري ونکړه چه کومه پلمه یې چه جنګ ته جوړه کړې وه هغه پلمه اوس مړه شوه . بن لادن ... د نن نه دوه کاله وړاندې اصلاح انلاین کې د بن لادن او ګلبدین په اړه یو مضمون خپور شوی ؤ . ما د هغه مضمون لاندې یوه تبصره ولیکله . په تبصره کې مې ویلي وو چه ګلبدین او بن لادن په ایبټ آباد کې دي . دا خبره ما هسې اټکلي نوه کړې بلکه په سند او دلیل ولاړه خبره مې کړې وه . کومه ویډیویۍ وینا چه ګلبدین خپره کړې وه او کوم غره کې چه بن لادن او ظواهري ویډیو ډکه کړې وه هغه د ایبټ آباد په سیمه کې ډکې شوې ویدیوګانې وې . ما په ایبټ آباد کې ډیر وخت تیر کړی او هغه سیمه او د سیمې بوټي او ونې ښه پیژنم . دوی ېی هلته پټ ساتلي وو چه په مناسب وخت کې ترې استفاده وکړي . بن لادن له ډیرې مودې راهیسۍ د بډوډو په مرض اخته ؤ او درملنه یې کیدله . مګرهغه مړ شو او دغه ناڅاپه مړینه یې امریکا ته ستونزه پیدا کړه . نو ځکه یې دغه ډرامه جوړه کړه او د وژنې اعلان یې وکړ . د مړي په کور یې یرغل وکړ او د سند لپاره یې د کور څو هستوګني ووژل او په مړي یې هم څو ډزې وکړې او څیره یې ورته خرابه کړه او بیا د دې لپاره چه عدلي طب هم د مرګ په وخت او کیفیت پوه نشي اعلان یې وکړ چه مړی یې سمندر کې غورځولی ...! د امریکې استخباراتي اداره هر کار ته مخکې له مخکې پلانونه سنجوي او څو احتمالي لارې ورته ټاکي . د بن لادن مرګ به دوی اوس هم اعلان کړی نه ؤ که چیرته دوی ترې ګټه نشوای اخیستی . دا چه هغوی به د دې مصنوعي وژنې نه څه ګټه پورته کول غواړي یا یې پلان څه دی پدې خو به خدای ته علم الیقین وي . مګر زما په اټکل دوی دوه احتمالي ګټې په نظر کې لري . یا خو به دا وي چه امریکا د عربي نړۍ د پاڅونونو د ځپلو لپاره یوه بله پلمه لټوي او د بن لادن په وژلو غواړي چه د القاعدې او ورسره مل خلګ وپاریږي ترڅو په عربي نړۍ کې د ترهګرۍ لړۍ پیل کړي او امنیت یې خرابه کړي او کوم جنګ چه د کلونو وروسته اوس په سړیدو ده بیا یې اور تازه شي او امریکې ته په سیمه کې د اوسیدو پلمه تازه شي اوبیا عربي هیوادونه دترهګرۍ په ضد مصنوعي جګړه کې مشغوله وساتي . او د امریکي وسلې په اخیستلو یې بازار ګرم وساتي .
دویم احتمالي هدف یې دا دی چه کوم بدلون چه په عربي نړۍ کې راغلی امریکا دی ته مجبوره کړې چه خپل چلند کې ضرور بدلون راولي او د سیمې له حکومتونو او خلګو سره نوې پاڼه خلاصه کړي . او کومه دښمنۍ یې چه د مسلمانانو سره پاللې وه هغه ختمه کړي او کوم شی یې چه د دې دښمنۍ لپاره پلمه کړی ؤ هغه له منځه ویسي او د له منځه وړلو اعتراف او اعلان یې وکړي تر څو چه مسلمانان هم ورباندې اعتماد وکړي ... د ښکاره او پټ علم صرف خدای ته دی ..