د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نباتاتوته دزيان رسوونکوحشراتوپه وړاندي دمبارزي لاري چارى

نوراغا نوښت شيرزاد 26.03.2011 13:31
دزيان رسوونکو حشراتو په وړاندي دمبارزي لاري چارې:
په عمومي ډول دزيان رسوونکو حشراتوپه وړاندي مبارزه په دوه اصولو ولاړه ده :
الف-طبعي کنترول(Natural control):په دي طريقه کي له انسان پرته نورطبعي عوامل دافتونومخنيوى کوي په دي ډول مبارزه کي انسان مهم رول نلري مګرکولاي شي چى دعلمي اوفني لاروپه استعمال سره دي کنترول ته چټکتيا ورکړي اوياهم کرنيزوعمليوته دنه پاملرني او دکرنيزي تکنالوژۍد نامناسب استعمال له لاري کيداي شي داطريقه دستونزوسره مخامخ کړي.
ب- عملي کنترول(Applied method):ددي طريقي په سرته رسولوکي انسان په سيده اوياناسيده ډول ونډه لري ددي لاري برياليتوب دانسان په پوهه اوکوښښ کي نغښتى دى.دافتونو په وړاندى دمبارزي تاريخ راښئي چى دافتونودمخنيوي په وړاندي دبشرپرله پسي کوښښونه چى تراوسه يي ډيرپرمختګ کړيدي مګربياهم بشرپه دي نه دي توانيدلي چى افتونه په سم ډول کنترول کړي.
عملي کنترول ټولي هغه لاري چى انسان يي د هغه زيان رسوونکوحشراتواوافتونوپه وړاندي چى طبعي عوامل يي مخنيوى نشي کولاي استعمالوي په برکي نيسي چى داطريقي عبارت دي له :
1. –کرنيزکنترول(Cultural method)
2. –ميخانيکي کنترول(Mechanical method)
3. –فزيکي کنترول (Physical method)
4. –قانوني کنترول(Legislative method)
5. –بيولوژيکي کنترول(Biological method)
6. جنيتيکي کنترول(Genitic tactics ,Eugenic control Autocidal or birth control method)
7. –کيمياوي کنترول(Chemical method)
8. –دافتونوهراړخيزتنظيم(Integrated pest management IPM)
ددي طريقودهريوي په ترسره کولوکي هغه څه چى ډيرمهم دي دطبعي تعادل ساتل دي دافتونودمخنيوي لپاره بايد اقتصادي زيان اوداقتصادي زيان سطحه معلومه شي په دي ډول چى ديوکم اندازه افت په موجوديت کي بايد مضرکيمياوي حشره وژونکي (Insecticides)استعمال نه شي .پورتنئ طريقي هره يوه يي په لنډډول په لاندي ډول تشريح کوو:


کرنيزکنترول(Cultural control)
ددي طريقي توپيردفزيکي اوميخانيکي طريقو سره په دي کي دي چي دکرنيزوعمليواودکرنيزوعملياتودماشين الاتوڅخه دافتونوپه وړاندي کاراخستل کيږي داطريقي بايد دافت دشديدي حملى څخه وړاندي په کارواچول شي .
دا ډول لاري چاري بي لدي چي کوم بيالوژيکي ، فزيکي او يا کيمياوي فکتورونه په کاروواچول شي د انسانانو د فعاليتونو او د کرنيزو طريقو د تنظيم په وسيله سرته رسيږي.
ددي طريقي په وسيله بعضي وختونه د يو بوټي او يا يوي ساحي څخه په مجموعي توگه کاملاً او بيخي له منځه تللي شي .
بعضي يي د ميزبان نبات لپاره مقاومت زياتوي او پتوجن لپاره ناوړه شرايط رامنځته کوي او په دي ترتيب د ناروغي مخه نيسي .هغه لاري چاري چى دکنترول په دي طريقه کي ورڅخه ګټه اخستل کيږي په لاندي ډول دي :

١ - د کوربه بوټي له منځه وړل :که چيري يو پتوجن اوياهم يوه زيان رسوونکي حشره د قرنطين د موجوديت او يا نه موجوديت برسيره يوي منطقي ته داخل شي نو د دا ډول پتوجن او د هغي د ناروغي مخنيوي يواځي او يواځي د کوربه بوټي له منځه تللو په اساس او يا په خپله د کوربه بوټي د اخته برخو د لري کولو او له منځۀ وړلو په اساس صورت نيسي او د بوتي نورو برخو ته د هغي د سرايت او پيشرفت مخه نيول کيږي .
يو ډول پتوجنونه لکه د غنمو د سرخي عامل (Puccinia , Griminess , Tritici) او Cronartium robic د هغه عاملينو له دلي څخه دي چي خپل د ژوند دوران په دوو کوربه بوتو باندي تکميلوي .پدي صورت کي د هغه ميزبان له منځه وړل چي کم اقتصادي ارزښت ولري پدي ترتيب د پتوجن د ژوند په دوران کي اخلال منځته راځي او د ناروغي د کنترول لپاره زمينه مساعديږي .
