د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړيواله تودوخه او د شنوخونو ګازونه

اجمل حمزه 26.01.2011 21:26

نړيواله تودوخه او يا د موسم بدلېدنه د نړۍ په اتموسفير، بحرونو او په وچو کې د تودوخې ډېرېدلو ته ويل کېږي. ساينس پوهان اوس داسې باور لري چې ځمکه د چټک ګرمېدلو په حالت کې ده او دا د هغو ګازونو له امله دی چې حرارت نه پرېږدي د ځمکې څخه فضا ته ووځي. دې ګازونو ته د شنوخونو ګازونه (greenhouse gases) ويل کېږي.

د شنوخونو ګازونه داسې خوصوصيات لري چې دلمر څخه توليد شوې تودوخه په ځمکه کې دنند ساتې او نه پرېږدي چې تودوخه بېرته فضا ته ولاړه شي. دا ګازونه د شنوخونو ګازونو په نوم ځکه يادېږي چې د شنو خونو په شان کار کوي. شنه خونه یا greenhouse د ژمي او يا هغه وخت کې استمالېږي چې هوا ډېره سړه وي او د شنې خونې په منځ کې سابه، ګلان او نور بوټي کرل کېږي. شنې خونې د شيشې څخه جوړې شوي وي او خصوصيت يې دا دی چې د لمر وړانګې پرېږدي چې پکې دننه شي او شنه خونه ګرمه کړي، خو هغه حرارت چې د شنې خونې په منځ کې وي هغه نه پرېږدي چې ورڅخه ووځي. په همدې ډول د شنو خونو ګازونه، چې په اتموسفير کې وي، پرېږدي چې د لمر وړانګې ځمکې تو ورسېږي خو هغه تودوخه چې د لمر وړانګو څخه منځ ته راغلې هغه نه پرېږدي چې بېرته فضا ته ولاړه شي.

د شنو خونو ګازونه په اتموسفير کې په طبعي توګه شته وي. دا ګازونه، کله چې په نورمال اندازه په اتموسفير کې وي، د ځمکې د بشپرې سړېدنې څخه مخنيوی کوي. خو د صنعتي انقلاب (په ۱۷۰۰ سليزې کې) څخه وروسته د انسان فاليتونو د دې ګازونو کچه په اتموسفير کې ډېره کړې ده. د مثال په ډول، د کاربن ډایکسایډ ګاز چې ډېر غښتلی شنو خونو ګازونو څخه دی، تقریبا ۳۵ فيصده د ۱۷۵۰ م کال په پرتله په اتموسفير کې ډېرشوی دی. دا له دې کبله چې د هغې وخت څخه د تېلو، سکرو او د ګازو سوځول ډېر شوي دي. کله چې په اتموسفير کې د شنوخونو ګازونه ډېر شي نو يوه طبقه منځ ته راوړي او نپرېږدي چې د ځمکې څخه تودوخه فضا ته ولاړه شي.

د شنو خونو د ګازونو ډولونه:
د شنو خونو ګازونه هم په طبعي ډول په اتموسفير کې راټولېږي او هم د انسانانو د کارونه له کبله. په اتموسفير کې تر ټولو ډېر د شنوخونو ګاز د اوبو بړاس دی. د اوبو بړاس په سېندونو، سمندرونو او جحيلونو کې د اوبو د تبخيرېدلو څخه منځ ته راځي. د اوبو بړاس د انستان د فعاليتونو څخه منځ ته نه راځي، طبعي پروسې يې منځ ته راوړي. ځني نور ګازونه، لکه، کاربون ډايوکسايډ، ميتېن، نايټرس اوکسايډ او اوزون، په طبعي توګه اتموسفير ته خوشې کېږي خو د انسان د فالیتونو په نتيجه کې د دې ګازونو کچه په اتموسفير کې په غير طبعي توګه ډېرېږي.

د شنو خونو او نړیوالې تودوخې اغيزې‎:
ساينس پوهان په دې فکر دي چې د شنوخونو ګازونو له کبله به نړۍ ډېره ګرمه شي او ځمکې په شمالي او جنوبي قطبونو کې به هغه ستر يخونه چې ډېرې اوبه پکې راټولې شوې دي اوبه شي. د دې سترو يخونو د اوبه کېدلو په نتيجه کې به د سمندرونو د اوبو کچه لوړه شي او ډېر وچې سيمې، لکه ښارونه او حتی هېوادونه به د اوبو لاندې کړي. همدارنګه په هغو غرونو کې چې واوره د ژمي له خوا ذخيره کېږي دا واوره به ډېر ژر اوبه کېږي او واوره به ډېره به دوام نه کوي او وچکالي به منځ ته راوړي. دا پېښې همدا اوس هم په نړۍ کې ليدل کېږي. د مثال په ډول د ځمکې د شمالي سمندر د تودوخې درجه د تېرو ۱۰۰ کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده. او همدا ډول په ځينو سيمو کې چې به پخوا سيندونه بهېدل اوس وچ شوي دي. دا ځکه چې د ژمي واورې په پسرلي کې بې وخته اوبه کېږي او ډېر دوام نه کوي.
ګرمه هوا به د نړۍ د سمندرونو اوبه نور هم بړاس کړي او په اتموسفير کې به د اوبو بړاس ډېر شي او د نورې تودوخې علت به وګرځي. همدا ډول به توفانونه او سيلابونه د نړيوالې تودوخې له کبله ډير شي او د تودوخې له امله به ځمکې څخه اوبه په چټکی بړاس کېږي او دا به د سبو او نور بوټي وچوي او ولږه به منځ ته راوړي.
د نړيوالې توتوخې قربانيان به ځناور او بوټي هم وي. توده هوا ځنواورو او بوټو ته دا ستونزمنه کوي چې د موسم او د فصلونو په رارسېدلو باندې وپوهېږي. د مثال په ډول، په ځنو سيمو کې داسې ليدل کېږي چې ګلان بېوخته غوړېږي او ځناور بېوخته له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته ځي.
انسانانو ته نړیواله تودوخه ډېر ځيان لري. خلک به ډېر ناروغه کېږي ځکه چې ورځې به ګرمې وي او شپې به د ورځو څخه ډېرې ګرمې وي. همدا ډول هغه ځناور چې پخوا ځانته په ګرمو سيمو کې وو، وبه کولای شي چې نورو ځيونو ته ولاړ شي چې پخوا به ساړه او اوس تاوده دي. دا به ځنې ناروغتياوې چې پخوا په تودو سيمو کې ليدل کېدل سړو سيمو ته خپاره کړي. د مثال په ډول: ملاریا او نور استوايي ناروغتياوې.

د نړيوالې تودوخې څرنګه مخنيوی کېدلای شي؟
دې لپاره چې د نړيوالې تودوخې مخنيوی وشي د نړۍ حکومتونه بايد چې په خپلو تګلارو کې بدلون راولي. دا په دې مانا چې حکومتونه بايد د ترانسپورت، د انرژي توليد (لکه برق) او په فابريکو کې د سون موادو په هکله داسې تګلارې غوره کړي چې په هغو کې د نړيوالې تودوخې په هکله پوره فکر شوی وي.
حکومتونه کولای شي چې ځايي او يا نړيوال تړونونه او قوانين منځ ته راوړي چې د شنوخونو ګازونو لږکولو لپاره وي. په نړۍ کې تر ټولو ډېر د شنوخونو ګازونه (په ۲۰۰۵م کال کې) د امريکا متحده ايالات، اروپايي اتحاديه، چين، روسيه، جاپان او هند چاپېريال ته خپروي.