د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل واورې

الحاج الهام الدين قيام 08.03.2011 23:53

دالپ غرونه واورو پټ کړل،دپغمان غرونه رايادشول
جګ په سپينو واورو ښکلي،دپروان غرونه رايادشول

چه له واوروجوړشي غرونه،سالنګونه راپه يادشول
چه دمرګ ژوبلې لامل شی،برفکوچونه راپه يادشول

دکابل واورې رايادشوې،راپه يادورانې کوڅې شوې
چه نه در،نه یی کړکي وې،وران کورونه راپه يادشول

چه پرې سپينه واوره اوري،سر پناه یی په سرنه وي
داپخپل کور کې بيکوره،فاميلونه را په يادشول

نه بړستن ،نه یی شړئ وه،نه منقل نه بخارئ وه
په تن لوڅ ،په خيټه وږي،ولسونه راپه يادشول

يتيمان سترګوته راغلل،لوڅ لغړ ببرسرونه
چه لادوی یی انتظارکړي،ورک پلرونه راپه يادشول

دوطن مشران راياد شول،چه اوس هريو ميليونردئ
زړه کی کرکه راپيداشوه،مات قولونه راپه يادشول

دقيام له سترګو اوښکې،دخفګانه راجاري شوې
بهيدلې یی ګريوان ته،تيريادونه راپه يادشول