په ناروغيو کي چي عاملين يي په دوه مساوي اقتصادي ارزښت لرونکو ميزبانونو باندي ژوند کوي نو د کنترول دا طريقه بيا موثره گنل کيږي .
٢-کرنيزتناوب(Crop rotation): ): هغه پتوجنونه چي د خاوري څخه منشاً اخلي او د نباتاتو په يوه يا څونوعو او حتي د بوټو په څوگونو فاميليو يا کورنيو حمله کوي نو بعضي وختونه د (4-3) کلونو په اوږدو کي د هغو نباتاتو د کرلو په وسيله کنتروليږي چي دا ډول پتوجنونه يي نشي اخته کولي .
زراعتي تناوب په اساس ښه کنترول هغه وخت سرته رسيږي چي پتوجنونه يي يواځي په ژونديو نباتاتو او يا هغوي په پاتي شونو باندي د سپروفيټ په شکل ژوند تيروي او بس.
که چيري پتوجن داسي سپورنه توليد کړي چى د زيات وخت د پاره ژوندي پاتي کيدايشي او وکولي شي چي د سپروفيټ په شکل د (6-5) کلونو څخه زيات ژوندي پاتي شي نو دا ډول کنترول بي تاثيره او غير عملي دي .بياهم که پتوجن په کلي توگه له منځه ولارنشي دهغوي په کميدو کي تاثير لري .
دغنمو دنماتود(Anguina tritici)په وړاندي دمبارزى يوه ښه لاره پورتنئ طريقه ده ځکه دانيماتودپه مرطوبه خاوره کي دکمي مودى لپاره پاتي کيداي شي.
٣-دخاوري چپه کول:دخاوري اړول اوچپه کول ديوزيات شميرافتونو دلمنځه وړلوسبب ګرځي مثلاًدپنبى دغوزى چنجى(Heliothis armigera)په ژمي کي په يخوسيموکي دخاوري لاندي ژوندتيروي ددي حشري دخاوري څخه دراوتلوکانال دوروستي عمردلارواپه واسطه منځته راځي مګردخاوري دچپه کولواواړولوله امله داکانال له منځه ځي اوحشره له خاوروڅخه نه شي راوتلاي اوپه پاي کي له منځه ځي.دنيلوپه سپين چنجي داخته ځمکوداړولوپه واسطه کولاي شوچى ددي افت لارواګانى له منځه يوسوداځکه چى ددي اکثره لارواګانى دمرغانوپه واسطه خوړل کيږي.
دچغندروپاڼي خوړونکى چنجى اودتريپس ځيني انواع چى په سختواونه اړول شويوخاورواودهرزه ګياووپه واسطه پوښل شويو خاوروکي په ښه ډول ژوند کوي چى دخاوري داړولوپه وسيله هرزه ګياله منځه ځي اوخاوره نرميږي نوله دي امله ددوي دتوليدمثل توان کميږي په راتلونکو نسلونوکي ډيرزيان نه شي رامنځته کولاي.
٤-دنباتي پاتي شونوله منځه وړل:دافتونودکنترول يوه ښه اوپه زړه پوري طريقه ده دمثال په ډول دبادام اوپستى دمغزخوړونکي چنجي (Megastigmus , Eurytoma)په واسطه اخته شوي دبادامواوپستي پاتي شوني راټولول اوسوځول ددي افتونودمخنيوي يوه ښه لاره ده .دپنبي داغزي لرونکي چنجي (Earias insulana)په واسطه داخته شويودپنبي بوټواود(Malvaceae)دکورنۍ دهرزه بوټوچى ددي افت دوحشي کوربه و له جملي څخه دي لمنځه وړل دنوموړي افت دمخنيوي غوره لاره ده په همدى ډول دشولودساقي خوړونکي چنجي په وړاندي دمبارزي يوه ښه لاره دشولودپاتي شونو دخاورولاندي کول دي .
٥-دکرلواويادحاصل دراټولولو دنيټي بدلون:دي طريقي په ځيني وختونو کي ښي اوپه زړه پوري پايلي له ځان سره لرلي دي دغنمو دکفشک (کټمل)(Eurygaster integriceps) دمخنيوي لپاره دغنمو دحاصل راټولول دخميري په مرحله (Dough stage) کي ددي افت زيان کموي.
٦-دمقاوموورايټيو استعمالول(Use of resistant varieties): دي لاري دنړۍ په ډيروهيوادونوکي په دي وروستيو کي دخلکوپاملرنه ځانته اړولي ده ممکن مقاومه ورايټي هم دحملى لاندي راشي مګراقتصادي زيان ورته نه شي رسولاي.
زياتي داسي نباتي ناروغي او آفتونه شته دي چي د مخنيوي په نورو لارو چارو سره کنترول کيداي نشي او ممکن نه وي .د مثال په ډول هغه ناروغي چي د انتقالي نسجونو د پتوجنونو او يا ويرسونو په واسطه منځته راځي .
