د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګناهونوکفاره

الحاج الهام الدين قيام 10.05.2011 22:12

فيصله مې دتقدير ده،څه چاره ده

چې له ګران وطن مې،ليرې ګوزاره ده



زه بې ساه،دلته راوړی زمانې يم

ساه مې،ګران وطنه!لاهم ستاکره ده



دلته اوسم،مينه هلته رانه پاتې

لاهملته،دوطن په کور،ديره ده



چې مې ځان دخپلې ساه سره يوځای شي

ګران وطنه !لاخوهيله راسره ده



!زه چې ليرې له تااوسمه وطنه

له ژوندون مې جوړه شوی،مسخره ده



دغرورلښکر مې،دلته ماتي وکړه

له شهيد غيرت مې،ډکه هديره ده



دوياړونو، جنازې مې پکې اوسي

دلته ژوندمې،دوياړونومقبره ده



نورقيام ته،دلته ژوندکې ثواب نشته

دلته ژوند،دګناهونو، کفاره ده



والدورف/جرمني