د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعدلی او قضایی ارګانونو خپلواکی اودقانون پورته والی

عبدالهادی خلیل زی 30.12.2010 13:06

داسلام مقدس دین دعدل اوانصاف دین دی اودانسانانو څخه نیولی بیا تر څارویو پوری په کی دهر چااودهرڅه پوره حقوق ټاکل شوی دی او په یو په بل دتیر ی په صورت کی ورته په اسمانی او وضعی قوانینو کی مجازات ټاکل شوی دی چی دتطبق مسولین یی قضایی اوعدلی ارګانونه دی چی دحکومت دقانونی مشرله خوا دقانون داحکامو په رڼا کی ټاکل کیږی او باید دکړنو څخه یی څارنه وشی . دقواوتفکیک هم په دی اصل بنادی چی دقضایی ارګان یاقوی استقلالیت په کی تسجیل دی داچی په عمل کی هم ددی اصل رعایت کیږی که نه په دی به وروسته په همدی لیکنه کی رڼا واچوم .
زه ددی خبری دعوی نه کوم چی ګوندی زه په دی برخه کی څه خاصه علمی پوهه لرم او خود نمایی کوم ولی ددی حق لرم چی ووایم (۲۷) کاله می دخپل مسلک په رڼا کی په عدلی او قانونی ارګانونو کی دنده ترسره کړی ده اودډیرولوړوعلماوا ومشرانو دلاس لاندی می کارکړی دی نوارومرو به می یوڅه لیدلی او یادکړی وی نو په دی اساس ځان ته داحق ورکوم چی په داسی موضوعاتو باندی څیړنه وکړم او څه ورباندی ولیکم .
دافغانستان دحقوقی نظام کارکونکی اوپوهان باید په دی اعتراف وکړی چی دبابایی ملت مرحوم محمدظاهر شاه دوره له اوله په خاص ډول دقواو دتفکیک څخه وروسته چی په اساسی قانون کی تسجیل شوه دحساب وړدوره وه دعدلی اوقضایی ارګانو خپلواکی اودقانون حاکمیت اوپورته والی په کی عملا لمس کیده او بی له شکه په کی داسی خلک په عدلی او قضایی ارګانوکی په کارمصروفو چی دحقوقی ، قضایی اوعدلی لوړوزده کړو لرونکی دکافی تجربو څخه بهرمندواو په لنډوټکوکی باید ووایم چی ددی مسلک دکتورین وو زه په لنډډول دڅوتنو نومونه غواړم دمثال په ډول یی دلته ذکرکړم :-
مرحوم عبدالکریم حقانی دوخت دعدلی دوزیر معین ، مرحوم عبدالحکیم طبیبی دوخت دعدلی وزیر ، مرحوم ولید حقوقی یو وخت دعدلی دوزارت معین اووروسته بیا دستری محکمی عمومی اداری آمر ، مرحوم عبدالحکیم ضیایی دافغانستان اولنی قاضی القضات ، مرحوم شهید محمد موسی شفیق د عدلی دوزارت دتقنین مدیر ، ریس ، معین اووروسته په مصر کی سفیر، خارجه وزیر او صدراعظم ، مرحوم شهید وفی الله سمیعی دپوهنی دوزارت معین بیا وروسته دافغانستان قاضی القضات ، عدلی وزیر اودافغانستان لوی څارنوال ، شهید مرحوم عبدالهادی هدایت قاضی اوبیا دلوی څارنوالی نایب اومرستیال ، محترم محمد شعیب دلوی څارنوالی دتحقیق په برخه کی نایب ، مرحوم شهید دلیلی دلوی څارنوالی دتعقیب په برخه کی نایب ، سمیع الدین ژوند دلوی څارنوالی مرستیال او سرپرست ، مرحوم محمد یعقوب (کمک) دلوی څارنوالی مرستیال ، محترم عبدالوهاب ساپی عدلیه وزیر لوی څارنول او داساسی قانون دشورای ریس ، محترم عنایت الله ابلاغ دستری محکمی غړی ، جناب غالب دلوی څارنوالی دعرایضو په برخه کی نایب او موجوده عدلیه وزیر ، مرحوم محمد اکرم عبقری دلوی څارنوالۍ مرستیال دعدلی دوزارت دتقنین ریس او داساسی قانون شورا غړی او که ووایم (ام القوانین ) مبالغه به می نه وی کړی الله دی وبښی او درحمت په غیږ کی دی ځای ورکړی (آمین) ، محترم واحدی وردګ داستیناف دعالی محکمی ریس دستری محکمی عمومی اداری آمر اوداساسی قانون دشورای غړی ، محترم استاد پوهاند مصؤن صاحب دحقوقو دپوهنځی ډیر پخوانی استاد اوریس و محترم استاد سیرت عدلیه وزیر ،لوی څارنوال په خاص ډول دقضایی نظام جوړونکی مولنا مرحوم عبدالبصیر دتمیز دعالی دیوان ریس ، مولنا شهاب دستری محکمی قاضی ، مولنا بلخی دمرافعی ریس ، مولوی عبدالغفور دمحکمی ریس ، مولوی مهتاب ګل ساپی او داسی نور ډیر چی که زه ددی ټولو نومونه ولیکم خپله یو کتاب ورڅخه جوړیږی داټول هغه واجب الاحترام شخصیتونه دی چی په افغانستان کی دعدلی او قضایی سیستم ستنی ټینګی کړی دی اود قانون دحاکمیت لپاره یی نهایت قربانۍ ورکړی دی او تاسی خپله ددی خبری قضاوت کولی شی چی دکال ۱۳۵۲ ّهـ ش پوری په ټول افغانستان کی د۳۰ پوری د اختلاس دوسی محاسبه کیدلی او رشوت دری ، څلور دقصاص او اعدام ټولی دوسی دبابایی ملت باندی دمرحوم شهیدداود خان دکودتا څخه چی په دارالتحریر شاهی کی وی او دشاه دلاسلیک یاتوشیح لپاره لیږل شوی وی ۳۶ جلده دوسی وی البته داسی نوری وړی وړی پیښی به هم وی چی دمحاسبی وړنه دی ددی علت دادی چی دعدلی او قضایی ارګانونو خپلواکۍ ته احترام اودرناوی موجود واودقانون حاکمیت منل شوی واوخلکو مانه داخو ځکه چی ددغه وخت قوانین دخلکو دارادو ممثل و نه په امریکاکی جوړیدل نه په لندن او فرانسه کی . افغانانو جوړول چی اکثریت قوانینو کی به مرحوم عبقری موجود وسمیع الدین ژوند ، عبدالحکیم طبیبی ، ولید حقوقی ، محمد موسی شفیق اوداسی نور .
راځی چی اوس قضاوت وکړو چی دجرایمو ګراف کوم ځای ته رسیدلی دی اختلاس ، رشوت ، قتل ، اخلاقی جرایم ، رشوت او په نهایت کی اداری فساد سرسام آوردی . علت ښکاره دی عدلی او قضایی ارګانونه په نوم خپلواک په اساسی قانون کی خپلواک ولی په عمل کی زورمندانو اووسله والو ځواکونو دلاسه درپه درخاوری په سر دی هغه متل دی وایی :
(څه خوادی ورسته وه او څه توره تیره وه غوڅه ی کړه ) څه خو دعدلی اوقضایی ارګانونو دکارکونکو ملاوی ماتی دی خوندی نشته اودبلی خوا زورمندان اوپه سر کی یی حکومتی چارواکی دقانون حاکمیت نه منی چی دابدبختۍ روانی دی سوله اوامن دیوی ورځی څخه بلی ته خرابیږی.
موږ خو ځانونه مسلمانان بولو په اساسی قانون کی موهم داخبره تسجیل ده چی داسلام عالی اساساتو خلاف به هیڅ قانون نه منل کیږی ولی په عمل کی هغه څه روان دی چی بشریت ورباندی شرمیږی راځی چی موږ داسلام دمقدس دین دبانیانو او پیروانو په اعمالو ، کړنو او حکومتی چال چلند باندی یو زغلند نظر واچوو چی هغوی څه کول او ګټی څه وی :



دقضا نظام

داسلامی ریاست شپږم اصل قضا باالعدل او القیام باالقسط . یعنی عدل ، انصاف او قانون برابر والی دی ، په قرانکریم کی ددی اصل یادوونه دعدل دکلیمی سره په ۱۷ ځایونو کی راغلی ، درسول الله (ص) په حدیثونو ، دصحابه (رض) او تابعینو (رح) په ویناوو کی دعدل او عادل صفت او دظلم او ظالم بدی په سلګونوواری یاده شوی ده .
ددی نه پرته دظلم بدی په قران کریم کی په ۲۸۷ ځایونوکی بیان شوی ده ، څو آیتونه دنمونی په توګه وړاندی کو . وامرت لاعدل بینکم (الشوری ۱۰ ) او ماته حکم شوی دی چه ستاسی ترمنځ انصاف وکړم (واذاحکمتم بین الناس ان تحکمو بالعدل ) (النسا‌ء‌ ۵۲) او کله چه دخلکو ترمنځ پریکړه کوی نو په عدل سره ئی وکړه .
ولا یجره منکم شنان قوم علی ان لاتعدلوا اعدلوا هواقرب للتقوی) (المائده ۸)
او دکوم قوم سره ددښمنی په اساس ، هیڅکله دعدل څخه لاس وانخلی عدل وکړی ځکه همدا عدل تقوی ته ډیر نژدی دی . (وان حکمت فاحکم بینهم بالقسط) (الاعراف ۲۶) او که چیری ته پریکړه وکړی نو پریکړه وکړه ددوی ترمنځ په انصاف سره .
قل امرربی بالقسط (لاعراف ۲۹) اوووایه چه زما الله ماته دانصاف کولو حکم راکړی دی .
یاایهاالذین امنواکونواقوامین بالقسط (النساء ۱۳۵) ، ای دایمان خاوندانو دتل له پاره په عدل اوانصاف ولاړ اوسی . شیخ الاسلام ابن یتمیه (رح) فرمایلی دی چی ( دسیاسی شرعیت ماڼی په دوه ستنو ولاړه ده اول داچه منصبونه او مسؤلیتونه دهغه اهل خلکو ته سپارل او دویم دعدل او انصاف په اساس دخلکو ترمنځ پریکړی کول .

حافظ ابن قیم (رح) فرمائی چه : ان مقصود اقامة العدل بین عباده وقیام الناس باالقسط . دالله (ج) ددین مقصد دادی چی دهغه دبندګانو تر منځ انصاف قایم کړل شی او خلک دانصاف په کولوکی کلک وی . دعدل او قسط مانا : لغت پوهانو دعدل مانا (قضاباالحق) کړی ده ، یعنی دحق په اساس پریکړی کول ، او قسط ﺉی په (النصیب ) . یعنی برخه او حق مانا کړی دی ، نو ددواړو مقصد دادی چه : حق لرونکی ته دهغه حق اخستل او ورکول دعدل غوښتنه ، برابروالی او مساوات دی . بلکه دهغه غوښتنه همدا داده چی دیوه شخص سره دلږوالی او کموالی پرته داسی کړنه چه هغه ﺉی مستحق وی ، دعدل اوانصاف تله داسی برابرول پکار دی چی دډیرنه ډیر محبت او سختی نه سخته دښمنی دهغه دتلی پله بل لورته درنه کړی او دظلم مانا ده ( وضع شئ فی غیر محله ) یوه شی دخپل اصل ځایه څخه پرته په بل ځای کی ایښوول . یعنی دحق لرنکی حق خوړل ، دیو چا حق ځنډول ، اوبیاپه چازور او فشار اچول ، داټول دظلم شاخونه دی . اودیوه حق بل ته ورکول داهم ظلم دی . اودحق په ورکړی کی ځنډ کول داهم ظلم دی .

دقضا مفهوم او مانا ئی
دقضا کلیمه ، دقضی یقضی څخه دمصدر صیغه ده ، داکلیمه په اصل کی قضای وه ، دعربی ژبی دیوی قاعدی په اساس (یا) ئی په همزه بدل کړه . دلغت په کتابونو کی ددی کلیمی ډیری معنی ګانی ذکر شوی ، خوددوه ډلو ترمنځ دکومی شخړی هوارول ددی عمومی مفهوم دی ، (قضی بین الخصمین وعلیهما ای حکم بینهما وعلیها) هغه ددوه ډلو ترمنځ پریکړه وکړه او په هغوی ئی خپله پریکړه عملی کړه ، دهمدی اساسی مفهوم په بنسټ فقها‌‎‌‌ؤ دقضاء قانونی او اصطلا حی تعریف په ډیرو ډولو کړی دی خو دټولو مفهوم یو دی . القضاء هو الحکم بین الناس بالحق والحکم بما انزالله عزوجل . دقضامانا دخلکو ترمنځ دحق په اساس پریکړه کول او دهغی قانون په اساس پریکړه کول چه الله رالیږلی دی .

