د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنیکمرغه لوی اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام!

د طالبانو وياند 16.11.2010 08:42

دنیکمرغه لوی اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام!

 

بسم الله الرحمن الرحيم 

 الله اكبر الله اكبر ، لا اله الا الله و الله اكبر ، الله اكبر و لله الحمد

الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونستهديه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له،ومن يضلل فلن تجد له وليا مرشدًا.وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله. أمـا بعد:

دافغانستان ځوریدلي مجاهد ملت، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مؤمنو پرګنو ،ټولولرې او نږدې  مسلمانو اولسونو ، او په مجموع کې درست اسلامي امت ته  !

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دخوښۍ ،ایثار او قربانۍ داستره ورځ دې ټولوته مبارکه وي،  الله تعالی دې دټولو عبادات او قربانۍ قبولې کړي ،بیت الله شریف ته دورغلیوحجاجو کرامو حجونه  اود نړۍ په ګوټ ګوټ کې دحق دلارې دمجاهدینو او دهغوئ دهمکارانوستړې او ستومانۍ دي الله تعالی په خپل دربارکې منظورې او په اسلامي امت دې دالهي فضل ،نجات او نصرت دنزول سبب وګرځوي .دلوی اختردمبارکئ په ترڅ کې غواړم چې دهیواد او نړۍ د روانوجریاناتو په اړه څوضروري ټکي درسره شریک کړم :

دهیواد دداخلي جریاناتو په اړه :

دالله تعالی په ځانګړي نصرت اودمجاهدینودمخلصانه قربانیو  په برکت نور دمتجاوز دښمن دشکست شیبې  ډیري رانږدې شوې دي، اودجګړې په ډګر کې مات شوي دښمن ته یوازې  مطبوعاتي لاپې ورپاته دي، او په میډیا کې ځان دپرمختګ په حال کې تمثیلوي، خوحقیقت هغه دی چې مونږ اوتاسو یې وینو دښمن هره ورځ دهیواد په ټولو سیمو کې دشاتګ او محاصره كېدو په حال کې دی، او ورځ تربلې یې دسرزیان زیاتیږي،دهمدې فشاراثردى چې دښمن د سولې اومذاکرې غولوونکې چېغې وهي، ترڅوپه همدې ډول پر ځان پوځي فشارکم کړي خوداچې دښمن مو دوسلې په زور په کور راختلی اوجنګ راباندی تحمیل شوی زمونږ دنجات یوازینۍ لاره في سبیل الله مسلح جهاد دی،زموږ مجاهدولس به کله هم دجهادپه مقدسه لارکې دستومانۍ احساس ونکړي،  ځکه جهاديوه الهی فريضه اوسترعبادت دی چې ستومانۍ نه قبلوي. اودادفخرځای دی چې مجاهدین او ولس دوروڼوپه شان ددین ،عفت  اودهیوادداستقلال ددفاع لپاره سرونه نذرانه کوي  او دښمن ته ددې فرصت  نه ورکوي،چې دتبلیغاتو او نورو پټو توطیو له لارې يې ترمينځ درز واچوي. داچی  دښمن اوس دمحلي ملیشوپه جوړولوسره غواړي چې خپل ځانونه دمجاهدینو له حملوڅخه خوندي او له افغانانو څخه دسپر(ډال) کار واخلي  ددی دسیسی شنډولوته خاصه پام لرنه شوې اوښې لاس ته را وړنې لرو. همدارنګه د ځینوکورنیو اوبهرنیو دښمنانوله لوري  زموږ دګران هیواد دتجزيې خبری كېږي،  دوئ دې خبر واوسي چې په هیوادمین ولس او اسلامي امارت به هیچا ته ددې ناولی پلان دعملي كېدواجازه ور نه کړي .

دکابل دګوډاګي رژیم په په اړه :

دکرزي دګوډاګي رژیم په وجود کې دافغان ولس او ګران هیواد حالت ورځ تربلې خرابیږي، دافغان ولس  کړاوونه زیاتیږي,لوږه ،فقر ،بې کوري ، عامه مرګ ژوبلې ،ډول ډول ناروغۍ ،دځوانانو بې لاري،دغه رازددیموکراسۍترعنوان لاندې رازیږیدلي اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی ، دازادبازار دسیستم په چوکاټ کې دسوخت او خوراک دتوکو په شمول دټولو موادو بازار څوتنو لوړپوړو حکومتي محتکرانو په ولکه کې اخیستی ،چې قیمتونه هم ورته په خپله ټاکي، له همدې امله خو دهیواد زیاتره بې وزلې کورنۍ لکه چې ټول یې وینو سوال او ګدایي ته مجبورې شوې , اوفسادخپل وروستي اوج ته رسیدلی دى .

