د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلی کندهار د درغل حکومت او ځناورو په اسارت کي

جمال زر 10.05.2011 10:14

کندهار د شنبې او یکشنبې پر ورځو د یوې پراخي او بي رحمي حملې شاهد وو. پدې برید کي طالبانو پر حکومتي ودانیو باندي دوامداره یرغل وکړ او د کندهار ښار یې د ارواوو په ښار بدل کړ. طالبانو پدې برید کي هغه تښتول سوي بندیان هم وکارول چي د هغو نیول خلکو او حکومت ته په ډیره ګرانه بیه تمام سوي وو. د طالبانو دغه یرغل ګڼ شمیر خلک شهیدان کړل او کندهار یې چي یو وخت ددوی د حمارت مرکز وو ویجاړ کړ.
د کندهار د محبس ماتیدل پدې شکل چي د دوی مستعار نومي قاري یوسف وایي حقیقت نلري ، بلکه یوه پلان شوې ډرامه وه تر څو بندي طالبان د آی اس آی په رشوت یا د امریکې په توطیې سره د زندان د دروازو د لاري را وایستل سي او د هغه نتیجه به دا سي چي امنیتی پیښي ډیري او سیمه نا امنه سي او د امریکایانو د دایمي اډو لپاره د خلکوذهنیت پیاوړی سي او هم به د پنجاب ګوداګي په افغانستان کي امتیازونه تر لاسه کړي. طالبان ښایي د کندهار حمله او د ښار ورانیدل او د خلکو شهادت خپله کامیابي وګڼي . اما باید وویل سي چي دغه کار که د یوې خوا د حکومت بې کفایتي څرګنده کړه او د احمد ولي خان اداره یې وشرموله خو د بلي خوا یې ډیری خلک خفه ، ناهیلي او د طالبانو پر وړاندي هم کرکجن کړل.
طالبانو وویل چي زموږ جنګیالي په کندهار ښار کي د حکومت سره په جګړه اخته دي او د هلیکوپترونو په بمباریو کي خلکو ته ډیر تاوان اووښتی دی. خو موږ بیا ولیدل چي طالبانو د ملکي وګړو هیڅ پروا ونکړه او ددوی په هستوګنځایونو کي ځای پر ځای شول او دخلکو له کورونو څخه یې فیرونه کول او هم یې د خلکو پر دوکانونو باندي او هري خواته مرمۍ اورولې. ددي تر څنګ دوی پر ښار باندي ړانده توغندۍ ویشتل او خودکشه چاودني يې په ملکي سیمو کي تر سره کولې چي ډیر مسلمانان یې په شهادت ورسول.
د بده مرغه چي د کندهار بیوزله ولس او بلکه ټول افغانستان د غل او درغل یا په اصطلاح د پاڼ او پړانګ تر مینځ را ګیر سويدي. یوې خواته خاين حکومت دی بلي خواته وهابي او بې علمه ترهګر دي. تر دې به پر بشریت باندي او په ځانګړه پر افغانانو باندي غټ ظلم چیري وي چي طالبان اوس لغړزني کوچنیان ساتي او په خودکشه حملو کي یې استعمالوي. امارت او ددوی پنجابي ملاتړ هغه افغان ماشومان چي ددیني زده کړو لپاره په مدرسو کي سبق وایي ددوی د کورنیو د اجازې او خبرتیا پرته د پاکستاني ملایانو په مدرسو کي مجبوره کوي تر څو ځانونه په بمونو والوزوي .
قاري یوسف او ذبیح الاه مجاهد یې ردوي ، خو خلک یې د لمر په شان ویني چي نیول سوي کوچني انتحاریان خپلي ټولي کیسې کوي . دغه ماشومان د طالبانو د مجهولو ویاندانو غوندي درواغ نه وایي. د ماشومانو څو خویونه د پیغمبرانو دي ، یو د هغو نه دادی چي حقیقت نه پټوي او ذره ذره یې بیانوي.
