د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نجیب الله ارین 14.02.2011 19:06

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ګلان چې ورک شي بیا مانګۍ له چمن څه غواړي
روح چې لاړ شي نو شایست له بدن څــــــــه غواړي

زما دا خـــــــــــــــــــــــاوره که دې ډکه له ګورونو کړله
بیا به وګړي زما له ښـــــــــــــــــکلي وطن څه غواړي

چې نصیب مې نشي ستا شکـــــــــــــــــــــري شونډي
نو زړګی مې بیا تش له دیــدن څــــــــــــــــــــــه غواړي

که ‌ژوندون په نامردۍ وختــــــــــــــــــــــــونه تېر کړي
بې‎ ننګه مرګ به بیا له سپینـــــــــــه کفن څه غواړي

اول کافر بیا مجــــــــــــــــاهد بیا له طالب ترهـــــــګر
لا نه پوهېږې چې له تانه دښمن څـــــــــــــــــــه غواړي

بس دغه غواړي چې خطن یې له خوشیـــو ډک کړې
اې لویه ربه نور له تانه آرین څـــــــــــــــــــــــــــه غواړي

نجیب الله آرین (لندن)