دايوازي زموږوينا نه ده, بلکې ددې رژيم مؤسيسين اوباداران هم اعتراف کوي چې ددوئ ګوډاګی رژيم په ټوله نړۍ کې په اداري فساد اوبدعنواني کې په دوهم نمبردى،داځکه چې واکمنان يې نورو راوستلي، اودهيوادله مستقبل اوښيرازۍ سره کومه مينه نه لري،يوازي دخپلوجيبونو د ډکولو او دولس دشکولوپه فکرکې دي،دوئ اکثره دلويديځ تابعیتونه لري،اوافغانستان ورته خپل هيواد نه ښکاري. امریکایان غواړي دافغانانو په استخدام سره دخپلو همدغوڅوتنو غرب ځپلو اخیستل شویو اجیرانو په مشرۍ کې یوداسې رژیم په واک کې وساتي ،چې تروروستي حده بې ارادې  ، ګوډاګی اوددوئ په مرستو متکي وي، ترڅو په دې توګه په سیمه کې خپل پایښت ته لاره هواره او اشغال وغزوي .

دافغان مسلمان  ولس روانې بدمرغۍ او امتحاني حالاتو ته  په پام سره په دې فاسدرژیم کې ولاړدهرافغان  وجیبه ده چې نور دمتجاوزو اشغالګرو له همکارۍ څخه لاس واخلي ، دخپل کور په ورانولو کې له خپلو عقیدوي دښمنانو سره همکاري ونه کړي ، ځکه چې په دغسې یوه فاسد ، دخپل اولس په وړاندې جفاکار، او ګوډاګي رژیم کې کار کول هیڅ دیني او اخلاقي مجوز نه لري  اوکه یې ددښمن په وړاندې په جهادي صف کې دریدل له توانه بهر وي،نو دومره خوکولای شي چې دنه همکاري له لارې ورسره خپله ایماني او وطني وجیبه سرته ورسوي، او له دې ځان وساتي چې سبادخپل ولس او تاریخ، اود قیامت په لویه ورځ دالله تعالی په وړاندې شرمنده اووسي. زموږدتیروغوښتنوپه تعقیب له مخالف صف نه درا جلاكېدونکوکسانوپه شمیر کې کافي زیات والى را غلی اودایودستایني وړعمل دی.  موږخپلوټولو مجاهدینوته لارښونه کړې چې دداډول کسانو قدر وکړي .

د امریکایانو له لوري دمذاکراتو دآوازوپه اړه :

اسلامي امارت دهیواد دروانې لانجې لپاره په هماغه پخواني څرګند موقف باندې ولاړ دی، او دافغانستان دمسئلې حل  دبهرنیو يرغلګروعسکرو په وتلو،  او دیوه واقعي شرعي اوخپلواک نظام په نفاذ کې ویني .

مکاردښمن چې زموږهیواد يې دناروا پوځي یرغل په نتیجه کې اشغال کړی دخپلې دوه مخې پالیسۍ په اساس له یوې خواپوځي عمليات پراخوي اوله بلې خوا کوښښ کوي چې دمذاکراتو په بې اساسه اوازوسره دخلګوپه سترګوکې خاورې واچوي،هغوئ چې دمذاکراتو او دامارت په موقف کې دانعطاف  کومې خبرې  راپورته کړې دي ،اویایې داسلامي امارت دمسئولواشخاصو سره دلیدوکتواوازې خپرې کړې دي داټول یوازې پوچ او بې بنسټه تبلیغات  دي،دښمن هڅه کوي چې په داسي سمبوليکواعلانونوسره په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي،اوخپلو ولسونوته کاذب اميدونه ورکړي. دافغانستان مومن ولس اونړیوال  باید داسلامي امارت دمشرتابه اوتعین شویو معلومو ویندویانو له اظهاراتو پرته  داسلامي امارت دموقف په اړه په هیڅ ډول خبرونو او اوازو باور ونه کړي،  ځکه داډول خپرونې ددښمنوهېوادونوداستخباراتي ارګانونولخواتهيه کيږي، اوترهمدي ارګانونوپورې تړلې ميډيايې په پوره شداومدسره په بې مسؤليته توګه خپروي، اوموخه پکښې داده چې دپوځي ډګرشکست په تبلیغاتي جګړې سره تلافي کړي خو هيڅکله به هم زموږدبهادرولس اومجاهدينوپه وړاندې  داډول  تجربه شوې توطيې مؤثريت ونلري .

