د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجال،څوک،چيري او کله ؟ له چاپه راووت

پښتون 07.12.2010 20:42

دجال،څوک،چيري اوکله نومي کتاب دپاکستان دوتلي او ژور ديني عالم او مفکر مفتي ابولبابه شاه منصور په قلم ليکل شوی هغه اثر دی چې د دجال دراوتلو په اړه پکې بحث شوی دی.


دغه کتاب په حقيقت کې دهغو بيلابيلومقالو ټولګه ده چې وار دمخه په بيلابيلو پاکستانيو ورځپاڼو کې خپرې شوي وې. وروسته دغه مقالې ديوه کتاب په بڼه سره راټولې او خپرې شوې.دغه کتاب په پاکستان کې په وروستيو وختونو کې ترټولو دډير خرڅيدونکي کتاب بڼه خپله کړي وه او ديوه کال په موده کې اته ځلې له چاپه راوتلی دی،چې په وروستي ځل په يوه وار شل زره ټوکه کتابونه چاپ شوي او دامهال لاهم په مارکيټ کې نشي ترلاسه کيدلای.


په دغه کتاب کې ددجال،حضرت مهدي او حضرت عيسی عليه السلام دمبارزې اوپدې اړه دشرعي نصوصو او نورو نبوي احاديثو له مخې بحث شوی دی.همدار راز دغه شرعي نصوص داوس مهال له ځمکنيو حقايقو سره ځای پرځای پرتله شوي هم دي.


دجال،څوک،چيري او کله يو شعور جوړوونکی کتاب دی او دهرمسلمان لپاره لوستل يې خورا اړين دي.
ښاغلي عنايت الله کاکړ دغه کتاب پښتو ته اړولی او يوڅه لنډيز يې پکې راوستلی دی.
دغه کتاب په کراچۍ کې دشفق علمي خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوی دی.
دکتاب مينه وال له ژباړن سره په کراچۍ لاندي شمېره تماس نيول کيدای شي:
03212055240