(فصل الخصومات وقطع المنازعات) په نښتو او شخړوکی پریکړه کول (الاخبار عن حکم شرعی علی سبیل الایام ) دشرعی پریکړی اورول په دی توګه چه دهغه نافذول لازم شی . دقضااو فتوی ترمنځ یو توپیر دادی ، چه دقاضی سره دخپلی پریکړی دنافذولو واک اوقوت موجودوی، خو مفتی یواځی دشرعی حکم بیانوونکی دی ، دهغه سره دنافذولو قوت نه شته .
دوهم توپیر ئی دادی چی دقاضی پریکړی دهمغه دائرکړل شوی معاملی په هکله وی ، دهرچا دپاره نه وی ، قاضی دبحث لاندی قضیی نوع او قسم مالوموی ، ددواړو ډلو خبری او دګواهانو ګواهی اوری اودهغه وروسته دشرعی حکم په مطابق پریکړه کوی ، هغه یواځی مسئله نه ښئي ، نو په دی خاطر دهغه ددی پریکړی انفاذ په نورو قضیو نه کیږی خو دمفتی فتوی عامه وی ، یواځی دمستفتی پوری نه وی تړلی .
دقاضیانو ټاکل فرض دی

الله تعالی (ج)رسول الله (ص) ته حکم کړی دی چی د خلکو ترمنځ دالله دنازل کړی قانون په مطابق پریکړه وکړه (المائده ۴۸) .
داود (ع) ته ئی حکم ورکړی وو . چه دخکلو ترمنځ دحق په مطابق پریکړه وکړه (ص ۲۶) .
اسلامی ټولنی ته ی حکم ورکړی دی چه انصاف قائم کړی او په هغه کلک اوسی (النسا ۱۳۵) .
داآیتونه اودعدل اوقسط پوری تړلی مخکی یادشوی (۴۰) آیتونه ددی خبری دلیل دی چه دعدل منځ ته راوړل فرض دی ، څرګنده ده چه دعدل اوقیام او حکم بالحق فرض دقاضیانو دټاکلو پرته ممکنه نه وه ، نو په دی خا‎طر ددی فرض دپوره کولو له پاره نظام القضاء یعنی دعدلی منځ ته راوړل اودقاضیانو ټاکل هم فرض دی .
علامه کاشانی حنفی (رح) متوفی (۵۸۷ هـ) دپورتنی آیتونو په اساس استدلال کوی او فرمائی چه : (فنصب القاضی فرض لانه ینصب لا قامة امر مفروض وهو القضاءولان نصب لامام الاعظم فرض لاخلاف بین اهل الحق. ومعلوم انه لا یمکنه القیام بما نصب له بنفسه فیحتاج الی نائب یقوم مقامه فی ذالک وهوالقاضی ولهذا کان رسول الله (ص) یبعث الی الافاق قضاة . . . . . وقدسماه محمد (رح) فریضة محکمة .
دقاضی ټاکل فرض دی . ددی امله چی دهغه ټاکل دبل فرض دادأکولو له پاره کیږی او هغه داچه (پریکړه کول) . دحق دخاوندانو په منځ کی ددی په فرضیت کی څه اختلاف ، نه شته ښکاره ده چه خلیفه خپل ورسپارل شوی فرائض په ځانګړی توګه سرته نه شی رسولائی او نائب ته ضرورت لری چه ددی فرض په ادأکولو کی دهغه قائم مقام دی ، اودانائب قاضی دی همداعلت دی چه رسول الله (ص) به مختلفو ځایونو ته قاضیان لیږل ، امام محمد (رح) قضاته دیوی کلکی او ټینګی فریضی نوم ورکړی دی .
ابن الهمام حنفی (متوفی ۶۸۱ هــ) کی لیکلی چه .
واما وصف القضاء ففرض کفایة . . . . . وعلیه اجماع المسمین .
قضا یو کفائی فرض دی ، چه په دی باندی دمسمانانو اجماع ده .
امام بابرتی حنفی (متوفی ۷۸۶ هـ) فرماﺉی چه :
لاشک ان القضأ ء بالحق من اقوی الفرائض واشرف العبادات بعد الایمان . په دی کی هیڅ شک نه شته چه دحق په مطابق پریکړه کول دایمان څخه وروسته ډیر قوی فرض او ډیر پاک عبادت دی .

ابن قدامه حنبلی (رح) (متوفی ۳۴۴ هـ) کی لیکی چه :

والقضاء من فروض الکفایه لان امرالناس لایستقیم بدونه فکان واجبا علیهم کالجهاد والامامه .
قضا کفائی فرض دی . داپه دی خاطر چه ددی پرته دخلکو حالت نه ښه کیږی نودادجهاد اوا مامت په څیر واجب دی .

دعادل قاضی غوره والی او دظالم بدوالی

په ځینو احادیثو کی دقاضی فضلیت بیان شوی او په ځینی نورو کی دهغه مذمت راغلی په همدی توګه داسلافو (رح) ځخه هم دواړه ډوله وینا وی او تګ لاری رانقل شوی دی ، چا دقاضی کیدو څخه انکار کړی دی ، او ځینو دامنصب قبول کړی دی .
رسول الله (ص) دحدیثونو اواسلافو (رح) دااختلاف د(قضاداختلاف) نه دی بلکه د (تنوع اختلاف) دی ، یعنی قاضیان په دوه برخو ویشل شوی دی ، اول هغه قاضی دی چی داهلیت خاوند وی په خپله ئی ددی منصب غوښتنه او هیله نه وی کړی . خوکله چه دا مسئولیت هغه ته وروسپارل شی نو بیا هغه دعدل او انصاف او پوره تحقیق په اساس پریکړی کوی . داډول قاضی یورنګ عبادت کوی ، او ښکاره ده چه کفائی فرض دعبادت یوشکل دی په خپله رسول الله (ص) به پریکړی کولی او صحابه کرام (رض) ئی هم په دی منصب ټاکلی دی . په همدی ډول راشدینو خلفا‌ؤ هم دخلکو ترمنځ پریکړی کړی دی او نور صحابه کرام (رض) ئی هم په نورو ښارونو او ځایونوکی دقاضیانو په نوم لیږلی دی .
دوهم هغه قاضی دی چه داهلیت دنه لرلو سره سره ئی دا منصب منلی دی ، یا هغه سره داویره وی ، چه حکمران او دهغی نور حاکمان هم ازاد قضاوت او انصاف کولو ته نه پریږدی . او دقضا په کارونو کی به مداخلت کوی . او یا دا قاضی ښکاره په ظلم لاس پوری کوی نو بیا ددی ډول قاضی بدی ویله شوی ده . دنیکی اوستایل شوی قضا او دبدی او مذمومی قضا دا ویش په خپله درسول الله (ص) څخه هم رانقل شوی لکه چه فرمائی :
قاضیان په دری ډوله دی ، چه یوئی جنت ته درومی او دوه نورئی دوزخ ته ، جنت ته به هغه قاضی ځی ، چه حق پیژنی او دهغه په خلاف پریکړه کوی ، مګر هغه قاضی چه حق پیژنی او دهغه په اساس پریکړه نه کوی هغه به جهنم ته ځی ، او بل هغه چه دناپوهی په څنګ کی ئی داوظیفه په غاړه اخستی وی اودخلکو ترمنځ پریکړه کوی هغه به دوزخ ته ځی . داسلام فقهاؤ دهمدی حدیث په رڼا کی دقضاد مذمت او د هغه دفضلیت په هکله همدا ډول تطبیق کړی دی .
ملک العلماء فرمائی چه : دقضادمذمت حدیث دهغه قاضی په هکله کی دی چی جاهل وی یا فاسق عالم وی یا د هغه قاضی په هکله ئی دی چه ددی منصب غوښتوونکی وی . خو په ځان ئی دا باورنه وی چه زه به درشوت اخستلو څخه په څنګ شم . او داویره ورسره وی هغه به درشوت اخستو ته تیار شی ، ددلائلو ترمنځ دغه تطبیق دی .
ددی څخه وروسته فرمائی چه : که چیری په کوم ځائی کی دیوه شخص پرته بل څوک اهل موجود نه وی نوپه دی وخت کی په دی شخص دقضادمنصب قبولول فرض عین ګرځی ، شیخ الأسلام میر رغنیانی (رح) چه د هدابه خاوند هم دی او په (۵۹۳ هـ) کی وفات شوی لیکی چه : په قضاکی کومه بدی نه شته، خو دچاله پاره چه په خپل ځان داباور ولری چه زه دامسئولیت تر سره کولای شم . خو هغه چاته قضاورکول مکروه (تحریمی) دی چه دهغه څخه داویره وی چه زه دامسئولیت نه شم ترسره کولای او نه ورسره دظلم څخه دځان په څنګ کولوکومه ډاډ ګیرنه وی .
په عالمګیری فتاوی کی راغلی دی : قضا یوه کلکه فریضه او داتباع وړسنت دی ....................خو هغه چا ته د قضاوت دمسئولیت قبولول حرام دی ، چه هغه ته دخپل نفس داکمزوری معلومه وی . چه زه دانصاف راوړلو څخه عاجزه یم ، او دنفس دپیروی اوغوښتنی څخه نه په څنګ کیږم .

علامه علاؤالدین طرابلسی (رح) فرمائی :

هغه احادیث چه په کی قاضی ته دعذاب وعده ورکړل شوی هغه ټول دظالمانو قاضیانو په هکله دی . یا د هغه ناپوهانو په هکله دی . چه دعلم او قابلیت پرته ئی دامسئولیت په غاړه اخستی وی . ددغه دوه ډوله قاضیانو په هکله وعید راغلی دی .
هدایی خاوند ویلی دی چه :
کله چه فرمان ورکونکی دحق او انصاف په اساس د پریکړی دکولو آزادی نه ورکوی نو په دی حالت کی دقضا دمنصب قبلول روانه دی . اوس نو دترغیب اوترهیب په هکله څو احادیث رانقلوو ترڅو دموضوع په دواړو اړخونو ښه وپوهیږو .

ترغیب حدیثونه :

عن ابن مسعود (رض) قال قال رسول الله (ص) لاحسد الا فی اثنین رجل اتاه الله مالا فسلطه علی هلکته فی الحق و رجل اتاه الله الحکمة فهو یقضی بها ویعلمها .
رسوالله (ص) فرمایلی دی چه دهیچا سره کینه کول مناسب نه دی مګر ددوه کسانو سره رشک جائز دی . یو هغه چی دالله (ج)هغه ته مال ورکړی وی او دهغه په څنګ کی ئیی په نیکو لارو کی ددی مال دخرڅ کولو توفیق هم ورکړی وی . او دوهم هغه چه هغه ته الله دشریعت علم ورکړی وی . او هغه په اساس ددی دخلکو دشخړو پریکړی کوی او دهغه ښوونه خلکو ته کوی په دی حدیث کی ئی قضاباالحق درشک وړښوولی دی اودا دقضا دفضلیت له پاره ‎څرګند ثبوت دی .
عن عمروبن عاص (رض) وأبی هریره(رض) قال رسول الله (ص)اذاحکم الحاکم فاجتهد فاصاب فله اجران واذاحکم فاخطا‌ء فله اجر .
کله چه کوم قاضی دپریکړی په وخت کی اجتهاد کوی ، که چیری هغه حق مالوم کړنو هغه ته به دوه برابره اجر ورکړل شی ، او که چیری غلطی تر وشوه او حق یی مالوم نه شو کړای نو هغه ته به یواجر ورکول شی .
امام خطابی (رح) فرمائی چه :

اجتهاد کول عبادت دی نوله دی امله هغه ته دحق دمالومولو پرته ، دتحقیق او کو ښښ اجر ورکول کیږی . خودا حکم دهغه چاله پاره دی چه داجتهاد اهلیت ولری او که نه دقابلیت او صلاحیت پرته اجتهاد کونکی ته دهغی دغلطی په اساس دعذاب ورکولو ویره هم شته ، لکه څنګه چی القضا‌ء ثلاثه په حدیث کی راغلی دی .
دخلافت په بحث کی دبخاری او مسلم شریف هغه حدیث هم زمونږ تر مخه دی چه په هغی کی راغلی وه ، چه عادل او انصاف کونکی قاضی او حاکم به دقیامت په ورځ درڼا په ممبرونو کښینول شی .

تر هیب حدیثونه :

عن ابی هریره (رض) قال رسول الله (ص) من جعل قاضیآ بین الناس فقد ذبح بغیر سیکین .
هغه څوک چه دخلکو قاضی وګرځیده نوګویا هغه دچاړه پرته حلال کړل شوی دی . امام خطابی (رح) او ابن الاثیر (رح) لیکلی دی چه (دچاړه پرته حلالول) څخه دوه ډوله مقصد اخستل کیږی .
« او داچه دچړی په واسطه جسم حلالیږی ، خو دلته تر جسمانی حلاله مقصد نه دی بلکه روحانی او اخلاقی حلاله تری مقصد دی ، اودوهم داچه دچاړی پرته دبلی کومی پڅی الی په واسطه حلالول ډیر تکلیف ورکونکی مذمت کړل شوی دی . کوم چه ددی منصب حریص او غوښتوونکی وی . محدیثنو (رح) ددی همدا مفهوم بیان کړی دی . چه دادمذمت او ترهیب حدیث دی .
دمعین الحکام خاونداو ځینی نورو فقهاوو ددی حدیث مقصد په دی توګه بیان کړی دی . چه دقضا مسئولیت په غاړه اخستل ډیرلوی او دروندباردی چه نفس سره دمجاهدی او ریاضت پرته ئی څوک نه شی پورته کولا ئی ،هغه څوک چه دابارپورته کوی نو هغه دچړی پرته حلال شوی دی یعنی هغه ته بایدذبیح الله وویل شی ، ځکه چه داد الله د رضا له پاره خپل نفس دقربانی له پاره وړاندی کوی . خو قاضی شوګانی (رح) فرمایلی دی چه صحیح مفهوم هغه دی چه محدیثونو تر ی اخستی دی .
څرنګه چه دقضادترغیب اوفضیلت په هکله نور هم ډیر احادیث موجوددی نو بیا په راښکلو او تکلف په واسطه ودی حدیث ته ترغیبی شکل ورکول څه ضرورت دی .
عن عبدالله بن ابی وفی (رض) قال رسول الله (ص) انا الله مع القاضی مالم یجر فاذا جار تخلی عنه ولزمه الشیطان وفی روایه تبر أ الله منه .
الله دقاضی ملګری وی تر هغه پوری چه هغه ظلم ونه کړی ، کله چی هغه ظلم وکړی نوبیا دالله کومک دهغه څخه واخستل شی او شیطان ئی په پنجه کی ونیسی . په دی احادیثو کی چه کومه (تنوع) ده نو همدا تنوع د قاضیانو په حالت کی همه شته د ترغیب حدیثونه دعادل قاضی په هکله راغلی دی . اودترهیب احادیث دظالم او ناهل قاضی په هکله راغلی دی .