دمثال په ټوگه ځني داسي ورايټي شته دي چي په پانو کي د Stomata د سوريو د شمير کموالي يا وړکي والي او يا د هغه د بنديدو په اساس او يا د ميوي د ضخيم پوستکي شتوالي او يا د يوي نوي طبقي موجوديت هغه عوامل دي چي نوموړي ورايټي د ناروغ کيدو څخه ساتي .
مقاومي حقيقي ورايتي هغه دي چي ميزبان د ټولو د فاعي ميخانيکتونو په وسيله بايد د پتوجن په مقابل کي دفاع وکړي .د مثال په ټوگه که چيري د ميزبان نبات مقاومت د يو د فاعي ميخانيکت په واسطه او د يو واحد جين په وسيله اداره شي دا ډول مقاومت د Monogenic او د فاعي جين يي د Major gene په نوم ياديږي .
هغه عوامل چى دهغي له امله يونبات دافتونو اوناروغيو په وړاندي مقاوم وي په لاندي ډول دي:
1. –زغم(Tolerance):په دي صورت کي نبات تيزي ودي دتوان دلرلو له امله دافت په واسطه ډيرنه اغيزمن کيږي دبيلګي په ډول دپنبى تريپس يادولاي شو چى دودي په لومړيو مرحلو کي څرنګه چى بوټي کوچني اوکمزوري وي دافت په وسيله اغيزمن کيږي مګردودي په وروستيومرحلو کي په ځانګړي ډول په ژررسيدونکو ورايټيو کي چندان نه اغيزمن کيږي.
2. –غوره ګڼل (ترجيح ورکول)(Preference):ځيني وختونه يوه ورايټي نظربلي ته ديوافت دتغذيي،هګۍايښودلواوپناه ځاي لپاره غوره وي دورايټي رنګ،شکل ،اندازه اونورخصوصيات ممکن توپيرولري.څيړنوښودلي ده چى دغنمو ټيټ قدي ورايټيګاني دلوړقدوورايټي ګانولکه( روشن) دغنمو دساقي خوړونکي چنجي(Cephus pyymaeus)په وړاندي مقاومت ښودلى دي.
3. –زهريت(Antibiosis):ځيني وختونه ممکن يوبوټي ديو افت لپاره زهري وي چى دهغي څخه تغذيه کول ممکن دحشري لپاره وژونکي وي اوياحشره ونه شي کولاي چى په دى بوټي کي خپل دژونددوران تکميل کړي اوبوټي په عادي ډول ودي ته دوام ورکوي.
(په پام کي ولرئ چى له مقاومت څخه هدف په يوه ورايټۍ کي دزيان کمه اندازه ده نظردنوعي نوروورايټيوته اوهيڅکله يي دنورونوعوسره نه شوپرتله کولاي په دي سربيره داسي نباتات چى دهيڅ افت دحملى لاندي رانه شي په ندرت سره پيداکيږي تيروتنه دي ونه شي چى نسبي مقاومت هيڅکله دمصْونيت اومطلق مقاومت په معنى نه دي).
٧- حفظ الصحه (Sanitation):تول هغه فعاليتونه چى په نبات کرونده او ساتنځي کي د ناروغي د عامل د اناکولم د کميدو سبب گرځي او دهغوي د انتشار مخنيوي نورو روغو بوټو او کروندو ته کموي د حفظ الصحه په نوم ياديږي .
د نباتاتو د اخته بوخو راټولونه او د هغوي سوځيدل او يا د کروندي څخه لري کول د ناروغيو د عامل او د نباتي آفتونو د خپريدني مخنيوي کوي .
د خاروي پاکول د هغه سامان الاتو څخه چى په کرونده کي کارکوي د هغو عاملينو د انتشار مخنيوي کوي چي په خاروه کي ژوند لري . همدارنگه د ساتنځاي د ديوالونو پاکول او يا د ساتنځاي او نورو ظرفونو پاکول د ډيرو ناروغيو د اناکولم د اندازي د کموالي سبب گرځي .
٨- د نبات د ودي لپاره د ښه شرايطو برابرول :داسي زراعتي عمليات شته چي د نباتاتو لپاره د نمو مناسب شرايط برابروي او د پتوجن په مقابل کي د هغوي مقاومت لوړوي . په دي کي د سرو د مناسبي اندازي استعمال ، زهکشي ، ابياري ، د بوټو په منځ کي مناسبه فاصله پريښودل او د ناکاره بوټو کنترول هغه عوامل دي چي د نبات نمو قوي کوي او په مستقيم يا غير مستقيم ډول سره د نباتي ناروغيو په مخنيوي کي اغيزه ولري.
٩- د پتوجن لپاره د مناسبو شرايطو منځ ته راوړل :د هوا مناسب جريان د توليد شويو حاصلاتو د وچيدو پروسه چتکوي او هغه فنگسي پتوجنونه د تيغ وهلو قابليت او قدرت ضعيفوي او يا يي له منځه وړي چي په دي حاصلاتو باندي يي موجودوي .
