د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نقيب احمدعزيزي 20.04.2011 18:47

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
اسمـــــــــــان چې کله پرېوتم په ځمکه راته وکتل
زړه ېې په ماســـــــــــوړشو نو ېې ځکه راته وکتل

مور مې پرون هم وېل چې به ځنډپه ګودر نه کړې
څــــــــــــــــــــه وکړم تلای نه شم تا هلکه راته وکتل

سترګې دې په سترګو کې را کېښـــودې اولاړلې
بيا دې لکه ښــــــــــــــــــــــــکلې ملايکه راته وکتل

نن دې لکه بېاچې ښکـلـــــــــــولو ته زړه شوی دی
څنــــــــــــــــګه دې اشنا دومره په کلکــه راته وکتل

سر ترېنه نقيب عزېزي ګرځــــــــــــــــــوو په پور کي
موږ يو پښتانه که چا په سپـــــــــــــــکه راته وکتل