دقاضی داهلیت شرطونه

دعدل دراوستولو په خاطر دقاضی اهلیت لازمی شرط دی ، ځکه چه دناهله قاضی ځخه دانصاف امید لرل ډیره بی عقلی ده اسلام دکتاب او سنتو په رڼا کی چه دقاضی د اهلیت له پاره کوم شرائط وړاندی کړی . دهغه لنډیز په دی ډول دی .
۱. مسلمان وی : دمسلمانانو دمعاملاتو دپریکړی له پاره غیر مسلمان قاضی ټاکل په اجتماع سره باطل دی ، ځکه د هغه پریکړه کوم شرعی حیثیت نه لری و لیکن داحنافو په فکر دغیر مسلمانانو له پاره دغیر مسلمان قاضی ټاکل روادی .
۴-۳-۲ بالغ وی ، عاقل ، ازادوی ، داشروطونه دنورو مسئولیتونو دورسپارلوله پاره هم شرعآضروری دی .
۵. نارینه وی : دامام شافعی (رح) امام مالک (رح) امام احمد (رح) اونورو ، جمهورو، فقهاؤ همدا لارو ه ، چه په فوجداری او دیوانی دعووکی ښځه قاضیه نه شی جوړیدای خو دابن جریر طبری له خواداوینا راغلی چه په هرډول مقدماتو کی ښځه قاضیه جوړیدای شی .
په دی لړکی دجمهورو علماؤ رای صحیح مالومیږی الله (ج) فرمایلی دی چه نارینه په ښځه حاکم دی ، او رسول الله ؛(ص) فرمایلی دی هغه قوم به هیڅکله کامیابی ته ونه رسی چه هغوی خپل چاری ښځو ته وسپارلی وی .
(لاتکون المراة حکما تقضی بین العمامة) ،ښځه دخلکو ترمنځ دشخړو له هوارولو له پاره نه شی حاکمه کیدای ، په عمومی صورت په آیتونو او حدیثونو کی دقضامنصب شامل دی ، ابن قدامه (رح)په دی هکله ډیر قوی دلیل راوړی چه .
رسول الله (ص) خلفای راشیدین (رض) او دنورو امر اؤ څخه هیڅ یوه ښځه قاضیه نه ده ټاکلی او نه ئی کوم ځای ته د حاکمی په صفت لیږلی ده که چیری دا رواوائی نودا ټول دور به ددی معاملی څخه خالی نه وه پاته شوی .
۶. عادل او صالح وی : امام شافعی (رح) ، امام مالک (رح) ، اما م احمد (رح) دحنیفه و څخه امام طحاوی (رح) او دنورو اسلامی فقهاؤ په نظر دفاسق قاضی کول روانه دی ، او نه دهغه پریکړه جاری کیدای شی . خو دحنفیه و عام مسلک دادی چه فاسق دقاضی په حیث ټاکل ګناه ده لیکن دهغه پریکړه جاری کیږی په دی شرط چه دهغه پریکړه دقران ، سنتو او اجماع په خلاف نه وی دلته دفاسق څخه مقصد هغه شخص دی ، چه دکبیره ګناهونو او فواحشو څخه ځان نه ژغوری او نه دفرائضو او واجباتو پابندی کوی .
۷. عالم او فقیهه وی : امام شافعی (رح) امام مالک (رح) امام احمد (رح) او دځینو حنفیه ؤ مسلک دادی چه قاضی باید فقیهه او مجتهد وی ، خود عامو حنفیه ورای او نظر دادی چه که څه هم دغیر مجتهد شخص قاضی ټاکل مکروه دی خو پریکړه ئی نافذکیدای شی .
ابن الهمام حنفی (رح) فرمائی : که چیری په رعیت کی عادل اوعالم موجودوی نو دغیر عادل اوغیر عالم قاضی ټاکل حلال نه دی ،خوکه چیری وټاکل شونوبیا ئی پریکړه نافذیږی .
دهدایی اودفقهی په نورو کتابونو کی چه داویل شوی دی چی (تقلید الجاهل صحیح عندنا) ددی څخه یواځی جاهل مقصدنه دی ، بلکه هغه شخص تر هدف دی چه په مستقیمه توګه اجتهادونه شی کولائی خود مجتهدینو دویناؤ دپوهی او درک صلاحیت ولری . هغه ته دارواده چه دمجتهدینو دویناوله مخی پریکړه وکړی .
دانګریزی قانون پوه ته مجتهدنه ویل کیږی او نه هغه ته ویل کیږی چه په کوم ځائئ دقران یا حدیثو اوفقهی دکتابونو انګریزی یااردوترجمه لوستی وی . بلکه یو مجتهد ته په لاندی علاموپوهیدل ضروری دی . دقران پوهه ، دحدیثو علم ، په شرعی مسائلو کی د سلفو (رح) اقوال ، دعربی ژبی پوهه ، صرف او نحوی دقواعدو سره داجتهاد او شرعی قیاس دقواعدو پوهه .
۸ . سلیم الا عضاوی ښکاره چه ګونګ او کوڼ ددی منصب غوښتنی نه شی تر سره کولای .
داهغه بنسټیز صفتونه د ی چه ذکرئی ددلائلو سره دفقهی په ټولو کتابونوکی شوی دی څوک چه په دی صفاتو لږترلږه هم متصف نه وی او هغه قاضی وټاکل شی نو دا به ډیر لوی خیانت وی ، دداسی قاضی په واسطه نه شرعی قانون نافذیدلای شی ، او نه تری دانصاف غوښتنه کیدای شی .

دپریکړی کولو شرعی طریقه

دشرعی قضالار داده چه دټولو ترمخه په قرآن کریم کی حکم معلوم کړی او بیا دهغه وروسته درسول الله (ص) دحدیثو په مطابق پریکړه وکړی . دهغه وروسته دامت اجماع اود صحابه (رض) سنت ترمخه کیږدی ، که چیری په دری واړو ماخذونو کی کوم ښکاره حکم موجود نه وی نوبیا به قاضی اجتهاداودهغی په رڼا کی به پریکړه کوی .
درسول الله (ص) دحضرت معاذ بن جبل (رض) څخه یمن ته دلیږلو په وخت کی ، پوښتنه وکړه چه ته به په څه ډول پریکړی کوی ، معاذ(رض) ځواب کی ورکړ چه دقرآن کریم په مطابق به پریکړه کوم ، که چیر په هغه کی کوم حکم په لاس رانه غی نوبیا به درسول الله ص دسنتوپه مطابق پریکړه کو . خو که چیری په دی دواړو کی کوم صریح حکم په لاس رانه غی نو بیا به اجتهاد کوم . دده په خبرو رسول الله ص الله شکر ادا کړ . چه هغه حضرت معاذ رض ته دصحیحی لاری د ښوولو توفیق ورکړی دی .
حضرت عمر فاروق رض چی دقاضی شریح رح په نوم چه کوم مشهور خط لیږلی و نو په هغه کی ﺉی هم همدا لار ورښوول شوی وه . کله چه تا ته دالله په کتاب کی کوم حکم پیداشی نو دهغی په اساس پریکړه وکړه اوبل لورته هیڅ توجه ونه کړی ، خوکه چیری دالله په کتاب کی کوم حکم درمعلوم نه شو نوبیا دالله ج درسول ص په سنتو پریکړه وکړه که چیری دقرآن او سنتو دواړو څخه حکم په لاس درنغی نو بیا هغه پریکړه وکړه چه دصالحینو (رح) اجماع پری شوی وی ،خو که چیری تاتر مخ داسی یو معامله راشی چه دهغه حکم نه په قرآن کی وی اونه په سنتوکی او نه دهغه په هکله د صالحینو داجماع کومه پریکړه موجوده وی نو په دی حالت کی که چیری ته دخپل نظر په مطابق اجتهاد وکړی نو وئی کړه او معاملی په هکله پریکړه اعلان کړه خو که چیری معاملی ځنډول غوښتل نووئی ځنډوه . زما په نظر ځنډول به ئی وخت په لاس درشی .

په اجتهادی اموروکی دقاضی پریکړه نافذیدای شی

که چیری قاضی دقرآن اوسنتو یا دامت داجماع په خلاف څه پریکړه وکړه نوهغه پریکړه ئی دمنځه ځی خو که چیری داپریکړه اجتهاد اوا ختلافی وی نوبیا دقاضی پریکړه نافذیږی ، بل کوم قاضی ئی دخپل شخصی نظر په اساس له منځه نه شی وړای او نه ددواړو خواو څخه کوم یو په دی پریکړه اعتراض کولائی شی . چه داپریکړه زما دفقهی مسلک په خلاف ده نوددی امله زه دی ته غاړه نه ږدم البته په نورو معاملاتو کی بل قاضی ددی قاضی په خلاف پریکړه کولائی شی دهدائی خاوند شیخ الاسلام مرغنیائی( رح ) لیکی چه : کله چه دیو ه قاضی په منځ کی دبل قاضی پریکړه دعملی کولو له پاره کښیښوول شی نو هغه به ئی عملی کوی پرته له هغه وخته چه داپریکړه دقرآن ، سنتو اواجماع په خلاف وی ............ په جامع صغیر کی چه د(امام محمد( رح) کتاب دی ) راغلی چه په هغه مسأله کی چه دفقهاؤ اختلاف وی ، او قاضی دکوم یو دنظر په مطابق پریکړه واوروله ، نو بل قاضی به(که څه هم درای مخالفت ورسره ولری ) هغه عملی کوی قاعده همداده . چه داجتهادی اواختلافی مسائلو په هکله کله چه دقاضی پریکړه اعلان شی نو هغه عملی کیږی بل قاضی ئی منسوخ کولی نه شی . ددی علت دادی چه بل هم اجتهاد کوی او لمړی قاضی هم اجتهاد کړی وه . چه دهغه سره قضاهم تړل شوی وه . نو له دی امله هغه ته ترجیح ورکول کیږی .

شمس الائمه سرخسی( رح) فرمایلی دی چه :
اناالاجتهاد لاینقص باجتهاد مثله . یو اجتهاددبل اجتهاد په واسطه له منځه نه شی تلائی .


قضاد قاضی په علم

ثقه اوعادلو ګواهانو په هکله قاضی دخپل شخصی نظر په اساس بالاجماع پریکړه کولای شی ، خو که چیری ګواهی د محکمی ترمخ شوی وی نو په دی صورت کی په دی اتفاق شوی دی چه قاضی دخپل ذاتی معلوماتو په اساس دګواهی په خلاف پریکړه نه شی کولائی ، داختلاف په صورت کی چه دمدعی په حق کی هم ګواه موجود نه وی ، او مدعی علیه هم اقرار نه وی کړی ، خو قاضی ته په شخصی ډول معلوم وی چه د مدعی یعنی دعوه کونکی دعوه په ریښتیا ده نو ایا په دی صورت کی قاضی دخپلی شخصی پوهی په اساس پریکړه کولائی شی ؟

۱. امام شافعی ( رح )په دی هکله وائی چه دقضا دقاضی په علم رواده ځکه چی دګواهی څخه مقصد همدا دی چه قاضی ته ددعوی دریښتیاوالی پوهه په لاس ورشی ، نوکه چیری هغه ته دخپلی شخصی پوهی په اساس دامعلومه شی نو بیا هیڅ دلیل نه شته چه دهغه دخپلی ذاتی پوهی په اساس دی پریکړه کول روانه وی ، شریعت هر مدعی باندی د (بینی)اوړاندی کول لازم ګرځولی دی ، خو بینه یو اځی دګواهی نوم نه دی . بلکه دهغه څخه مقصد دلیل او ثبوت دی که څه هم دادلیل ګواهی و ی یاد مدعی علیه اقراروی یا دقاضی خپل معلومات وی دادری واړه حالات دبینی په تعریف کی شامل دی .

۲. امام مالک (رح) دامام احمد رح مشهور مسلک ، دقاضی شریح (رح )اسحق بن راهویه ( رح) ابو عبید قاسم بن سلام ( رح ) حافظ ابن قیم (رح) اودډیرو صحابه رض او تابعینو ( رح )لار همدا وه چه قضا دقاضی په علم روانه ده ځکه چه دهغه د شخصی معلوماتو دپریکړی په اساسی دهغه دیانت او امانت په شک کی لویږی اوددی تهمت په اساس دخلکو اعتماد اوباور پری باقی نه پاتی کیږی . دیو قاضی له پاره دی چه دتهمت څخه ځان وژغوری .

۳. دامام ابو حنیفه ( رح ) مشهور مسلک اولار داده چه په حدودوکی قضادقاضی په علم روانه ده خو په حقوقی مالی معاملو کی قاضی دخپل شخصی معلوماتو او پوهی په اساس پریکړه کولائی شی .
خو اخرنیو حنفیانو اوس په حقوقی اومالی معاملو کی هم د(نه روا) فتوی ورکړی ده په درمختار کی راغلی دی . (ان المعتمدعدم حکمه بعلمه فی زماننا ------ الاشباه) باوری وینا همدغه ده چه په دی ونشی علامه شامی ( رح ) په دی هکله لیکی چه : داداخرینو نظر دی ، او علت ئی دادی چه ددی وخت دقاضیانو په حالت کی خربوالی پیداشوی دی . په اوسنی وخت کی فتوی همدغه ده چه دقضادقاضی دشخصی پوهی په اساس روانه ده . په جامع الفصولین کی هم په همدی توګه ویل شوی دی .