د بوټو په منځ کي د مناسبي فاصلي پريښودل ، په کرونده يا قوريه کي د حاصلاتو د پاسه د مربوطو شرايطو د له منځه تللو سبب گرځي او پدي ترتيب د هغوي د ورستيدو مخنيوي کوي.
د مثال په ټوگه هغه ورستيدوني چي د Rhizopus فنگس په وسيله منځ ته راځي په دي طريقه کي په ښه ټوگه کنتروليدالي شي .
په خاورو کي د سري د اندازي استعمال د خاوري PH د تغيريدو سبب گرځي چي په دي ترتيب د ځينو نباتي پتوجنونو لپاره نامناسب شرايط دي چي د نباتي پتوجنونو لپاره د ولږي يا قحطي شرايط رامنځته کوي او د هغوي د پيشرفت مخه نيول کيږي .
١٠-. د انساجو کښت (Tissue Culture):د نباتاتو د وسکولري ناورغيو مخنيوي د مثال په ټوگه د Fusarium او Verticillim د انساجو د کرلو په واسطه کيداي شي دا ډول پتوجنونه د خپل نمويي مرحلي تر اخيره وخته پوري په مرستيمي انساجو کي نه داخليږي چى پدي ترتيب ددي نقطو په کرلو سره د پتوجن څخه عاري قلمي يا بوټي لاسته راوړي شو.
په همدي ډول يو تعداد ويروسونه چي د ځوانو حيصو يو ملي متر ساحي ته نه داخليږي يا داخليداي نشي چي ددي حيصو په کرنه سره د ويرس عاري بوټي په لاس راځي.
پورته شکل دکرنيزکنترول ښودنه کوي.
ميخانيکي کنترول(Mechanical control)
په دى طريقه کي دافتونو دمخنيوي لپاره ديوي ميخانيکي الى څخه کاراخستل کيږي دلاس په واسطه دافتونوراټولول اوله منځه وړل يوه ډيره پخوانۍ اوابتدايي طريقه ده او اوس هم استعماليږي.دځينوافتونو لکه دملخ دهګيوراټولول اوله منځه وړل ددي ښه مثال دى.(Hyponomeuta malinellus) چى دمڼولپاره يوه زيان رسوونکي حشره ده کله چى دمڼى بوټى ددي افت دحملى لاندي راشي دمڼي وني ته بايد تيزټکان ورکړوچى په دي سره په ځمکه غورځيږي.



پورتني تصويرونه دميخانيکي کنترول ښودنه کوي.
فزيکي کنترول(Physical control):
دافتونودمخنيوي په دى طريقه کي دافتونوپه وړاندي دفزيکي محيط دځيني برخوڅخه استفاده کيږي.
په دي طريقه کي د تودوخي ( ټيته او لوړه تودوخه ) څخه کار اخستل کيږي همدارنگه د شعاع استعمال په دي طريقه سره کيدايشي .
په دى طريقه کي لاندى لاري چارى شاملي دي،
١-دلوړتودوخي استعمال(Super heating):په لاندي ډولونوله تودوخي څخه استفاده کيږي:
الف . د حرارت په وسيله د خاروي تعقيمول :د خاوري تعقيمول هغه وخت سرته رسيږي چي د خاوري د ترټولو سري نقطي تودوخه په 35 دقيقو کي 82 سانتي ګريده وي په دي تودوخه کي د خاوري اکثره نباتي پتوجنونه له منځه ځي او مري .
د خاوري د تعقيم لپاره د برقي تودوخي بخار او گرمو اوبو څخه کار اخستل کيږي .
ب . د تودخي سره د نبات د تکثري برخو معامله کول :ددي لپاره چي هغه نباتي آفتونه او پتوجنونه چي د نبات په سطح باندي او يا د هغه په داخل کي موجود وي او کنترول شي نو نوموړي بوټي د تودوخي سره معامله کوي . د اوبو د حرارت د درجي اندازه او د وخت اوږدوالي يي مختلفو نباتاتو لپاره توپير لري .
د مثال په ټوگه د حبوباتو د تورکي د ناروغي د مخنيوي لپاره تخمونه بايد د داسي اوبو سره معامله شي چي د تودوخي درجه يي د سانتي گراد 52 وي لاکن هغه پيازچي د Ditylenchus dipsaci نيمټود لرونکي وي د دري ساعتونو لپاره بايد په داسي اوبو کي واچول شي چي 43 درجه د سانتي گراد تودوخه لرونکي وي .په دي طريقه کي يو تعداد د نورونيماتودونو لکه Rodophdus similis هم کنترول کيدايشي.
ج. د گرمي هوا سره د نباتاتو د ذخيروي برخو معامله کول:د گرمي هوا سره د نباتو د ذخيروي برخو معامله کول د اضافي سطحي د رطوبت د کموالي سبب گرځي او د زخمونو د بنديدو تړولو پروسه چتکوي .پدي ترتيب د هغوي اخته کيدل د ضعيفو پتوجنونو په وسيله کميږي. ډيري زيان رسوونکي حشري ٥٥-٥٦سانتي ګرادتودوخه کي له منځه ځي دزيرمه ځاي دافتونو دمخنيوي لپاره کولاي شوچى په زيرمه ځاي کي شته محصولاتوته د٣ساعتونولپاره ٥٢-٥٣درجى دسانتي ګريدتودوخي په مقابل کي قرارورکړونوپه دي سره اکثره افتونه له منځه ځي.
