دلغمان والي:دچاودنو قربانيان ټول ملکي وګړي دي!
20.11.2010 13:09دلغمان والي محمداقبال عزيزي چې دا مهال دجرمني هيواد په ليدنه بوخت دې دلغمان په مرکز مهترلام کې يې دننيو چاودنو وروسته دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل ددې چاودنو ټول قربانيان ولسي بې ګناه وګړي دي ده وويل په وژل شويو کې يوه وړه ماشومه انجلۍ يوه ميرمن او يو بوډا سړى شامل دي دده په وينا نور ټول ټپيان ښځې او ماشومان دي چې دروغتون ته دبيلابيلو ناروغيو د درملنې په موخه راغلي و ده ددولت دمخالفينو دا کړنه په سختو ټکو کې وغندله ويې ويل دې پيښو سخت خواشنيې کړيدې دلغمان والي دغه راز وويل چې لغمان دافغانستان په ختيز کې پروت تر ټولو امن او خوندي سيمه ده خو مخالفين غواړي چې ددې ډول پيښو په ترسره کولو سره يې ناارامه کړي ده پر مخالفينو غږ وکړ چې دبې ګناه ملکي وګړيو له مرګ ژوبلې دې لاس واخلي دده په وينا دمخالفينو دا کړنې دخلکو په زړونو کې کرکه اونفرت نور هم زياتوي محمداقبال عزيزي دلغمان پر خلکو هم غم وکړ چې خپل صبر او زغم له لاسه ورنکړي ياده دې وي چې دلغمان د نن ورځې چاودنو پړه ددولت مخالفې وسله والې ډلې طالبانو پر اړه اخيستې او دعوه يې کړې چې په دې چاودنو کې يې ملي پوليسو او دملي امنيت ادارې کارکوونکو ته مرګ ژوبله وراړولې ده دا په لغمان کې دملي امنيت ادارې دلومړي مرستيال ډاکتر عبدالله لغمان تر وژل کيدو وروسته دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې تر ټولو ستره پيښه ده.