امام بخاری ( رح ) فرمائی چه : هغه خلک چه قضا دقاضی دذاتی پوهی په اساس رواګڼی نوهغوی سره دایو شرط دی چه قاضی باید په خپل ځان د بدګمانی اوتهمت ویره نه لری .
امام بخار (رح) په بل ځای کی د(قضا دقاضی دپوهی ) په هکله مختلف نظریات درانقلولو وروسته لیکی چه : قاسم ( رح ) بن محمد بن ابی بکر رض ویلی دی چه قاضی ته دامناسبه نه ده چه هغه دخپلی شخصی پوهی په اساس پریکړه وکړی . ځکه ددی په اساس دی خپل ځان دمسلمانانو په منځ کی متهم اومشکوک ګر ځوی . اوخلک به پری بدګمانی کوی . اورسول الله صلی الله عیله وسلم ته دبدګمانی اوتهمت دراپیداکیدو کارخوښ نه دی .

دامام بخاری( رح) شیخ الکرایسی فرمائی چه : زما په نظر (قضا دقاضی دپوهی په اساس ) له پاره یو شرط دادی چه قاضی په پاکوالی دریښتینوالی او امانت کی داسی مشهور شوی وی چه په هغه باندی دګوتی لګولو یا تهمت واردولو له پاره هیڅوک زړه ښه نه کړی .

امام ابن قیم (رح )فرمائی چه : که چیری دی ډول قضا ته لار خلاصه شوه ، نو قاضیانو ته به دخپلو دښمنانو دوژلو ، سنګسارولو ، فاسقولو ، او حتی چه دهغوی دښځو دبیلیدولو لار پرمخ پرانستل کیږی خاصآپه دی وختوکی ......... که چیری قاضی ته دخپلی پوهی په اساس پریکړه رواهم شی ..... بیا هم ددی وخت قاضیان تری منع کول په کاردی «سدالذریعه » دشریعت یومهم اصل دی ، یعنی دفساد ددرواز وبندول لازمی دی په اوسنی وخت کی دپورتنی ذکر شوی قضارواګڼل دظلم ددروازو دپرانستلو سره برابر دی ، له دی امله نن ددی ډول دقضا دروازی بندول ضروری دی دبله طرفه دڅلوروواړو مذهبونو دپوهانو فتوی هم دجواز نه ورکول دی .

دواقعی په ګواهی پریکړه کول
صحاح سته یو صحیح حدیث دی چه رسول الله ص فرمایلی دی چه مدعی به بینه رواړاندی کوی او که نه نومدعی علیه به سوګند یادوی . دبینه په مفهوم کی دسترګو لیدلی ګواهانو ګواهی یقینآشامله ده خوایا په هغی کی دقرائنو او علاموواقعات هم شامله ده یانه ؟ دقرائنو څخه مقصد هغه واقعاتی ګواهی اوعلامت دی چه دهغی په واسطه قاضی ته ددعوی صحت اوریښتنوالی ثابتیږ په دی موضوع حافظ ابن القیم په الطرق الحکمیه کی او شیخ علاؤالدین طرابلسی حنفی( رح) په معین الحکام کی اوږود اومدلل بحث کړی دی . ابن قیم رح ته دطرابلس څخه یو استفتأ راغلی وه ، چه ایا قاضی ته داروادی چه هغه دی دقرائنو اوعلاماتو په اساس پریکړه وکړی اویواځی دګواهانو په ګواهی دی باورنه کوی بلکه حالات أو واقعات اوقرائن اوعلات به هم په نظر کی نیسی .

حافظ رح دهغه په ځواب کی ولیکل چه : دایوه ډيره مهمه موضوع ده چه ښه پری پوهیدل په کاردی که چیری قاضی قرائن له نظره باسی ، نو دډیرو داسی خلکو حقوق به دمنځه ولاړ شی چه هغه سره لیدلی کتلی ګواه موجود نه وی خو قرائن او واقعاتی ګواهی دهغه په حق کی وی نو که چیری قاضی بی احتیاطی کوی ، او د قرائینو د قطعی او ګمانی څیړنی پرته پریکړه کوی نو دداسی کار څخه دظلم اوفساد ویره ده که چیری قاضی په شرعی احکامو پوهیږی خو دواقعاتواو شواهدو په هکله فقیه النفس او په معامله پوه نه و ی نو هغه به داسی پریکړه کوی چه دهغی په غلطوالی کی به هیڅوک هم شک ونه کړی په دی خاطر ضروری ده چه قاضی په احکامو اوواقعاتو دواړوکی فقیه النفس اوپه معامله پوه او تجربه لرونکی وی .


دبینی معنی او مفهوم :

ابن قیم( رح ) دبینی په تشریع کی دارنګه لیکی چه : بینه هرهغه دلیل ته ویل کیږی چه حق راپه ډاګه کوی اوداثابتوی چه هغه خلک چه داددوه ګواهانو یاڅلور وګواهانو یایوه ګواه سره مخصوص کوی نو دهغه ددی کلیمی حق پوره نه شی اداکولائی . دقرانکریم په هیڅ ځای کی هم بینه دګواهانو په معنی نه ده راغلی ، بلکه دصحبت ، دلیل او برهان په معنه ګانو راغلی ده . که ځه هم یو شی په ځانګړی توګه دلیل وی . یا څوشیان یوځای شوی وی اودلیل ئی جوړکړوی . د (البینه علی المدعی ) څخه مقصد دادی چه مدعی به دارنګ دلیل اوثبوت راوړاندی کوی چه دهغه په واسطه دهغه ددعوی صحت او صداقت ثابت شی دوه ګواهان هم د(بینی) په مفهوم کی شامل دی لیکن په دی کی هیڅ شک نه شته چه کله دشاهدانو پرته نور دلایل ډیر قوی وی ، مثلادحالاتو اوواقعاتو ګواهی څخه ډیر قوی دلیل ګڼل کیږی ، علامه علاؤالدین طرابلسی (رح) حنفی دمعین الحکام په ۵۱ باب کی په دی هکله اوږد بحث کړیدی هغه لیکلی چه . ولا خلاف فی الحکم بها وقدجاء العمل بها فی مسائل اتفق علیها الطوائف الاربع من الفقهاء .
دقرائنو دګواهی (واقعاتی ګواهی ) په اساس په پریکړه کولوکی هیڅ اختلاف نه شته په ډیرو مسائلو کی دقرائنو په اساس دعمل کولو داسی مثالونه شته چه دڅلورګونی مذاهبو فقهاؤ پری اتفاق کړی دی . ددی وروسته ذکر شوی علامه (۲۵) داسی موضوعات راخستی چی په هغی کی فقهاؤ دقرائنو په اساس پریکړه کړیده دنمونی په توګه . دواده په وخت کی چه کومه ښځه نارینه ته ورسپارل کیږی نودهغه سره یوځای والی په اتفاق سره روادی ، که څه هم دوه سړو یا ښځو ګواهی یا خبریتا نه وی کړی چه داهغه ښځه ده چه دده سر نکاح شوی اوسړی هغه ترمخه لیدلی هم نه وی نو په دی وخت کی اوسنی واقعی ته دګواهی درجه ورکوله کیږی یا مثلا کله چه مدعی علیه دسوګند یا دولو څخه مخ واړونوبیا پریکړه دمدعی په حق کیږی ، څرګنده ده چه داډول قضاء دقرینی په اساس پریکړه کوی ځکه چه دمدعی علیه د سوګند څخه انکار کول په خپله دمدعی دریښتنولی ثبوت اوددعوی صحت دی چه دهغی په اساس پریکړه کیږی . په دی لړکی ابن قیم رح اونورو فقهاو دوه څرګند مثالونه ورکړی دی چه هغه دادی . یوسړی دیو ه کور څخه په وینو ککړ چاقو یا چاړ ه یا توره په لاس دراوتلو په حال کی ولیدل شوی ، او بیا ددی کور په داخل کی مړی پیداشو چه داد هغی چاقو یا چاړی یا توری په واسطه هلاک شوی وی ، په کورکی بل څوک هم نشته نو په دی صورت کی همداسړی قاتل شمیرل کیږی ، ځکه چه قاطع ثبوت او قرینه شته چه دسترګو لیدلو ګواهی څخه ډیره قوی ګواهی په حساب راځی .
دوهم مثال داچه : یو سړی پګړی په لاس کی نیولی یا ئی په اوږو پرته ده او منډی وهی اودی خپله پګړی په سرتړلی ورپسی سړی لوڅ سررامنډی وهی او خلکو ته چیغی وهی چه هغه منډی وهونکی زما څخه پګړی غلا کړی یائی زما دسرڅخه اخستی ده نو په دی وخت کی منډی وهونکی غل ګڼل کیږی ځکه چه داڅرګنده واقعاتی شهادت دی چه دسترګو لیدلی ګواهی څخه که قوی نه وی نوکم تری هم نه دی . خو دقرینی دواقعاتی ګواهی په اساس دلته د حدپه ځای تعزیری سزا ورکول کیږی ، ځکه چه حد هغه دی چه دقران سنتو او اجماع دامت په واسطه ټاکل شوی وی اصول دادی چه حدود دشک په اسا س ساقط کیږی ، واقعاتی ګواهی د شکوکو څخه خالی نه وی اوتعزیری سزا هغه ده چه د محکمی له خو ټاکل کیږی خو تعزیری سزا دلږشک په واسطه نه ساقطه کیږی .
قضا په غیاب کی (یو طرفه پریکړه )

دڅلورو امامانو اوداسلام فقهاو په دی خبره اتفاق کړی دی که چیری مدعی علیه په محکمه کی حاضر وو ، او یا د هغه حاضرول ممکن وی .نو په دی وخت کی یو طرفه پریکړه روانه ده که څه هم مدعی علیه ته دخپلی پاکی دثبوت له پاره او په ګواهانو دانتقاد کولو موقع په لاس ورشی او داکار دهغه په غیر حاضری کی ممکن نه دی . همدا راز څلور امامانو په دی هم اتفاق کړی دی چه چیری دمدعی علیه وصی دهغه په ځای تصور شی خو په دی شرط چه وکیل ته ئی پوره اختیار ورکړی وی په دی حالت کی وصی دبیان اوریدل اودهغی وکیل ته دده دپاکی وړاندی کول او په ګواهانو دانتقاد کولو وروسته قاضی پریکړه کولای شی . او دا په غیاب کی قضااو یوطرفه پریکړه نه شی متصور کیدای . اختلافی صورت ئی دادی چه مدعی علیه کوم لری ځای کی وی یا په خپل ښارکی چیرته پټ شوی وی ، نه په خپله حاضریږی او نه کوم وکیل ځانته ټاکی او قاضی ئی هم نه شی راحاضرولای نو په دی کی دامامانو اختلاف شته :
۱. امام ابو حنیفه ( رح ) قاضی ابن شیرمه ( رح ) قاضی ابن ابی یعلی ( رح) اودقاضی شریح( رح) مسلک همدا دی ، چه په غیابو کی قضاروانه ده دوی یومشهور دلیل لری اووائی چه کله چه رسول الله صلی الله عیله وسلم حضرت علی (رض) په یمن کی قاضی وټاکه نوهغه ته ئی دلیږلو په وخت کی داسی لارښوونه وکړه .
واذاجلس بین یدک الخصمان فلا تقضین حتی تسمع من الاخر کما سمعت من الاول فانه اخری ان یتبین لک القضاء .
«کله چه ستا تر مخ دواړه ډلی حاضری شی نوترهغه وخته پوری پریکړه مه اوروه ترڅو چه دی دبلی ډلی بیان هم داسی نه وی اوریدلای لکه څنګه دی چه دمخکی ډلی بیان واورید صحیح پریکړی ته درسیدو په خاطر داغوره لارده » .
داحنافو (رح) اصل مسلک خو همدادی چه قضا په غیاب کی روانه ده خو که چیری قاضی دمدعی دثبوت دراوړاندی کولو وروسته دنورو امامانو درای په مطابق يوطرفه پریکړه ،اوروله نودشمس الائمه سرخسی رح په نظر دا پریکړه عملی کیږی ددی امله چه دایوه اجتهادی اواختلافی مسئله ده او په دی ډول موضوع کی دقاضی پریکړه نافذیږی . دحنیفه دمتاخرینوفتوی هم همدا ډول ده او هم دغه (اظهرالروایتین )دی ددی نه پرته دحنیفه متاخرینو ویلی دی چه که چیری مدعی علیه چیرته پټ شو نو قاضی به تردری ورځوپوری دخپل باوری نفر په واسطه دهغه په دروازی اعلان کوی چه که چیری ته محکمی ته حاضرنه شوی نویو طرفه پریکړه به واورول شی که چیری ددی اعلان څخه وروسته بیاهم حاضر نه شو نوبیا دی قاضی دخپله طرفه یو وکیل وټاکی چه دمدعی علیه له خواڅخه بحث وکړی په داسی توګه دموضوع داوریدلووروسته قاضی یوه خواپریکړه کولای شی ؟ امام ابویوسف رح په اوله کی په دی قائل نه و خووروسته دمطلق جواز قائل شوی و ددی لپاره چه دخلکو دحقوقو ساتنه وشی .
۲ . امام شافعی ، امام مالک ، امام احمد ،امام زاعی ، امام بخاری ، لیث بن سعد،امام ابن خرم ، اوابو عبید قاسم بن سلام (رح) ددوی مسلک دادی چه دحدود او قصاص په موضوعاتوکی که چیری مدعی داعتماد وړګواء وړاندی کړی نو بیا دهغه په حق کی یوه خوا پریکړه کیدای شی ، ددی علت دادی چه که چیری قضاپه غیب کی روانه وی نودخلکو حقوق به له منځه ولاړشی مدعی علیه به پټیږی اودمدعی حق به خوړل کیږی .
احنافو چه په کوم حدیث استدالال کړی دی نو امام خطابی (رح) دجمهورو له خوا څخه هغه داسی توجیه کوی چه : ددواړو ډلو دبیانونو داوریدو پابندی په دی خاطر ده چه کله دواړه محکمی ته حاضرشویوی ، لکه څنګه چه (اذجلس بین یدک الخصمان )څخه ثابتیږی خو کله چه قاضی ته دا ډاډګیرنه پیداشی چه مدعی علیه دبدنیت په اساس دکوم شرعی عذر پرته دمدعی دحق دخوړلو په خاطر قصدآپټ شوی دی ، نوپه داسی حالت کی یوه خواپریکړه کول ددی حدیثو په خلاف نه دی .
هغه خلک چه قضا په غیاب کی روابولی هغوی وائی چه که چیر دیو خوا پریکړی وروسته مدعی علیه راغی اودمدعی په ګواهانو انتقاد وکړی اویا دبلی کومی لاری څخه دا ثابته کړی چه دمدعی دعوه ددرواغوده نوبیا قاضی خپله پریکړه بیرته اخستی شی . په اوسنی وخت کی قاضی په لاس کی ډیروسایل موجود دی . چه دهغی په اساس قاضی کولای شی دپولیسو په واسطه مدعی علیه قضاته حاضر کړی . خوددی وسایلو دډیروالی سره بیاهم نن دمجرمانو پټیدل ، فرار کیده دهیواد په دننه یا بهر کی دپخواڅخه ډیرشوی دی . ددی علت د الله (ج) څخه دخلکو په ویره کی کموالی اودمسئولیت نه احساسول دی . بل عامل ئی دابادی ډیر والی اودتلوراتلو دوسائلو پراخوالی دی نوپه دی خاطر قاضی ته په کاردی چه اول مدعی علیه ته اطلاع ورکړی اودهغه څخه به کفیل بالنفس یعنی حاضر ضمانت واخلی اویائی دضرورت دپیداکیدو په صورت کی هغه دشخړی ترپریکړی پوری په بندی خانه کی واچوی چه فقهاورته (حبس تفتیش) وائی خوکه ددی ټولو موضوعاتو سره سره بیاهم مدعی علیه حاضر نه کړی شو ، نوبیا یوه خوا پریکړه رواده.