که چيري کچالان د دوه هفتو لپاره د 32-28 درجي د سانتي گيرد کي وساتل شي پدي توگه درايزوپس فنگس او اورستيدونکي بکتريا هغه نشي اخته کولي .
٢- . د سړي هوا په وسيله د نباتي پتوجنونو مخنيوي (Refrigeration) :پدي طريقه کي د نبات غوښني او نرمي حصي د سړي هوا سره معامله کيږي او هغه ناروغي چي د جمع اوري وروسته په دوي کي منځته راځي مخه نيول کيږي .
٣-. د شعاع په وسيله د نباتي ناروغيو او آفتونو مخنيوي :پدي طريقه کي مختلفي شعاع گاني لکه:
X- Ray ،يا ( Wltra violet) او همدارنگه د الفاَ زرات (∞- Particles ) او بيتا زرات
(β- Particles ) استعماليږي او نباتي پتوجنونه له منځه وړي .
حشرات دماوراْبنفش وړانګوپه وسيله جذبيږي . هغه وړانګي چى دموج طول يي 3650Aوي حشرات ځانته جذبوي .دنورپه واسطه دحشراتوجذب هرڅومره چى دماوراْبنفش وړانګو(4400A)ته نږدى کيږوډيريږي.
دتوري رڼا(Black light)په نامه څراغ په داسي ډول جوړشويدي چى حشره لومړي دماوراْبنفش وړانګوپه واسطه دنوردمنبع خواته جذبيږي اوهلته دبرق دجريان سره تماس پيداکوي اولمنځه ځي.
د بيتا((Bشعاع چى مقداريي70-350زره(Rongten)وي په ازمايښتي ډول دغنمودزيان رسونکي حشري (Trogoderma granarium) په وړاندي په اوړوکي اود(Codling moth) په وړاندي دمڼوپه ميووکي استعمال شويده .
٤-دراديويي امواجوپه وسيله دافتونومخنيوى:دراديويي امواجوڅخه چى فريکونسي يي زياته (٢٤٥٠ميګاسيکل)،دموج طول يي ١٢١٤٥سانتي متره اوتوان يي940wattوي دغنمودکټمل دمخنيوي لپاره استفاده شويده.ځيني صوتي امواج چى فريکونسي يي٤٠٠کيلوسيکل اوتوان يي ٥٠٠واټ وي د٣٠-٤٠دقيقوپه موده کي ډيرافتونه لمنځه وړي.
قانوني کنترول(Legal, Regulatory or Legislative control)
په نړۍ کي دافتونودخپريدني يوه مهمه لاره دکرنيزومحصولاتواوتکثري برخوليږد راليږددي ديوي جغرافيوي سيمي څخه بلي ته دحشراتودخپريدومخنيوي کوونکي مواديواځي طبعي موانع (Natural barriers)لکه بحرونه،صحراګانى دغرونوسلسلى اونورښودل شويدي .قانوني کنترول دقرانطيني لاروچارونافذول اوتطبيقول دي.
دنړۍ ترټولولومړي دقانوني کنترول قانون په ١٨٧٣م کال په جرمني کي منظورشو له مخي يي دامريکي دوچي څخه د ټولو هغه موادوچى دانګورودفايلوګسيرا(Grape Phylloxera)(Phylloxerea vitifolia) په واسطه ککړوي منع اعلان شول.په متحده ايالاتونوکي په ١٩٠٥م کال کي منظورشو.
ددي لپاره چى يو هيواد يا ايالت ته د نباتي آفتونو د ننوتلو مخه نيول شوي وي نو د قرنطين د څارني لاندي کرنه او ساتنه او يا ځيني وختونه د کوربه بوټو په له منځه وړلو سره په کار وړل کيږي.
قرانطين:له ساتني اوڅارني څخه عبارت دى اويوه داسي وقايوي موثره لاره ده چى په رعايت يي انسان،نبات اوحيوان له هغه ناروغيوڅخه چى په يوه سيمه کي نه وي ژغورل کيږي.
که چيري آفتونه يو داسي منطقي ته داخل شي چي پخوا هلته دا آفتونه موجود نه وي نسبت هغو آفتونو ته چي په دي منطقه کي موجود وي زيات تاوان واردوي ځکه چي هغه نباتات کي د يو آفت يا يو پتوجن په نشتوالي کي انکشاف او پرمختک کوي ددي نوعي آفت او پتوجن په مقابل کي انتخابي مقاومت حاصلوي او ددي په نتيجه کي پتوجنونه ددي دپاسه په اساني سره حمله کولي شي .
