د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل ته!

استاد نجم الرحمن «مواج» 28.04.2011 22:38

پوښتنه:
 
کابله
تاد خپل د ژونداوږ دوکې
څه لیدلی؟
که راته.
یو پریویې وشمېرې
بی واره نه شې
حقیقتونه.
په ډاګیزه بڼه
کړه را څرګند
او:د هیچا.
له ځواکه
پاتې له ځوابه
چې:
له ډاره نه شې.
د تاریخ پا ڼه دي
لږ څه واړوه
دېرشو پېړ یوکې دې څه لیدلی؟
د خپلو هیلو کرونده کې دی وڅه کرلی؟
او:
تا
ترې څه رېبلی؟
بچیان دې پړوو؟
یا پردیو کې دی پړلټوې؟
رښتیا، رښتیا خبرې واوره ،
چې:
څه پېښ شوﺉ؟
 
ځواب:
ته چې رښتیا غواړې
نو:
غوږشه راته،
د تاریخ پاڼه به مې واړومه
چی چېرته پروت یمه
او:
څه پېښ شوي.
دوه زره متره
سمندرنه یم لوړ
د آسمایی .
شېر دروازې
غرونو په مینځ کې پایم.
په ریګ ویداکی.
داید آل ښار په نوم ،
زما، یادونه شوې
زه ستایل شوی یم ډېر،
او، زما په غرونوګې انځور د جنت
څه ستر ګکونه کول.
د بطلیموس لخوا .
په هغه وخت کې
وم "کابورا"
* * *
له آریا ییانو.
سکندر بیل کړمه
او:
ځان ته یی کړم،
بیه می لوړه وه
چې:
"سلوکوس نیکاتور"
دخپل واده بدل کې،
"چا ندرا ګو پتا" باندی یې وپلورم،
هم یی پنځه سوه پیلان واخیسته .
په بو دایې،
او:
هندی دین کې پاتې
په سا نکریت کی،
کابو جا نو مېدم ،
بیا په اوومه پېړۍ،
ژوانزونګ
"کافو" بللم.
* * *
دصفار یانو کمزورۍ نه ووچې:
"کالاله" خپل د قوم مشرﺉ له ځواکه،
د سلطنت ډبره کېښوه دلته.
»* * *
ددهمزنګ له لارې،
د اسلام غږ می واورېد،
وخوځېدم،
ولړزېدم
خو!
ډېرپه ورو ویښېدم .
* * *
کابلشاهانو
عربانو سره
د حق باطل جګړه کې،
ښکېل کړمه
چې:
ډېره څېړنه غواړي
په غور کتنه غواړي
داسلام لمر
تورې تیارې کړې رڼا،
داخوت لمنه،
په شاوخوا ملکوکې
ما،خوروه.
* * *
غزني کړ برم ترلاسه
زه،
له نظره ځنې وغورځېدم.
دصفاریانو،
کمزورۍنه وو چې:
"کا لاله"
خپل دقوم مشرۍله ځواکه
دسلطنت ډبره کېښوه دلته
* * *
شهنامه
زه یې، کابلستان بللم،
دمهراب شاه نغري کې،
رودابه،
پېغله شوله
د"گرشاسب" لېوالتیا،
دکابلي،پرښتې
له ښکلا زوراخېسته،
دکوربانو،
له خولې نه،
خوږو کیسو،خوږوکې،
"زال" مین شوی و،
او:
درودابې له مینې،
زړه مین اور اخیسته.
زه:
ددې سیمې زړه وم،
سیمه وه،
زړه دآسیا.
* * *
داقبال شعرکې
انځورشوﺉ یمه،
ډېرځورېدلی،
کړېدلی،
نړېدلی به یم،
شېبه مې نه یادېږي،
چې:
ترورشوی به یم.
* * *
شاوخوا،
ما ځنې دېوال تاوشوﺉ
او:
دتګ راتګ لپاره،
زما،
د،اوو،ورونو
دزنځیرونو،
شرنګهار،
به څه غوغا جوړوه
او:
دکاروانونوجرس
دژوند نوا خوروه.
* * *
تاریخ اوږدوکې
ډېرډېر،
له،تاړاکونوسره مخ پاتې یم
له هر ځواکمنه مې میدان ګټلی
تاج اخیستونکس مې زمریان روزلي
تاج ورکوونکي مې بچیان روزلي
دهرجابر مات شوﺉ سردلته دﺉ
له هرغلیمه ورک ګودر دلته دٌٌﺉ
دالوتلو تاب وتوان نه لري
لاره ترې ورکه مات وزر دلته دﺉ
* * *
تنګه ځولۍ کې
سیند روان لرمه
اونۍدره
غردپغمان لرمه
پردووبرخویې
زه،
هسې وېشلی یمه
سیمه یې شنه ساتلې
ښې،ښکلی کړی یمه
* * *
دبالا حصار
حماسې نه هېرېږي
د،اورلمبوکې مې غلیم سېزلی
داکبرخان دپرغز وار،وګوره
دزمانې ستر ښکېلاکګروژلی
ناهېد
زما سینه کې
بیا،
دملالې حماسه کړه ژوندﺉ
* * *
دمیکروریان
سیمه کې
دبوتکي پېغلې
عزت نښه ده
چې:
دشیطان له ګوتو
عزت ایما ن ژغوری
دخپل دژوند پربیه
پښتواو پت ساتی
ننګ او غیرت ساتي
* * *
د،دارالامان
ماڼۍ مې دړې وړې
په ویر ویر ګوري
زه یې:
درغولو ځواک اوتوان نه لرم
دمحمود خان پله څلۍ
ماژړوي
یوازې ګورم ورته
نه یې نازولای شومه
نه یې رغولای شومه
نه یې:
پخپله غېږ کې
لکه پخوا پشانې
کلک ټینګولای شومه
دبېوسۍ له لاسه
تاب یې
په اوس مهال کې
دجان قربان نه لرم
+ + + +
چې مې شیر پور
دملت برخه وه
هو!
له پامه لېرې او ډیران غوندې و
چې مې
زامن وویشه خپلوکې بیا
بنګه وال
ټول ورته اریان غوندې وو
 