دقــاضــی اداب
دادابو څخه مقصد نیک اخلاق دی خودلته تری هغه قواعد اوضوابط مقصد دی چه دهغی پابندی دقاضی له پاره قانونا ضروری ګڼل کیږی . په دی هکله دحضرت عمرفاروق رض هغه خط بنسټیز حیثیت لری ، چه هغه رض دعراق قاضی ابوموسی اشعری رض ته لیکلی و ، مبسوط سرخسی( رح) اوبدائع الصنایع دی لیک ته د (کتاب السیاسة القضاء )نوم ورکړی دا خط دحدیثو اوفقهی په ډیرو کتابونو کی رانقل شوی دی . دهر وخت قاضیانو ، علماؤ او فقهاؤ دالیک دخپل ځان له پاره یو قانونی سندګرځولی دی اودحکم اوقضا داصولو په ټاکلو کی ئی بنسټ ګرځولی دی . ددی لیک پوره متن د (سنن دار قطئنی) څخه نقل شوی دی چه په لاند توګه دی .
داداب القاضی په هکله دعمر فاروق رض لیک د ابوموسی الا شعری رض په نوم ، کتب عمر بن الخطاب الی ابی موسی الاشعری ( رض) اما بعد : فان القضاءفریضة محکمه وسنة متبعة ، فافهم اذااولی الیک بحجة، وانفذ الحق اذاوضح فانه لاینفع تکلم بحق لا نفاذله وامن بین الناس فی وجهک ومجلسک وقضاءک حتی ییاس الضعیف من عدلک ولایطمع الشریف فی حیفک البینة علی المدعی والیمبو علی من انکر ، والصلح جائز بین المسلمین الاصلح احل حراماوحرم حلال لایمنعک قضاء قضیته بالامس راجعة فیه نفسک وهدیت فیه لرشدک ان تراجع فان الحق قدیم ومراجعة الحق خیرمن التماری فی الباطل ، الفهم فیما یختلج فی صدک ممالم یبلغک فی الکتاب اوالسنته اعرل الامثال والاشباء ثم قس الامور عندذالک فاعمدالی احبهاعندالله واشبها بالحق فیما نراواجعل لمن یدعی بینه املا ینتهی الیه فان احضر بینه اخذبحقه والاوجهت القضاء علیه فان ذالک اجلی للعمی وابلغ فی العزر المسلمون عدول بعضهم علی بعض الامجلود فی حداء او ضرب فی شهادة زور اوظنین فی ولاء اوقرابة ان الله تولی منکم السرائر ودراء عنکم بالبینات وا یاک والقلق والفجر والتاذی بالناس والتنکر للخصوم فی مواطن الحق الذی یوجب الله الاجر ویحسن بها الزخر (والذکر) فانه من یصلح نیته بی بینه وبین الله ولو علی نفسه یکفه الله فیما بینه وبین الناس ومن تزین للناس . بما یعلم الله منه غیر ذالک یشنه الله فما ظنک بواب غیر الله عزوجل فی عاجل رزقه وخزائن رحمة . والسلام علیک

۱ . قضا یوه کلکه فریضه او مسلمه دینی لاره ده .

۲ . کله چه تاته کومه معامله راشی نو په هغه دټولو اړخونو له پلوه دلیلونو په واسط ځان پوه کړه او کله چه حق راڅرګند شی نوبیا هغه نافذ کړه ، د دی امله چه په ژبه دحق دویلو څخه کومه ګټه نه شته تر هغو چه هغه په عملی ډول جاری نه شی .

۳ . په خپله غونډه کی دکښیناستو ، دنیغ په نیغه خبرو کولو اودانصاف په اساس په پریکړی کولو کی دخلکو سره یو رنګ سلوک کوه ترڅو چه بی اثره کمزوری خلک ستا دانصاف کولو څخه مایوس نه شی ، اوبااثره قوی خلک له تا څخه دمراعات او طرفداری امیدونه کړی .

۴ . دمدعی په ذمه دثبوت راوړاندی کول دی اومنکرته به سوګند ورکول کیږی .

۵ . دمسلمانانو ترمنځ سوله کول روادی پرته دهغی سولی څخه چه څوک حلال ته حرام اوحرام ته حلال وائی یعنی چه دهغی په واسطه دشریعت دکوم حکم خلاف ورزی وشی .

۶ . په هیڅ یوه معامله کی دپرون پریکره نن دحق په لاردراوختو له پاره کوم خنډ جوړول نه دی په کار مګر کله چه دپوره تحقیق اوڅیړنی وروسته دصحیح پریکړی کولو توفیق تاته په برخه شی داپه دی خاطر چه حق ازلی دی اودهغه په لورراګرځیده په غلطی باندی دټینګیدو څخه ډیرغوره دی .

۷ . په هغه معاملو کی دډیرغوراوفکر څخه کارواخله دکومی حل چه تاته دقران اوسنتو څخه په لاس درنه شی او ستا په زړه کی ځوړنده وی مثالونه اونظائر په ذهن کی کښینوه اوهغه حل اختیار کړه چه ستا دڅیړنی په مطابق دالله ډیرخوښ اوحق ته ډیر نژدی وی .

۸ . مدعی ته تریو ټاکلی مودی پوری مهلت ورکړه که چیری هغه ترټاکلی وخت پوری شاهدان راوړل نوبیا هغه ته دهغه حق وروسپاره او که نه نوبیا دهمغه په خلاف پریکړه وکړه ددی په اساس شک وشبه هم له منځه ځی اومدعی ته اعتراض هم نه پیداکیږی .

۹ . ټول مسلمانان یو په بل باندی دګواهی په ورکولو کی عادل دی پرته له هغه شخص څخه چه هغه ته ددورو سخته سزاورکول شوی وی ، ددروغو په ګواهی کی مشهور وی او یا ورباندی داشک وی چه دی دمدعی سره دوستانه اړیکو دلرلو په اساس ددرواغوبیان ورکوی . الله(ج )به ستاسو دپټو خبرو پریکړه په خپله کوی اوهغه( ج ) دګواهانو په هکله ستاسی شخړی پائی ته رسولی .

۱۰ . دقضا په غونډه کی دشور ، زوږ ، دخلکو دخفه کولو اوهغوی ته دضرررسولو اودډلو ترمنځ دتریویدو څخه ځان وژِغوره په دی ځایونو کی دحق دقائمولو په واسطه الله اجر اوثواب ورکوی اودهغه یادونه په خیر سره کوی یادادهغه له پاره ښه ذخیره جوړوی دچانیت چه د الله( ج) اودده ترمنځ ښه وی نو الله تعالی دده دمعاملی چه دنوروخلکوسره ورته پیداکیږی دحل له پاره کافی دی . اوهغه چاچه خپل ځان دخلکو ترمنځ په همدی صفت رواړاندی کړی وی . په داسی حال کی چه هغه صفت په هغه کی موجود نه وی نوالله(ج) به هغه دخلکو ترمنخ بدنام کړی نود الله( ج ) (دورکولو شوی رزق اودهغه درحمت دخزانو په مقابل کی )ته دبل چا څخه امید څه ته کوی والسلام علیکم . حافظ ابن قیم (رح) ددی فاروقی رض لیک تشریح په اعلام الموقعین کی په ډیر تفصیل سره کړی ده .
ددی خط و کتابت اوسنتو په رڼاکی داسلام فقهاو ځینی نور مفصل اداب بیان کړی دی چه لنډیزئی په دی توګه دی .

۱ . دقضا دمنصب دغوښتل څخه لری والی : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چه هغه څوک چه دقاضی کیدو فکرولری اودهغه له پاره عریضه ورکوی او ددی منصب دلاس ته رواړو له پاره واسطی راوړی نو هغه خپل نفس ته ورسپارل کیږی اوهغه څوک چه دهغه دغوښتنی او هیلیو پرته قاضی وټاکل شو ، نو هغه ته په صحیح لاره د تللو په خاطر الله( ج) ملائکی رالیږی .
ددی روایت څخه معلومیږی چه دقضا دمنصب غوښتل اویا هیله کول منع دی خو دابوداؤد دشریف په یوه بل روایت کی راغلی دی .
من طلب قضاء المسلمین حتی یناله ثم اغلب عدله جوره فله الجنة ومن غلب جوره عدله فله النار .
چا چه دقضا غوښتنه وکړه ان تردی پوری چه دامنصب ئی لاس ته راووست اوبیا دهغه عدل دهغه په ظلم غالب شو نوهغه ته جنت دی او که دچا ظلم دهغه په عدل غالب شو نو هغه ته د دوزخ اوردی .
ددی حدیث څخه خو په ښکاره توګه دقضا رواکیده ثابتیږی ددی امله چه په دی کی ئی عادل قاضی ته دجنت زیری ورکړی دی . یعنی هغه چاچه ددی منصب دلاس ته راوړلو کوشش کړی وی ځینی محدثینو دی حدیث ته ضعیفه ویلی دی .

خوقاضی شو کاڼی( رح )فرمائی چه : سکت عنه ابو داؤد ( رح) والمنذری(رح) وسنده لامطعن فیه . ابوداؤد اوحافظ منذری (رح) داروایت دڅه انتقاد پرته رانقل کړی دی اود هغه په سندئی کوم اعتراض نه دی کړی .
علامه ماوردی (رح) قاضی ابویعلی (رح) محدین ابن تیمیه (دمشهور ابن تیمیه نیکه وه ) علاؤالدین طرابلسی (رح) او قاضی شوکاڼی( رح) چه ددواړو حدیثونو ترمنځ چه کوم تطبیق کړی دی .
نوهغه زما له نظره ډيره ښه توجیه ده ځکه چه دهغه اختلاف دڅرنګوالی اودحالتونو داختلاف مسئله ده په یو حالت کی دقضا غوښتنه منع شوی ده . او بل حالت کی رواده که چیری با اهلیته علما اوفقها موجودوی نو په دی حالت کی ددی منصب غوښتل روانه دی دادحکومت فرض دی چه دهیواد علماؤ اوفقهاؤ څخه غوره اواهل کسان وټاکی اودامنصب ورته وروسپاری خو که په کوم ځای کی دیوه کس پرته بل څوک اهل موجود نه وه نو په دی حالت کی دغه اهل کس ته دقضا غوښتنه رواده بلکه دځینو له نظره پری مستحب او یا واجب ده والله اعلم .

۲ . داجتهاد اوتحقیق وروسته دپریکړی کول دقاضی له پاره ضرور ده چه هغه دارام غوښتنی ، تن اسانی او بی پروائی څخه کاروانخلی بلکه دمعاملی څرنګوالی ، ددواړو خواو ویناوی اودګواهانو په ګواهی دپوهیدو وروسته شرعی حکم معلوم کړی او په وړاندی کړی شوی دعوی باند ئی دتطبیق له پاره خپل ټول امکانی تحقیق او صلاحیت په کارواچوی ،او پریکړه وکړی که چیر هغه په خپل ځان کی ددی له پاره علمی قابلیت نه وینی ، یاد دعوی په څرنګوالی اونوعیت پوه نه شو ، یا په عدالتی اموروکی د انتظامی له خوا څخه دبی ځایه مداخلی ویره وه ، نوبیادقضا دمنصب قبلول یا ددائرشوی دعوی دپریکړی څخه باید لاس واخلی .

۳ . دغصی اوخفګان په حالت کی دپریکړی نه کول . قال رسول الله صلی الله عیله وسلم لایقضین حکم بین اثنین وهوغصبان ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چه هیڅکله دی یو پریکړی کونکی دغصی په حالت کی پریکړه نه کوی .
فقهاولیکلی دی چه ددعوی اوریدل اودهغه په هکله پریکړه کول داطمینان او سکون په حالت کی کول په کاردی . په جذباتی او دغصی نه په ډک وخت کی نه ده پکار ،(یعنی هر هغه حالت چه په هغه کی طبیعت پر خپل حال نه وی اوزړته اطمینان او ډاډګیرنه پیدانه وی ) مثلا (لوږه ، تنده ، مرض ، دبول حاجت ، غم وتکلیف او‌ذهنی پریشانتیا ) .

