د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستړی

عبدالقاهر جبارخیل 03.04.2011 22:25

له مؤذن او له امامه ستړی ستړی
زه له ټول پښتونه قامه ستړی ستړی
په یوې لارې چې دوه پښتانه نه ځي
له آغاز او له انجامه ستړی ستړی
خپله ژبه اوتهذیب پریږدي پردو ته
د پښتون لدې انعامه ستړی ستړی
ډیره کۍ چې په ګونډو شي لږه کۍ ته
دهماغه قوم له نامه ستړی ستړی
د پښتو دښمنان خپله پښتانه دي
جبارخیل دی له ناکامه ستړی ستړی