په آروپا کي د ناکو آتشک ناروغي (Downy mildew) ، په امريکا کي د ستروسو بکتريايي خوړونکي (Citrus bacterial canker) او کڅوري جوړونکي نيمټودونه (Cyst nematode) د هغه ناروغيو ستر مثالونه دي چي عاملين يي د باندي څخه دي منطقي ته داخل شوي او هلته يي دغه زيان رسوونکي ناروغي رامنځته کړي دي .
قرانطين په دوه ډوله دي :
داخلي قرانطين:دهيوادپه دننه کي ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته دناروغيواوافتونومخه نيول يادهغوي په ضدوقايوي اومحافظوي تدبيرونه نيول دداخلي قرانطين څخه عبارت دي.مثلاًدهيواددلمرختيځوسيموپه پنبه کي دپنبي سوراواغزي لرونکي چنجى ليدل شوي ودکرني وزارت دنباتاتودساتني اوقرانطين درياست لخودهيواددلمرختيځوسيموڅخه دپنبي اود(Malvaceae)دکورنۍدنوروبوټولکه (سنډ،پنيرک،ليړو،خطمي ګل اونور)وړل منع اعلان شول .ځيني هغه حشرات چى له بهرنيوهيوادونوڅخه زمونږ هيوادته راغلي دي اودداخلي قرانطيني حشراتوبڼه يي غوره کړيده په لاندي ډول دي .

په همدي ډول په Citrusکي دپاڼوتونل ويستونکى چنجى ياهم Citrus leaf miner(phyllocnistis citrella) اودغلودانوپه ګودامونوکي دغلودانودپوستکي خوړونکي (Trogoderma granarium)څخه يادونه کولاي شو.
بهرني قرانطين:له يوه هيوادڅخه بل هيوادته دافتونودخپريدودمخنيوي څخه عبارت دي.مثلاً
دامريکي په متحده ايالاتوکي دپنبي کرونکوته ديوي حشري (Anthonomus grandis) دحملى له املله چى دقرانطين دحشراتوله جملي څخه ده اوښتي تاوان په کال کي دري سوه ميليونه دالره ښودل شويدي.دپنبى سورچنجي چى اصلي وطن يي استرليادي ١٨٤٢م کال په هندوستان کي وليدل شو اوله دي ځايه دپنبه دانى په وسيله مصرته وليږدول شو اواوس ددغه سيمي دپنبى کرونکوته اتيا فيصده زيان رسوي.
ددي لپاره چي د باندني يا پردي آفتونو او ناروغيو بيرون وساتل شي او د يو هيواد باغونه ، ځنگلونه او بوټي د هغوي د زيان څخه وژغورل شي نو د قرنطين د قوانينو په اساس کرنيز محصولات ،خارو او نورو زراعتي وسايلو ته چي د دا ډول عاملينو لرونکي وي نوي منطقي ته ددي آفتونو او عاملينو د داخليدو يا ننوتو اجازه بايد ورنکړل شي .
نباتي قرنطين د تجربه لرونکو مفتشينو يا څارونکو په وسيله چي د يو هيواد په ټولو سرحدي نقطو کي موظف وي صورت نيسي ،د نظارت او څارني لاندي د بعضي نباتاتو لوئيدل د يو معين وخت لپاره مخکي لدي نه چي يو هيواد ته داخل شي د ضرر رسوونکو پتوجنونو او آفتونو داخليدل کموي .
کله چيري معلوم شي چي نباتات يا د نباتاتو حاصلات د ناروغي لرونکي نه اوسي نو تفتش کوونکي موظفين دا ډول موادو ته تصديق ورکوي او دا بيا ددي معني لري چي نوموړي محصولات د ناروغي او يا د کوم آفت د هگيو او پاتي شونو لرونکي ندي .نو توليدونکي هم خپل دا ډول حاصلات د ناروغي څخه پاک اعلانوي او پدي ترتيب د خرڅلاو گرم بازار حاصلوي .
دمحيطي مقاومت ډيرول يادبيولوژيکي طريقوتطبيق(Application of biological control method or augmentation of environmental resistance):
په بيولوژيکي کنترول کي دافتونودطبعي دښمنانوڅخه په ځانګړي ډول دPathogen, ParasitesاوPredatorsڅخه ګټه اخستل کيږي داعوامل چى په طبعت کي وجودلري بايد په سم ډول يي ساتنه وشي اودسمو اوپرځاي کرنيزوعملياتو له لاري بايد ددوي دله منځه وړلو مخنيوى وشي.
دافتونو داطبعي دښمنا ن کولاي شو دنړۍ ديوي برخى څخه بلي ته انتقال اوهلته تري دافتونو په مخنيوى کي ګټه واخلو.دمقاومت دزياتولومقصد دادي چى دطبعي دښمنانوعمل زيات شي اوپه مصنوعي ډول وکولاي شو په کوموځايونو کي چى شميريي کافي نه دي يونوي تعادل برقرارشي.