۴ . دواړو ډلوته برابره درجه ورکول او په یوه ځای کښینول . قضی رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الخصمین یقعد ان بین یدی الحکم ! رسول الله صلی الله عیله وسلم حکم کړی چه ددعوی دواړه ډلی باید دقاضی ترمنځ برابری کښینول شی هغه ص داهم فرمایلی دی چه : هغه څوک چه قاضی وګرځیده نوهغه ته ددواړو ډلو په کښیناستو په اشاره کولو اودخبرو په طرز کی برابر والی په کاردی .

۵ . په رشوت اخستونکی پریکړه کونکی او په رشوت ورکونکی دواړو باندی رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت رالیږلی دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمای دامرانو او حکامو تحفی وصولول خیانت دی .
۶ . دعلم دخاوندانو اوشریعت پوهانو څخه مشوره اخستل ،عمر بن عبدالعزیز رح فرمایلی دی چه پنځه شیان دی که چیری دهغو څخه یو هم دقاضی څخه پاته شو نو په هغه کی به عیب او خربوالی پیداشی ، لمړی دا چه هغه باید پوهه اودانش ولری او په معاملو وپوهیږی ، دوهم داچه هغه نرم زړه ، بردباره ، او دپراخی سینی خاوند وی ، دریم داچه پاک لمنی ، سپیڅلی اودلوړو اخلاقو خاوندوی ، څلورم داچه دقوانینو په جاری کولوکی دکلک زړه خاوند وی ، او پنځم دا چه ددین عالم وی اودعلم دخاوندانو سره مشوره کونکی وی .
دامام شافعی رح شاګرد ابو علی الکرابیسی (رح ) په خپل کتاب ( اداب القضا ء) کی لیکلی دی .
قاضی ته پکاردی چه دعلم دخاوندانو سره همیشه مشوره کونکی اوخبری کونکی اوسی .
داسلام فقهاؤ لیکلی دی چه په مشکل اونغښتومعاملو کی قاضی بایددیانت لرونکی شریعت پوهانو څخه مشوره واخلی اوضرور ده چه دقاضی په غونډه کی یوه ډله دفقهاؤموجوده وی . ترڅو دضرورت په وخت کی په ټولنیزه توګه مشوره ورکړی .

۷. دعادل او پوه لیکونکی ټاکل ،دقاضی له پاره داهم ضروری ده چه هغه دخپلی محکمی له پاره داسی کاتبان وټاکی چه مسلمان وی ، دیانت لرونکی وی اوددوسیو دښه ساتلو صلاحیت ورسره وی . په غیر مسلمان اوفاسق باندی باورنه شی کیدای . په قرانکریم کی د (کتاب بالعدل ) حکم شوی دی ، چه ددی څخه معلومیږی چه کاتب ته دښه لیکوال په څنګ کی عدالت هم یو ضروری امر دی . امام بخاری( رح) لیکلی دی چه دکاتب له پاره پکار دی چه هغه امانت ساتونکی اودیانت لرونکی وی او عاقل او ‌ذهین اوسی (امینا وعاقلا) .
ابوموسی اشعری رض یو عیسوی دخپل ځان له پاره کاتب ټاکلی وه ، نو حضرت عمر رض ورته وفرمایل چه ایا په مسلمانانو کی تاته کوم لیکونکی نه پیداکیده ؟په داسی خلکو اعتماد ونه کړی ، چاته چه الله خائن ویلی دی .

۸ . دعادل او پوه ژباړونکی ټاکل، کله کله دترجمانی له پاره هم اړتیا پیداکیږی نو په دی اساس قاضی ته په کار ده چه دخپلی محکمی له پاره عادل امین او دیانت لرونکی ترجمان (ژباړن) وټاکی ، امام بخاری(رح) په خپل کتاب کی دژباړونکی داړتیا دثابتولو له پاره مستقل باب (باب ترجمة الحکام )په نوم جوړکړی دی . امام ابو حنیفه، امام مالک ،امام یوسف، محمد بن المنذر ،اودامام بخاری( رح) مسلک دادی چه دقاضی له پاره یو ژباړن کافی دی .
خو په دی شرط چه هغه امین او عادل اوسی ، خودامام شافعی، ا مام احمد، اوامام محمد(رح) نظر دادی چه ژباړنی ته دګواهی درجه ورکول شوی . له دی امله دیوه شخص ترجمانی کافی نه ده ،بلکه ددوه کسوترجمانی ضروری ده دلائلو څخه داخبره صحیح څرګندیږی چه یو ژباړن کافی دی ، که چیری چا انتقاد کړی وی ، یا په خپله قاضی ته شک پیداشو نوبل ژباړن راغوښتلایی شی او که نه نو همدایو کافی دی . امام بخاری (رح) دیوه ژباړن دکافی کیدو له پاره دری دلائل رواړی دی او داچه درسول الله صلی الله علیه وسلم او یهودو ترمنځ د ترجمان کار حضرت زید بن ثابت په ځانګړی ځان کاوه ، دوهم داچی دحضرت عمر(رض) غونډی ته یوه عجمه ښځه راغلی وه چه ترجمانی یواځی عبدالرحمن بن عوف( رض) کړی ده دریم دلیل داراوړندی کوی چه دحضرت علی(رض) دخلافت په دوره کی عبدالله بن عباس (رض) دبصری قاضی وه ، دهغه محکمی اوعدالت ته به دایران او فارص ځینی داډول خلک راتلل چه هغوی به فارسی ویله ، څرنګه چه ابن عباس رض په فارسی نه پوهیده نو ددی امله دترجمانی دنده حضرت ابو حمز سر ته رسوله اودهغه یوه ترجمانۍ کافی ګڼل کیده .


۹ . دعدالت دروازی خلاصی پری ښودل رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چه هغه حاکم چه خپلی دروازی دخلکو پرمخ وتړی نو الله تعالی هم دهغه دحاجت له پاره دآسمان دروازی تړی (درحمت دروازی ) ددی حدیث څخه داراڅرګندیږی ، چه قاضی ته په داسی ځای کی کښیناستل په کار دی چه هلته خلک په آسانی او په خپل وخت سره انصاف لا س ته راوړی اودعوه کونکو ته ددفترنو او کاتبانو دنازونو دوړلو تکلیف پیدانه شی بلکه پرته دکوم ځنډه دوسیه خپل ځای ته ورسی .

ددروازه چی ټاکل :

دبخاری په کتاب الاحکام کی یو فصل کی وائی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلی دروازی له پاره کوم دروازه چی نه وه ټاکلی ددی دثبوت له پاره دیو ښځی یادونه شوی ده چه :
هغی دحضور صلی الله علیه وسلم ځای ته تشریف راوړ نو په دروازی کی هیڅ دروازه چی نه وه خو دبخاری په کتاب المناقب کی په یوه فصل کی راغلی دی چه یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه باغ په داخل کی دکوهی په غاړه ناست وه نو ابو موسی اشعری رض دباندی په دروازه پهره دار ولاړوه اوداجازی داخستلو وروسته به ئی لیدونکو ته دراتلو اجازه ورکوله ، په همدی توګه دبخاری په کتاب النکاح کی دایلادقصی په لړکی یو روایت راغلی دی چه درسول الله صلی الله علیه وسلم په دروازی به یو رباح نومی دروازه چی ولاړوه . حضرت عمر (رض) هم یودروازه چی (حاجب) لروده چه نوم ئی یرفاوه . کله چه حضرت علی( رض )او حضرت عباس (رض) دبنو نضیردمالونو په سلسه کی تشریف راوړ نویرفا حضرت عمر( رض )ته خبرتیا ورکړه اوداجازی ورکولو وروسته دعمر (رض) په خدمت کی حاضر شول . محدثینو په ښکاره ډول ددغه مختلفو روایتونو ترمنځ دموافقت اوتطبیق دوه صورتونه بیان کړی دی او داچه رسول الله صلی الله علیه وسلم اود راشدینو خلفاو دروازوته دروازه چیان نه وه ټاکل شوی . خودضرورت په وخت کی به دځینی صحابه وڅخه په دی لارکی خدمت اخستل کیده او دوهم حالت داچه په ځانګړی داوسیدو ځای او خلوت ځای کی به کله کله دروازه چی موجوده خو په عدالتی اوتعلیمی غونډو کی هیڅ دوازه چی نه وه موجود حقیقت دادی چه ددروازه چی دټاکلو اصل مقصد د حاجت لرونکی څخه پټیدل نه وه بلکه (ترتیب الخصوم)وه یعنی خلک دترتیب او نظم سره محکمی ته رواړاندی کول ترڅو په محکمه کی غیرضروری ازدحام او شور غال مغال موجودنه شی اګر چه په نبوی ص دروزو اودراشدینو خلفاؤ په دورکی ددعوو شمیر هم کم وه اودخلکو ترمنځ هم دسکون ، متانت اود نیکو اخلاقو غلبه موجوده وه نوددی امله په دروازه کی ددروازه چی ټاکلو ته اړتیانه لیدل کیده . خو کله چه دابادی دزیاتوالی په اساس نفوس زیات شو نو دشخړواودعووکولو شمیر هم زیات شو او په خلکو کی هم دپورته ذکرشوو صفاتوکمی راغی ، نو فقهاو اومحدثینو فتوی ورکړه چه اوس ددروازه چی ټاکل مستحب دی . خودفریاد لرونکی دفریاد څخه بی دعزره پټیدل اودعدالت او محکمی دروازی تړل مکروه بلکه حرام دی . مشهور حنفی فقیه قاضی خان لیکی چه : کله چه قاضی په مسجدیاخپل کور(یاپه بل کوم ځای کی ) کښینی نویو دروازه چی دی وټاکی چه خلک دجت او ازدحام څخه منع کړی . خودروازه چی ته یو څه درشوت په ورکولو داخل ته تلل روانه دی .

دوخت خوشی تیرولو اوشخصی کارونو دکولو څخه ډه ډه کول

دقاضی اودهغه د اولاد نفقه دټولنی په غاړه ده ، امام بخاری ( رح) په صحیح بخاری کتاب الاحکام کی لیکلی دی چه دحکامو اوقاضیانو اقتصادی اړتیاوی پوره کول دملت مسؤلیت دی قاضی شریح (رح )به دملت دخزانی څخه تنخواه اخسته حضرت ابوبکر( رض) او حضرت عمر( رض) به هم دخلافت په وخت کی دبیت المال څخه تنخواء اخسته .

ابواعلی الکرابیسی رح فرمائی چه : په قضاء تنخواه اخستل روادی ماته دصحابه( رض) اود هغه څخه وروسته دعلم دخاوندانو دهیڅ یوه څخه دامعلومه نه ده چه دی ته ئی حرام ویلی دی هغه خلکو چه په قضاتنخواه نه ده اخستی هغوی یواځی دانه چه دتورع اواحیتاط په اساس ئی نه ده اخستی بلکه په دی خاطر چه ځینی وختونه بیت المال ته مشتبه مالونه هم راځی دبلی خو اکه چیری دبیت المال مال په حرامه لاره لاس ته راغلی وی نو په هغه حالت کی تری تنخواه اخستل هم حرام وی .
دحنفی فقهی فتوی هم داده چه قاضی په خپله قضا تنخواه اخستی شی ، کله چه دقاضی کفالت دبیت المال په غاړه دی ، نو هغه ته بیا په کار دی چه دشخصی تجارت څخه ځان وژوغوری .
رسول الله ص فرمایلی دی چه تجارت لرونکی قاضی او حاکم په عدل ټینګ نه شی پاته کیدای .

حنفی فقهاو لیکلی دی چه : چه قاضی ته په خپله اخستل او پلورل په کار نه دی بلکه ده ته په کاردی چه داکار دنورو په واسطه وکړی امام محمد أو(دمبسوط دخاوند) څخه روایت دی چه قاضی دعدالت او محکمی څخه دباندی په بل ځای کی داخستلو او خرڅولو کار کوی شی .
خو صحیح داده چه په بل ځای کی هم داکارونه کړی ، ددی امله چه خلک به دخپل ځان په حق دپریکړی کولو په خاطر دده سره دراکړی ورکړی په معامله کی مراعات وکړی (چی دادرشوت کارورکوی ) .

دعدلی ازادی اودقانو پورته والی

دعدل دقائمیدو له پاره په کار دی چه عدلیه اواجرئیه قوی یودبل څخه بیلی وی ، اوقانون په ټولو پورته او لوړوی داسلامی نظام په عدل کی دمملکت دریس څخه نیولی تریوعام اوسیدونکی پوری اودیولوی عسکری صاحب منصب څخه نیولی تریو کوچنی عسکرپوری ټول برابراوهریو دسوال ځواب په خاطر راغوښتل کیږی اودوی ته دقانون په مطابق سزاهم ورکول کیږی. خودعدلی دقوی په کار کی داجرائیه قوی هرشخص ، کوچنی دی او که غټ دمداخلی کولو هیڅ حق نه لری . دادقاضی پورتوالی نه دی ،بلکه دقانون هسکوالی دی چه په خپله په قاضی هم نافذیږی که چیری چا په قاضی القضات باندی هم دعوه وکړه نو بل قاضی به هغوی دعوی اوری او بیا به دقانو په مطابق پریکړه کوی.