که چیري حکومت په څو څو ځله د محبسونو د ماتیدلو او د سیمي د دسیسو مخه نیولې وای او یا جاني قیدیان یې ژر تر ژره په عادلانه توګه په سزا رسولي وای نو دې ته به ضرورت نه واي چي ویسا خان ووایي تښتیدلي بندیان پر کندهار باندي په برید کي ښکیل وو.
سعدي علیه الرحمه څومره ښه وایي چي:
رحم بر ګرګ تیز دندان
ستم بود بر ګوسفندان
خو ویسا جان به وروسته پوه سوی وي چي ولا بې خلطې خو مي فیر وکړ او په اصطلاح پر ځان باندي مي عریضه وکړه. یعني داچي دغه محبس خو هم ددغه کانادایې چارواکي او د احمد ولي خان د نااهلۍ له کبله مات سو. بله خوا بیا امارت پر کندهاریانو پسخند وهي او فکر کوي چي خلک ددوی په اوتو بوتو باندي باور کوي. د کندهار د زندان د سوري اوږدواله ۷۰۰ متره او په ځینو برخو کي هیڅ ډول تګ او راتګ نسي پکښي کیدلای او بیا د اکسیجن پرته خو بلکل د امکان څخه لیري ده چي په توره شپه دي د مځکي لاندي دومره ډیر بندیان په یو وار را ووځي. طالبانو بیا وویل چي دا ددوی شهامت وو چي ددې سوري څخه په څلور ساعته کي یې تر ۴۵۰ ډیر قیدیان راوایستل. جالبه داده چي د دوی هر کار د غله په شان دی، لکه د غلو په شان ګرځیدل ، د خلکو په کورونو کي پټیدل ، په بغرو کي د سیمي څخه وتل ، د غلو په شکل زندان ته لویدل ، د غلو پر چم د زندان ماتول ! اونور.
موږ هر وخت دا ویلي دي چي د کندهار چارواکي نا اهله او بې کفایته مفسدین دي او د کرزي به تر ټولو دغه جفا د کندهاریانو سره بس وي چي خپل د ورور جلو یې ندی نیولی او پر کندهاریانو باندي یې تحمیل کړیدی. کرزي که شرم درلودای نو په کندهار کي چي ناتار روان وو خپل د خارج چکر به یې پای ته رسولای وای او د کندهار چارواکي په رآس کي قاچاقبر احمد ولي به یې له دندي ګوښه کړی وای. خو هغه متل دی چي بې غیرت ته یې وویل چي ..... کي دي درخته را شنه سوې ده ، هغه وویل خیر دی سیوري ته به یې کښینم. کله چي د کابل فاسد او عیاش ښاروال په فساد تورن سو ، تر ټولو د مخه کرزي خبري کنفرانس را وبلۍ او ویې ویل چي قسم خورم تر صاحبي ساب پاک سړی نسته. قسم می خورم که از صاحبی صایب کده ادم ‍‍پاک نیست، نام ای بیچاره را هم بد می کنند ، ای یک دسیسه است.
ښه دداسي سړي سره به څه کوې ، چي یو ولسمشر د محکمې او څارنوالي په کار کي مداخله کوي او ملي مجرمینو ته برائت ورکوي. دوې میاشتي مخکي یو بل مجرم عنایت الله قاسمی چي د ترانسپورټ او ملکي هوانوردۍ وزیر وو هغه یې هم د لوی څارنوالي د قید څخه را خلاص کړ. خلک وایې چي قاسمي کرزی ګواښلی وو که دی را خلاص نه سي د هغه د ورور د فسادونو او اختلاس کارنامې به ټول افشا کړي.
د پنجابی په بدر عملیاتو کي به نور څه بلاوي پر کندهاریانو باندي راسي. کندهاریان باید په یوه اتفاق او ږغ سره چارواکي مجبوره کړي تر څو په کندهار کي جدي او سالم اصلاحات او ژور بدلون راسي. که نه ټوله به ددې نااهلو د شامته تباه سي .