په دي ميتودکي کرنيزي لاري چارى هم ارزښتناکه ښودل شويدي په دي معنى چى هراقدام کوم چى دطبعي دښمنانولپاره ګټور وي لکه متبادل پناه ځاي (Refugio)يادکاملي حشري خواړه(لکه دنکټارمنبع) ډيرارزښتناک دي يا هم دنباتي پاتي شونو له منځه وړل په يوشمير منطقوکي ديوشمير افتونودژوند دوران ماتوي اوپه راتلونکي نسل کي يي شمير کميږي.
Parasites: له هغه ژونديوموجوداتوڅخه عبارت دى چى په نوروژونديوموجوداتو باندي ژوند کوي اودخپلي انرژي دتامين لپاره دهغوي څخه غذايي مواد ترلاسه کوي.
Predators:دطبعي دښمنانوهغه ګروپ دي چى افتونه ښکار کوي.
Pathogen: پتوجن هغه پرازيت دي چى دناروغۍ سبب کيږي ياپه بل عبارت دي پتوجن يو ه اجنسي ده چى ناروغي هڅوي.پتوجنونه هم دځينوافتونودمخنيوي لپاره استعماليږي اودهغوي دمخنيوي لپاره موثره طريقه ده.
سره لدي چي د ژونديو ميکروسکوپي موجوداتو استعمال د نورو پتوجنونو په مقابل کي په پراخه اندازي سره تراوسه عملي جنبه ندي غوره کړي ولي نوي څيړني او ورځ په ورځ زياتيدونکي نوي معلومات راښي چي د مخنيوي يوه گټوره او موثره لاره په راتلونکي کي همدا اوسي .
پدي مخنيوي کي د Bacteriophage( بکتريا اخته کوونکي ويروسونه ) ، دفنگسونو دپاسه پرازيت (Mycoparasites) او هغه فنگسونه چي نيمتودنه اخته کوي (Nematophagus fungi) څخه کار اخستل کيږي .
د بوغمي د ناروغي عامل ( Agrobacterium tumefacienis) ، د سولناسي د بوتوبکتريايي مړاوي کيدنه ( Pseudomonas solanacearum) ، د ناکو د فاير بلايت ناروغي ( Erwirica amylovora ) او د تمباکو Wild fire يا Pseudomonas tabaci ناروغيو عاملين هغه عاملين دي چي د بکتريا اخته کونکي وايرس يا Bacteria phage په وسيله په ټوگه کنتروليدايشي .
Pythium , Fusarium او Helmintosporium فنگسونه په خاوره يا کلچر کي د يو لړ نورو فنگسونو په وسيله د حملي لاندي نيول کيږي .
په خاوره کي د هايپو پرازيتونو استعمال د ناروغي د شدت د کميدو او د نبات اخته کوونکي فنگسونو اندازه کموي .کيدايشي يو تعداد نيمتودونه د فنجي ، پروتو زوا او نورو نيمتودونو په وسيله دحملي لاندي ونيول شي ، ممکن په برخه کي ويروسونه او بکتريا هم شاملي اوسي لاکن په دي اړوند کومي څيړني شوي دي .
دمثال له ډول دملخانوبيولوژيکي کنترول په لاندي ډول سره ترسره کيږي:
ملخانوپه بيولوژيکي مخنيوي کي دري ډوله ژوندي موجودات استعماليږي:
1. –Parasites پرازيتي موجودات:لکه څرنګه چى مخکي ذکرشول پرازيت له هغه ژوندي موجودڅخه عبارت دي چى په نوروژونديوموجوداتوژوند کوي اوله هغه څخه تغذيه کوي نودملخانولپاره هم دغه ژوندي موجودات په دي ډول دي يوتعدادمچان چي دFlesh flies,Tachinid fliesاوTangalevienedپه نومونوياديږي په ملخانوباندي دپرازيت په شکل ژوند کوي اودهغوي دلمنځه تګ سبب ګرځي چى نوموړي پرازيتونه دملخانوNymphاوAdultله منځه وړي.
2. –Predatorsښکاريان:دملخانوهغه طبعي دښمنان دي چى دملخانو دښکارسبب ګرځي اوملخان لمينځه وړي:ملخان په طبيعت کي ډيرزيات طبعي دښمنان لري لکه :Bird(مرغۍ)،Mice(موږکان)،Spider(يوقسم غڼى)،Sphecid wasp(يوقسم غومبسي)اوRobber flies(يوقسم مچان)دي داپرازيتي موجودات دملخانوکامله حشره اوNymphله منځه وړي.ځيني نورموجودات هم شته چى دملخانوهګۍ ښکار کوي چى هغوي ته (Egg predator)وايي چى عبارت دي له Blister beetle(يوه نوعه ګونګټي دي)،Ground beetle(ځمکني ګونګټي)اوScielc waspيوډول غومبسي دي.