دیهودیانو کړنلاره

داسلام څخه ترمخه دقوی اوطاقت لرونکی له پاره یو ډول قانون وه اودکمزوری اوضعیف له پاره بل ډول قانون دی ، لکه څنګه چه نن هم په ځینی په نوم ترقی کونکی هیوادنوکی دتوراودسپین ترمنځ قانون بیل بیل دی ، په مدینی کی دیهودو دوه ډلی بنو نضیر اوبنو قریظیه اوسیدل چه بنو نضیر دقوت اودحکومت له پلوه په بنو قریضه باندی قوی وه دبنو نضیر ډلی بنو قریضه په دی ظالمانه تړون باندی واداره کړی وه ، چه که چیری دبنو نضیر دډلی څخه کوم سړی دبنو قریظه څوک قتل کړی . نو هغه ته به دقصاص (بدلی) داخستلو حق نه وی بلکه یواځی (۷۰ وسق) کجوری به دهغه دوینی په بدله کی ورکوی (وسق نزدی ۳۲ منه کیږی او ۷۰ وسقه ۲۲۴۰ منه کیږی .
خوکه چیری معامله ددی په خلاف وه نو بیا قانون داوه چه دبنو قریظه دوینی دتویولو دوه برابره یعنی (۱۴۰ وسقه ) کجوری به هم ورکوی او قصاص به هم اخلی او یواځی دانه چه قصاص اودوه برابره دیت به اخلی بلکه د هغه سره داهم وه چه که چیری ښځه ئی ووژ له نودهغه په بدل کی به دبنو قریظه نارینه وژل کیږی او که چیری مقتول سړی وی ، نودهغه په بدل کی به دبنو قریظه دوه کسه سړی په قتل رسیږی ، او که چیری دبنو نضیر غلام ئی وژلی وی نو دهغه په بدل کی به دبنو قریظه اذاد په قتل رسیږی که چیری دبنو نضیر دچالاس پریکړل شو نو دبنو قریضه څخه به دیوه کس دوه لاس پری کیږی اوکه یو غوږپری شوی وی نوهغوی څخه به دوه غوږونه پری کړل کیږی .
په تورات کی دواده کړی ښځی سره دزنا کولو سزا قتلول یا په تیګو ویشتل وه نو دیهودو دزنا دیوه معاملی په وخت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغوی یو ستر عالم ته وویل چه زه تاته دهغه الله تعالی په نوم سوګند دریادوم او پوښتنه درڅخه کوم ، چه هغه په موسی (ع) تورات رانازل کړی وه چه په تورات کی دزنا سزا یواځی مخ تورول دی چه ستاسی په منځ کی ئی رواج موندلی دی . هغه وویل ریښتیا خبره خوداده چه په تورات کی ددی جرم سزا رجم (په تیګو ویشتل ) ښوولی دی ، خو کله چه زمونږ دشهزاد ګانو په منځ کی زنا ډيره شوه نومونږ هغوی ته سزا ورکول پری ښووه مګر په کمزورو خلکو هماغسی سزا جاری کیږی . وروسته مونږ مشوره وکړه چه داسی سزا ټاکل په کاردی چه په ټولو یو ډول جاری کړل شی نوهماغه وه چه مونږ دوهلوټکولو اودمجرم دمخ تورولو اوهغه پسی دډلی خلکو دویستلو سزا وټاکله او رجم مو پریښوده . په دی خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ای الله زه هغه ړومبنی شخص یم چه ستا داحکم می راژوندی کړ . کوم چه هغو خلکو ځنډکړی وه . او بیا ئی هغه یهودی زانیانو ته دسنګسار کولو سزا واوروله . دکومو دعوه چه درسول الله صلی الله علیه وسلم په عدالت کی راوړاندی شوی وه . او دهمدی واقعی په هکله دالمائدی د سوری ۴۴ څخه تر ۴۷ آیت پوری را نازل شوی وه .

دنبوی ص اوراشدینو خلفاؤ دوروتګ لاری

دانسانیت ستر لارښود صلی الله علیه وسلم راغی ددوی امتیازات ئی دمنځه یوړل اودادم( ع) د اولاد د حقوقو دبرابری اعلان ئی وکړ ،د قانون لوړوالی ئی وساته اود کمزوره اوقوی له پاره ئی یو ډول احکام جاری کړه .

۱ . دقریشو دبنو مخزوم دقبیلی دیوی ښځی فاطمه اسود څخه دغلا کولو جرم وشو ، دقریشو دټینګار په اساس حضرت اسامه بن زید رض دسزا بښلو سپارښتنه وکړه په دی خبره رسول الله ص وفرمایلی ته د الله ج دټاکلی حد بښل غواړی اوبیا ودریده اوخلکو ته ئی په وینا کی وویل .
یاایهاالناس انما ضل من کان قبلکم انهم کانوا اذاسرق الشریف ترکوه واذا سرق الضعیف فیهم اقاموا علیه الحدوایم الله لو ان فاطمه بنت محمد ص سرقت لقطع محمد یدها .
ای خلکو له تاسو پخوا چه کوم امتونه تیر شوی دی . هغو په دی اساس ګمراه اوبی لاری شوی وه چه کله به دهغوی دلوړی کورنی چاغلا وکړه نو هغه به ئی پری ښولو او کله به ئی چه دښکته درجی چا غلاوکړه نوهغوی ته به ئی ټاکلی سزا ورکوله . په ا لله تعالی سوګند چه که چیری دمحمد ص لور فاطمی غلا کړای وای نو محمد ص به خامخه دهغی لاس ورپری کړی وه .

۲ . دفوت کیدودمرض په وخت کی یوه ورځ یو ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دفضل بن عباس رض په کومک مسجد ته تشریف یووړ اودلمانځه وروسته په ممبر وخووت اووئی فرمایل :
که چیری ما چا ته کنځل کړی وی ، نوهغه دی خپله بدله له ما څخه واخلی او که چیری ما دچا مال اخستی وی نو هغه دی هم خپل حق له ماڅخه وغواړی . اویادی راته بښنه وکړی ترڅو چه زه رب العلمین ته په ډاډه زړه ورشم . په ټول مسجدکی دخلکو دډلی څخه ویواځی یو کس پورته شو اووئی ویل چه تا په هغه ورځ زما څخه دری روپی پورکړی وی هغه ماته راکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل کاکا ځوی فضل بن عباس (رض )ته وویل چه زما له خوا نه هغه ته دری روپی ورکړه .

۳ . عبدالله بن جبیر خزاعی (رض) فرمائی چه یو وخت درسول الله صلی علیه وسلم په لاس کی دکجورو یوه لښته وه اویا مسواک وه چه دهغه په واسطه دیوسړی په ملا کی داغ وشو . هغه وویل (ماته دی درد رارساوه ) نوپه دی خاطر ماته دبدلی اخستلو اجازه راکړی . هغه ص هماغه لښته ده ته ورکړه اوورته ئی وفرمایل (بدله واخله ) هغه دده شاه مبارکه ښکل کړه اووئی ویل ما ته بښلی ئی هیله ده چه ته به داخرت په ورځ زما شفاعت وکړی .

۴ . همداسی یوه بله واقعه ده چه دازدحام په اساس درسول الله صلی الله علیه وسلم دلاس مبارک په واسطه دیو سړی په ملاکی دردپیدا شوی هغه ص ورته وویل چه راشه او بدله واخله ، هغه سړی دهغه ص نوم مبارک ښکل کړ او هغه لښته ئی وغورځوله اووئی ویل یا نبی الله زما اراده او مقصد همدا وه چه مونږ ستا څخه وروسته . ظالمان و ټکوو اودهغوی څخه بدله واخستی شو .

۵ . أبو سعید خدری (رض) فرمائی چه یو ه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دکوره څخه ووت نو یوسړی دهغه ص داوښی رسی ونیوله اووئی ویل چه زما یو کاردی هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل چه پریږده ستاکار کیږی .دری ځلی ئی همداسی وویل لیکن هغه سړی اوښه تللو ته پری نه ښووه . په دی خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم لښته پورته کړه اوهغه ته ئی یو شړق ورکړ . کله چه دلمانځه څخه فارغ شو نووئی ویل هغه سړی چیرته دی . چه ما همدااوس یو شړق وواهه هغه سړی داخری صف څخه راپورته شو اوراغی اووئی ویل زه دالله تعالی اودهغه درسول الله صلی الله علیه وسلم دغضب څخه پناه غواړم . رسول الله ص همغه لښته هغه ته وروغورځوله اوورته ئی وویل (نږدی راشه اوخپله بدله واخله ) هغه ورته وویل چه ما بښلی ئی په دی وخت کی هغه ص حاضرینو ته په وینا کی وویل په هغه الله سوګند یادوم چه زما نفس دهغه په ا ختیار کی دی چه کوم مسلمان چه پربل باندی ظلم کړی وی او دهغه بدله ئی نه وی ورکړی نودقیامت په ورځ به په خپله الله تعالی دهغه دظلم بدله به تری واخلی . دهمدی واقعیتو په لور په اشاره کولوکی حضرت عمر (رض) فرمایلی و . وقد رئیت رسول الله صلی الله علیه وسلم اقص من نفسه :
ما په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم کتلی دی چه هغه دخپل ذات څخه هم بدله ورکوله سعید بن مسیب (رض) فرمایلی دی : رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دخپل ذات څخه دبدلی اخستو حق ورکړی دی . ابوبکر صدیق (رض) هم یو سړی ته دخپل ذات څخه بدله ورکړی وه اوحضرت عمر( رض) هم حضرت سعد( رض) ته دخپل ذات څخه بدله ورکړی وه .

۶ . دحضرت عایشه (رض) څخه روایت دی چه د ( ابو جهم بن خذیفه رض )دیوسړی سره دزکات داخستو په وخت کی څه شخړه راغله ، او ابو جهم ( رض )دکوتک په واسطه هغه سړی زخمی کړ دوهل شوی سړی خپلوان درسول الله صلی الله علیه وسلم عدالت ته راغله او دقصاص غوښتنه ئی وکړه هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چه تاسو دومره اندازه وینه توی کړی اوراضی نامه وکړی ، هغوی په دی خبره راضی نه شو همغه وه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دتوی شوی وینی مقدار ډیراوه ، تر دی اندازی پوری چه هغوی راضی شول بیا ئی خلک راوبلل او په عامه ټولنه کی دهغوی څخه بیا پوښتنه وکړه چه تاسو راضی یاست هغووویل چه بلی اوس راضی یو .

۷ . دابو فراس حارثی رح څخه روایت شو یدی چه یو ځل حضرت عمر رض په خپله عامه وینا کی وویل چه : انی لم ابعث عمالی یضربوا ابشارکم ولالیاء خذوا اموالکم فمن فعل به ذالک فلیرفعه الی اقصه منه قال عمروبن عاص رض لوان رجلا ادب بعض رعیته القصه منه ؟ قال ای والذی نفسی بیده اقصه وقدرئیت رسول الله ص اقص نفسه .
ماخپل حکام ددی له پاره نه دی ټاکلی چه هغوی دی تاسوبی دکوم علته ووهی اووټکوی ستاسی په مالونو په ناروا ډول قبضه وکړی دهرهغه چا سره چه داډول ظلم شوی وی نوهغه دی ماته خبر راکړی چه ترڅوزه ورته دهغه حاکم څخه بدله واخلم ، حضرت عمر و بن عاص ورته وویل چه که چیری کوم حاکم خپل رعیت ته آداب ښئی وفرمایل ، بلی په الله سوګند چه زما نفس دهغه په لاس کی دی زه به ضرور تری بدله واخلم ، ددی امله چه ما رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی دی چه دخپل ذات ( وجودمبارک ) څخه به ئی بدله ورکوله .
۸ . حضرت عمروبن عاص (رض) چه دفاروق (رض) خلافت په دوران کی دمصروالی وه واﺉی چه زه په خپل کورکی ناست وم . چه دعمر فاروق (رض) ځوی عبدالرحمن ابو شحمه ( رض) اوابو سروعه عقبه بن حارث( رض) دواړه ځنګیدلی راغلل اووﺉی ویل چه مونږ څه مشروبه څښلی دی چه هغی پرموږ نشه رواوړی ده په دی خاطرپه مونږ حدنافذکړه ،ما په هغوی دخپل کور په انګړکی حدنافذکړ ، په الله سوګند چه ما ته ددی واقعی خبر یولیک ما ته راورسید :
دلوی الله په نوم چه بښونکی اومهربانه دی دا لیک دالله دبند ه عمر له خوادعاصی بن عاصی په نوم دی . دعاصی زویه حیرانتیا ده ستا په جرﺉت باندی چه تا څنګه زما د حکم مخالفت کړی دی . زما زړه غواړی چه تاعزل کړم ځکه چه تازما دحکم مخالفت کړی دی ( د عمر( رض) په دوره کی به دوری په عامه ټولنه کی وهل کیدی ) عبدالرحمن ستا درعیت یو فرد وه ، دهغه سره همغسی کار کول په کاروه لکه څنګه ﺉی چه ته دنورو عامو خلکو سره کوی . خوتافکر کړی دی چه دادامیر المؤمنین زوی دی ، نوپه دی خاطر دهغه سره امتیازی سلوک په کاردی . حال داچه تاته ښکاره ده چه زمالاره داده چه دحق په معامله کی له هیچا سره رعایت ونه کړی . زما ددی لیک ددررسیدو څځه سمدستی وروسته عبدالرحمن ته دغټی اودبلی ټوټی کمیس ورواغونده . اود (عبا) غوندی په سپرلی ﺉی مدینی ته راولیږه چه په هغه دزین په ځای یو وړه کجاوه وی ترڅو چه دهغه مجرمیت مشهور شی .
همغه وه چه هغه ﺉی همداسی روالیږه اوورسره ئی د عمر فاروق (رض) په نوم یو لیک هم راولیږه ، چه په هغه کی لیکلی وه چه په الله سوګند چه زه عامو مسلمانانو او ذمیانو ته خپل کور په انګړ کی سزاورکوم . ستا دځوی سره په هيڅ ډول مراعات نه دی شوی ، داخط دحضرت عمر (رض) دبل ځوی حضرت عبدالله بن عمر (رض) په لاس جدا رالیږل شوی و کله چه عبدالرحمن مدینی ته راورسید نو حضرت عمر رض هغه ته دوهم ځل ددورو سزا ورکړه ( تعزیرآزائدآ علی حد. ګوهر ) .