دېرشو پېړیو پانګه مې
ددېرش کلن ښامار یوه ګولۍ شوه
تېره یې کړله
لاهم موړ نه ښکاري څه نور لټوي
چې یې په نېغه څه وس نه رسېږي
له هوښیا ریه
ورور پر ورور لټوي
+ + +
له هغو
اوو،ورونو
اووه راغلي
اوهم اته راغلي
خو!
سره ښکېل پاتې شول
تېلۍ دبل په لاس کې
دوی لکه تېل پاتې شول
وسوزیدل
ویې سېزلم
ترآسمانونو شنه لوخړه شومه
لمبه لمبه ایره،ایره
سره سکروټه شومه
+ + +
له دېرش کلنې
زلزلې
کنډ وکپر
ویجاړو،وران یمه لا
نړیوال سم په شوي
که داسې وران پاتې شوم
دنړۍ پاڼ پاتې شوم
سیمه نړۍ نارامولای شومه
دې توفاني زانګوکې
لا توفانونه زنګولای شومه
 
ماته سکندر ژړلی
ما ښکیلا کګر وژلی
هم مې سورپوځ ځپلی
هر تاړاکګر
لا هم،
ژړلی او وژلی
هم ځپلی اوشړلی شومه
+ + +
نړیوال ځکه یوه خوله
سره سلا ښکارېږی
جګړه پدې سیمه کې
ورته دمړېنې ځرۍ
توره بلا ښکا رېږې
ځان بچوي
افغانستان بچوي
شاوخوا واړه ګانډیان بچوي
او:
ټول جهان بچوي.