3. –Pathogenپتوجن:ملخان هم ځيني پتوجنونه لري چى دهغي په واسطه ملخان ناروغه کيږي دملخانوپه دي پتوجنونوکي دوه فنګسونه چى د(Beauveria bassiana,Metharhizum floviridae) په نومونوياديږي شامل دي په همدي ډول يوه نوعه (Protozoa)چى د(Nosema locusta)په نوم ياديږي دملخانو په بيولوژيکي کنترول کي ورڅخه دملخانو دپتوجن په حيث کار اخستل کيږي.
له ښي خواڅخه lady beetleاوورپسي lace wingچه دسپږيوپه بيولوژيکي کنترول کي استعماليږي.
جنيتيکي کنترول(Genitic tactics ,Eugenic control or birth control):
کوم تغيرات چى دحشروپه جنيتيکي جوړښت کي دهغوي دکموالى سبب کيداي شي دمصنوعي تغيراتومختلف ډولونه پکي شامل دي ترڅودحشراتودجنيتيکي ترکيب په واسطه دهغوي نفوس کم کړي يعني ارثي خواص دحشروپه نفوس کي دخپل نسل له منځه وړلو(Self destruction)لپاره پکاروړل کيږي اوداطريقه دحشروپه اوس وخت کي د(Autocidal control)لپاره دکارپيل ګڼل کيږي اګرچى په ډيرجنيتيکي عمليوباندي تراوسه پوري کارشويدي مګرپه عملي ساحه کي تطبيق شوي نه دي .
په اصل کي په دي طريقي سره په جنيتيکي عمليوکي داسي تغيرات راځي چى حشرى دتوليدلږتوان(Less fecund)،لږقدرت(Less vigorous)اوياپه عام ډول شنډتوب چى پايله يي دشميرکموالى اوموخه يي په لويه ساحه کي ديوي نوعي کمول ياپه بشپړډول له منځه وړل به وي.
په اوس وخت کي دحشراتودطبيعي دښمنانودښه والي (Fitness)داصلاح کولولپاره ارثي تغيرات (Genitic manipulation)ترسره شويدي په دي برخه کي ډيرکوښښ په دي شوي ترڅوداسي ګټوري حشري ته انکشاف ورکړي کوم چى دافت وژونکي په وړاندي مقاوم وي.

کيمياوي کنترول اودمناسبوافت وژونکواستعمال(Chemical control and application of suitable pesticides):
دنباتي ناروغيواوافتونودمخنيوي په دي لاره کي له کيمياوي درملونوڅخه دافتونو اوناروغيو په وړاندي استفاده کيږي.دي کيمياوي موادوته افت وژونکي (Pesticides)ويل کيږي.چى دناروغيواوافتونوپه ځانګړوډلوباندي دهغوي داغيزي له مخى دفنجي وژونکو(Fungicides)،بکترياوژونکو(Bactericides)،نيماتودوژونکو(Nematicides)،هرزه ګياوژونکي(Herbicides)، حشره وژونکي(Insecticides)،کنه وژونکي (Acaricides syn Miticides)،موږک وژونکي(Rodenticides)په ګروپونوويشل شويدي.
ددي سربيره دتاثيردميکانيزم اودکيمياوي منشا له مخي په لاندي ډولونوويشل شويدي:
١-دمعدي له لاري اغيزه کوونکي(Stomach poison):دافت وژونکوداډول په هغه وخت کي په افت باندي اغيزه اچوي چى دهاضمي سيستم له لاري بدن ته ننوزي اودافت په داخلي انساجوباندي داغيزي له لاري هغه تخريب اوله منځه وړي،اوياداچى دويني جريان ته ترداخليدووروسته دافت په بدن کي ډيرشديد فزيولوجيکي اختلالات اوګډوډۍ رامنځته کوي اوافت له منځه وړي.
٢-دتماس له لاري اغيزه کوونکي(Contact poison):دافت وژونکوداډله دافت سره تر تماس وروسته افت تراغيزي لاندي راولي اوله منځه يي وړي ،داډله يادبدن په سطحه باندي اغيزه اچوي اوياهم دبدن سطحي ته جذبيږي اودبدن په حسي اوحرکتي سيستمونوکي اختلالات اوګډوډي رامنځته کوي.
٣-زهري غازونه(Fumigants):چى دزهري غازونو په شکل دتنفسي سيستم له لاري داخليږي اوافتونه له منځه وړي نوله دي امله دوي بايدداستعمال لپاره دګازيابخارپه شکل اماده شي.دامواد کيداي شي دافتونوپه تنفسي سيستم کي ګډوډي رامنځته کړي يادهغوي عصبي سيستم تراغيزي لاندي راولي اوياهم په نورولارد افتونوپه فزيولوجي کي ګډوډي رامنځته کړي.داموادهغه وخت استعماليږي اوپه زړه پوري پايلي تري په لاس راځي چى افتونه په يوه تړلي ساحه کي موجودوي اوياپه مصنوعي ډول دهغوي لپاره داسي چاپيريال رامنځته شي.مثلاًپه زيرمه ځاي(Stores)،کورونو(Houses)،اونوروکي.
ناويلي دي پاتي نه شي چى دافت وژونکولومړني ذکرشوي ګروپونه په ډيره اندازه مصرفيږي.