۹ . دانس بن مالک رض څخه روایت دی چه د مصر یو سړی حضرت عمر (رض) ته راغی اووئی ویل چه ما او دعمروبن عاص (دمصروالی )ځوی دمنډو مقابله کوله کله چه زه دهغی څخه ترمخه شوم او مقابله می وګټله نوهغه کوتک راواخست اوزما په وهلو ﺉی شروع وکړه اووﺉی ویل چه زه دشریف موراوپلار ځوی یم .
عمر فاروق (رض) حضرت عمرو بن عاص ته ولیکل چه دزوی سره دلته راحاضر شه او کله چه دواړه راحاضرشول نو حضرت عمر (رض) وفرمایل چه هغه شکایت کونکی مصری چیرته دی . کله چه هغه راغی نوورته ئی وفرمایل کوتک راواخله اوبدله واخله ، مصری په وهلو شروع وکړه انس (رض) فرمائی چه مونږ هغه په وهلو خوشحاله وه خو هغه دومره زیات وواهه چه مونږ په زړه کی د اهیله لروده چه اوس نوباید بس کړی . ددی وروسته حضرت عمر فاروق( رض) مصری ته وویل چه عمروبن عاص (رض) هم یو کوتک ووهه لیکن هغه وویل :
ای امیر المؤمنینه زه دهغه زوی وهلی وم اوما دهغه څخه خپله بدله واخسته دبدلی دورکولو وروسته حضرت عمر فاروق (رض) حضرت عمرو بن عاص ( رض) ته په وینا کی وویل چه :
مذکم تعبدتم الناس وقدولدتهم امها تهم احرارآ قال یا امیرالمؤمین لم اعلم ولم یأتنی .
دراشدینو خلفاؤ داکړنلاره درسول الله صلی الله علیه وسلم دشخصی عمل پرته دهغه ص ددی وینا په اساس هم وه (المؤمنون تتکافاء دماءهم ) دمسلمانانو وینی دیوه بل سره برابرحیثیت لری .
یعنی لو ی، کوچنی ، طاقتور ، کمزوری ، حاکم ، محکوم دټولو وینه یو څیرده اودټولو له پاره یو ډول حکم دی لکه څنګه چه دکمزوری رعیت څخه بدله اخستل کیږی .
صحیح اوريښتونی برابری دانه ده چه په حکومت اودورځنی ژوند په وسائلو کی دی ټول خلک برابر اوسی ، دمال اوحکومت په اساس نه تراوسه پوری مساوات اوبرابری جوړه شوی او نه جوړیدای شی . مګر په بنسټیز واړتیا کی دکفالت په خاطرټول اوسیدونکی سره برابر دی اودرزق دپیداکولولاری ټولوته باید ازادی وی ،ریښتونی او حقیقی مساوات دادی چه دقانون له مخی ټول اوسیدونکی برابر وی . اودابرابری او مساوات یواځی په اسلامی نظام کی دی .

دسلطان دقضا په هکله دفقهاؤ رای

دحنفی فقهاؤ (رح) فتوی داده چه قاضی دامیر المؤمنین او دهغه دمامورینواویا په دی ډول دنورو قاضیانو دعوی اوریدای شی او پریکړه پری کولای شی ، قاضیخان فرمائی چه :
ویجوز قضاء القاض الامیر الذی ولاه وکذالک قضاء القاضی الاسفل للقاضی الاعلی وقضا الاعلی للقاضی الاسفل .
دقاضی له پاره رواده چه هغه دهغه امیر ددعوی پریکړه وکړی چه دی ئی قاضی ټاکلی دی . په همدی ترتیب اعلی قاضی داسفل قاضی ددعوی پریکړه کولاﺉی شی ، او همدا راز اسفل قاضی داعلی قاضی ددعوی پریکړه کړلای شی .
دعدلی دقوی دازادی اواستقلال په هکله دامام اعظم ابوحنیفه (رح) نظر داو چه دقاضی حکم په خلیفه هم نافذیدای شی که چیری قاضی خپله پریکړه په حکمران اودهغه په مامورینو عملی نه کړه نوهغه ته په کار دی چی دقضا دمنصب څخه لری شی ، دبنو امیه اوبنو عباسیه دحکومت په مامورینو دیو حکم نافذول اوجاری کول ډیر مشکل کار ګرځیدلی وه . نو په همدی اساس امام ابو حنیفه( رح) دقضادمنصب داخستو څخه انکار وکړ ، دبنو امیه ددوری په لمړی وختوکی د عراق والی یزید بن عمر بن هبیره دی دقضا په قبلولو مجبوکړ اوهغه مبارک ئی په سر ۲۰ یا ۳۰ دوری وواهه او په ځینی روایاتوکی راغلی چه هغه رح ئی لس ورځی هر ورځ لس دوری واهه خو هغه په مسلسله توګه انکار کاوه ، ددی نه وروسته دعباسی دحکومت په وخت کی المنصور په امام اعظم(رح) باندی دقضا دمنصب دمنلو کوښښ وکړ ان تر دی پوری چه دټول عباسی سلطنت دقاضی القضاة منصب ﺉی ورته راوړاندی کړ . مګر امام هغه ته دانکار کولو اصلی علت داسی بیان کړ .
والله مانابمأمون الرضی فکیف اکون مامون الغضب ولواتجه الحکم علیک ثم هدوتنی ان تغرقنی فی الفرأت اوان تلی الحکم او ان تلی الحکم لاخترت ان اغرق ولک حشیه یحتاجونه الی من یکرمهم لک فلا اصلح لک . په الله سوګند چه که چیری زه په خوښه سره هم دا منصب قبول کړم نوبیا هم ستاسو دامیدوړنه ګرځم نو چیرته لا په زور سره که چیری په کومه معامله کی پریکړه ستاسی په خلاف وشی او بیا ته ماته اخطار راکړی چه یا دی دفرات په سیند کی غرقوم اویادی پریکړه بدله کړه نوزه به ډوبیدلو ته غاړه کیږدم خو پریکړه به بدله نه کړم ، بیا خو ستاددربار خاوندان اودهغه په څنګ کی نور خلک داسی ډیر دی ، هغوی ته داسی قاضی په کار دی چه ستا په خاطر دهغوی هم لحاظ وساتی زه ددی کار صلاحیت نه لرم .
کله چه دامام ابو حنیفه (رح) شاګرد رشید ابویوسف دا احساس وکړ چه حالات یو څه بدل شوی دی اودعدلیی ازادی بیرته خپل ځای ته راځی نوهغه دقضا منصب قبول کړ په ۱۶۶ هــ کی المهدی هغه دشرق بغداد قاضی وټاکه دالهادی په زمانه کی هم دی هلته قاضی وه خوکله چی دهارون الرشید دحکومت وخت راغی ، نو په هغه ئی (هارون الرشید ﺉی ) نورهم آثر زیات وکړ اودټول عباسی حکومت قاضی القضاة وټاکه تر دی دمخه هیڅوک په داسی منصب نه وه ټاکل شوی . هغه ته به قاضی القضاة الدنیا ویل کیده هغه ته د قاضیانو دټاکلو ټول واک ورکړی شوی وه . بلکه په ټولو معاملاتو کی قانونی لارښوونه هم دده په غاړه وه یعنی هغه ته دقانون دوزیر حیثیت ورکړل شوی وه .
دهغه په محکمه کی به دعلماؤیوه ډله دپریکړو په وخت کی دتل له پاره موجوده وه چه په دی ډله کی امام احمد بن حنبل رح هم شامل وه هغه په دی وخت کی ځوان وه ددعوی داوریدو په وخت کی به ددی علماؤ ترمځ بحث اوګډه څیړنه کیدله .
ذکرشوی امام (رح) هارون الرشید ته یوکتاب د(کتاب الخراج) په نوم ترتیب اوورکړ ددی په شروع کی لیکل شوی دی . ټول خلک قانون ته یوڅیرو ګرځوی که څه هم هغوی تاسی ته نژدی وی یا لری .
هغه دعدلیی دازادی په هکله لیکی چه :
دانصاف په معامله کی دهرډول واسطی دروازی بندول په کاردی او نه دکوم شخص دمرتبی او حیثیت څه لحاظ وساتی .
دهارون الرشید په وخت کی یوه زوړ عیسو ی دخلیفه په خلاف دیو ه باغ دعوی وکړه قاضی ابویوسف (رح) نه یواځی داچی دخلیفه ترمخ ددی دعوی اوریدنه وکړه بلکه دخلیفه څخه ئی دری ځلی دسوګند یادولو غوښتنه هم وکړه . کله چی هرکرت هغه دسوګندیادولو څخه مخ واړاوه نوذکر شوی امام دمدعی یعنی عیسوی په حق کی پریکړه وکړه .
خودمرګ ترورځی پوری ئی داافسوس کاوه چه خلیفه ئی دعیسو سره برابرونه دراوه .
قاسم بن الحکم عراقی فرمائی چه ما په خپله دقاضی ابویوسف (رح) څخه دوفات په وخت کی اوریدلی وه .
یالیتینی مت علی ماکنت علیه من الفقروانی لم ادخل فی القضاء علی انی ما تعمدت بحمد الله ونعمته جورا ولا حاببت خصما علی خصم من سلطان ولا سوقه .
کاشکی چه زه دفقر په حالت کی وفات شوی وائی او دقضا په مسؤلیت کی نه وی داخل شوی خو ددی سره چه دالله شکر اودهغه فضل دی چه ماقصدا په چاظلم نه دی کړی . او نه ددعوه کونکو دیوی ډلی سره می دبلی په نسبت زیاته مینه کړی ده که څه هم هغه حکمران وی یا عام بازاری سړی .
دحسن بصری ( رح) لیک دعمر بن عبدالعزیز (رح) په نوم ، واعلم یا امیر المؤمنین ان الله انزل الحدود لیزجربها عن الخبائی والفواحش فکیف ادتاها من یلیها وان الله انزل القصاص حیاة لعباده فکیف اذ قتلهم من یقتص لهم .
ای امیر المؤمنین ، ښه پوه شه چه الله سزاګانی ددی له پارر الیږلی دی چه خلک دهغی په اساس دګنده او بدوکارونو څخه منع شی ، نوعام خلک به څنګه منع شی چه حکام هغه حکمران په خپله دبدیو اوفحش کارونو مرتکب ګرځی ، الله دقصاص حکم په دی خاطر رانازل کړی دی چه دهغه ساتنه به څنګه وشی کله چه دهغو حکمران په خپله قتلول شروع کړی .

دهارون الرشید په نوم دسفیان ثوری (رح )لیک

هارون الرشید دځواک دلاسته راوړو وروسته امام سفیان ثوری(رح) ته دعبا دالطالقانی په لاس یو لیک ورواستاوه چه په هغه کی ئی لیکلی وه چه زه ستادلیدوارزولرم او شکایت ئی کړی وه چه نوروعلماء وزما سره لیدنی وکړی او مبارکی ئی راکړه لیکن تانه مبارکی راکړی او نه دی راسره لیدنه وکړه . داخط امام ته هغه وخت ورووسید چه هغه دکوفی په مسجد کی دشاګردانو ترمنځ ناست وه دخط داوریدو وروسته هغه وویل ددی لیک په شا زما ځواب ولیکی ، دسفیان ثوری (رح) دالیک د حق یوه ښکاره نمونه وه ، دقضا د لوړوالی او د قضا (علی السلطان واعوانه ) په هکله دالاندی اقتباس ملاحظه کړی .
یا هارون قعدت علی السریر ولبست الحریر اسبلت سترادون بابک وتشبت بالحجة برب العلمین ثم اقعدت اجنادک الطلمة دون بابک وسترک الناس ولاینصفون یشربون الخمورویضربون من یشربها ویزنون ویحدون الزانی ویسرقون ویقطعون یدالسارق افلا کانت هذه الاحکام علیک وعلیهم قبل ان تحکم للناس .
ای هارونه ته په تخت ناست ئی دوریښمو کالی دی اغوستی دی په دروازو دی پردی راځوړندی کړی اودخلکو څخه په پټوالی سر ه د الله تعالی سرمشابهت کوی ددی نه پرته تاپه د روازه کی هم خلک ټاکلی دی چه په ظلم حکم کوی انصاف نه کوی هغوی په خپله شراب څکی خو نورشرابو څکونکوته سزاورکوی په خپله زناکوی خونوروزناکونکو ته سزاورکوی په خپله غلاکوی خودنورغلو لاسونه ورپری کوی په خپله وژل کوی خو دنورو وژونکو څخه قصاص اخلی نوایا دالله داقوانین په تا اوستا په دی مامورینو دنوروڅخه ترمخه دجاری کیدو له پاره نه دی راغلی ؟
دلیک په مشروع کی ئی دملت دخزانی په بی ځایه استعمال سخت تنقید کړی دی او په اخرکی ئی دقیامت دور-ځی څخه ویرولی دی ، او لیکلی ئی دی چه .
فایاک ایاک ان تکتب لی کتاب بعد هذافلا اجیبک والسلام » خبر اوسه ، خبراوسه چه په راتلونکی کی زما په نوم هیڅ لیک ونه لیکی او که نه نوزه به ځواب درنه کړم والسلام .
کله چه هارون الرشید دالیک ولوست نودسترګو څخه ئی اوښکی روانی شوی ، یودرباری ورنه پوښتنه وکړه چی هغه ستا په مقابل کی ډیر جرئت ښولی دی دهغه نیول په کار دی .
هارون ورته وویلی . ته ددنیا بنده ئی او سفیان رح یواځی دیوه امت حیثیت لری .

نوراشئ ګرانو لوستونکو قضاوت وکړئی چی دقانون پورته والی اودقضا خپلواکۍ ته په اسلام کی څومره لوړمقام ورکړشوی دی موږ اوتاسی ګورو چی نن سبادقاضی اوقضامقام چرته دی اوقاضیان په کومواوصافوموصوف دی او ددوی پریکړو سره داجرایه قوی دمسولینوله خواڅه رازبرخوردکیږی .

(فاعتبروایااولی الابصارواسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته )