د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

احمدرشاد احمدزی 19.03.2011 12:56

ته په څه باندې خپه شوې زما ښکلې
چه ژړا باندې ستنه شوې نازولې
وير سلګۍ مې چی له تانه اوريدلې
په کوګل می اورلمبه شوی زماګلی
ستاله غمه په تورتم کې غورځيدلی
کاش چه ته مې توغمه شوی نه ليدلې
انګولا سره داوښکې تويدلې
وم څپو د اباسين کې ډوبيدلې
خدايه تا که دغه مينه نه وی راکړې
رشاد به کله وطن درد نه وزغملې