دکابل میشت پخواني جهادي مشران او مخور هم بایدپوه شي چې امریکایي یرغلګرولکه څنګه یې چې دسولې دشورا په نامه په عنوان شوې پروسه کې ستاسو غوندې له ځینو مخورو څخه دمجاهدینوپه ضدګټه پورته کړه، دتل غوندې به بیاهم هڅه کوي چې  دکابل دلاسپوڅي رژیم په خوا کې ستاسو له وجود څخه دخپلوناروا موخو لپاره استفاده وکړي  ،نه پوهیږو له دوئ سره ستاسو یواړخیزه همکاري دکوم هدف لپاره صورت نیسي؟ آيا په دااوسني رژيم کې ستاسودپخواني جهاداهداف اوهيلې منعکسې شوې دي؟ آياستاسوڅوارلس کلن جهاد،ددې لپاره ووچې دروسانو پر ځای امریکایان افغانستان اشغال کړي؟

که غواړئ له خپل دې ناوړه حالت څخه نجات ومومئ، او دیوه سرلوړي افغان مسلمان غوندې ژوند وکړئ، نو دعزت او شرف یوازینۍ لاره مقدس جهاداوداستقلال ترلاسه كول دي، راشئ  دمتجاوزو یرغلګرو په وړاندې په مخلصانه مبارزې سره خپلې څو کلنې اشتباګانې جبیره کړئ ، ددې معنا دانه ده، چې  ټول دې هرومروسنګرونيسي ،بلکې هرڅوک بايد له خداى ورکړي استعدادنه  ددي مقاومت په ګټه اوننګه کار واخلي، اسلامي امارت دراتلونکي افغانستان لپاره دښې حکومت دارۍ،رښتیني امنیت،اسلامي عدالت ،ښووني اوروزنې ،اقتصادي پرمختګ،ملي یووالي ،اوداسي بهرنۍ پالیسي په اړه چې هیواددنوروله ضررنه وساتي، اوهم نړیوال مطمئن کړي چې راتلونكې افغانستان به هیچاته ضرر رسونكى نه وي،یوه جامع تګلاره لري .

دهيواد دنظامي وضعیت په اړه :

زموږراتلونکي پوځي پروګرامونه به دهیواد دموسمي او جغرافیاوي شرایطوسره سم مجاهدینو ته دورکړل شوي پلان په اساس پر مخ ځي، اوهڅه موداده چې دښمن په یوه ستړي او ستو مانه کونکي جنګ کې په داسي ډول ښكېل وساتو چې بالاخره یې دپخواني شوروي اتحاد په شان دومره وځپوچې بیانو په یوه پریکنده ګذارسره داسې وشړیږي چې دټنګيدو توان پکې پاته نشي. دهمدې موخې لپاره مولنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طر حه کړي اونتایجو ته یې خو شبین یو. پوځي ستراتیژي مو داده چې عمليات په تدریج سره زیات اوپه ټول هیواد کې خپاره کړواوهم دښمن له پټوغارونو نه راوتلو ته اړاوبیا یې دتکتیکې  حملوپه مټ ښه وځپو. زموږ داتجربه په مارجه ،کندهار، اویوشمیرنوروسیموکې خوراکامیابه ثابته شوه په دې سلسله کې بایدمجاهدین ترهرڅه مخکې لاخپلو جهادي هڅو ته متوجه شي، او له ورکړل شوي پلان سره سم خپلو جهادي عملياتو ته انکشاف ورکړي. خپل ټول توان وکاروي ترڅو دزوال په پوله  ولاړ دښمن له دې خاورې تيښتې ته اړشي ، په خپلو ټولو ورځنیو مصروفیاتو کې  له الله تعالی  سره رابطه قائمه او دائمه  ولري، الله تعالی دټولو چارو خالق او متصرف وبولي ، اوخپلې لاسته راوړنې  دالله تعالی دخصوصي فضل او نصرت ثمره وبولي، په خپلوعباداتوکې ډيروالی  راولي، دجهاد په جريان کې هغو خاصو مسنونو دُعاګانو اواذکاروته پوره وخت ورکړي چې دلا ډير اطمینان اوسکون سبب کيږي ،داډول احساس به په مجاهدينو کې دتوکل ،اخلاص ،خضوع ،اودالله تعالی درضاحاصلولو ماده لاقوي کړي ؛ ځکه د مومن دغه اوصاف  هغه څه دي چې په سختو شرایطو کې دالله تعالى دفضل اونصرت دنزول سبب ګرځي .

همدارازدجهادپه سپيڅلې لاره کې دجهاداسلامي اخلاق ديوې شيبې لپاره هم له ذهنه مه باسئ !دخپل توان په اندازه جهادي موضوعات بايدپه حديثو، اوفقه، کې مطالعه کړئ ،  دملكي خلګودسراومال خوندیتوب ته ډیر پام کوئ  تر څوخداى مکړه ستاسو جهادي فعالیتونه دعاموخلکودسر اومال دضایع كېدوسبب ونه ګرځي، ځکه هرهغه څه چې په اسلام کې مجازنه وي،هغه زموږپه پوځي پاليسۍ کې هيڅ ځاى نه لري؛په خپلومینځونوكې محبت سره کوئ، اوپه سختۍ كې یو اوبل ته لاس سره ورکوئ، او له خپل ولس سره نژدي او په رابطه كې واوسئ، دسیمو دمشرانو اوبانفوذه خلکوسره  سلامشورې کوئ، سالمومشوروته يې غوږ نیسئ اوعملي کوئ يې .

دهيوادځوان علمي،فرهنګي کهول اودپوهنتونونومحصلينوته:

زموږداسلامي هيواد دځوان علمي اوفرهنګي نسل په توګه تاسوددې هيواد دسبا ورځي مشران ياست،زموږ دښمن ډيرې هلې ځلې کوي چې ددې مسلمان هيوادځوان نسل دپردي يرغليزفرهنګ اوعقايدوتراثر لاندې  راولي،ترڅوزموږ دهيوادتاريخ،زموږديني ارزښتونه اوزموږمستقبل له ګواښ سره مخ کړي،په دې لاره کې زموږ ديني اوتاريخي دښمن په ډيره ماهرانه اوپيچده ډول مغرضانه تبليغات اوپراخ مالي مصارف کوي،ترڅو زموږ ځوان نسل له افغاني او اسلامي تشخص نه ورو, ورو ليري کړي،تاسوددې اسلامي هيواد دځوان نسل په توګه افغاني او اسلامي مسئوليت لرئ ،چې ددا ډول افغان اواسلام ضد دښمنانه هلوځوپه وړاندې په خپل هرډول استعداد،ژبه اوقلم نه ستړي کيدونکې مبارزه وکړئ،اوخپل تاريخي،ديني، اوکلتوري دښمن کاميابي ته  پرې نږدئ! تاسوبايد په دې پوه شئ چې زموږمکار دښمن يوشميرپلورل شويوافغاني کړيوته په مخفي ډول پراخ مالي مصارف او امکانات ددې لپاره ورکوي،چې په هيوادکې خپل مينځي سمتي اوژبنۍ جګړه توده وساتي،ترڅوپه مستقبل کې دهيوادتشخص او وحدت ته زيان ورسوي،اوله افغانانو نه خپل انتقام له همدې لارې واخلي،خوتاسوعلمي ځوانان بايد دتل لپاره له داډول منفي حرکتونونه ځانونه وژغورئ، اوخپله ټوله توجه داسلامي فرهنګ پياوړتيا او دهيواد داستقلال او وحدت سپيڅلي چوپړته را واړوئ،ځکه چې دمسلمان عزت په اسلام اواسلامي وحدت کې دی،همدا تاسوياست چې داسلامي فرهنګ اوافغاني هويت ستنې له نړيدلو ژغورلى شئ .

اسلامي امارت ستاسو خپل صف اوسنګردى ،ستاسو په ملاتړ،ژبني اوقلمي جهاد دتل لپاره وياړي، اوتاسوته دزړه له کومي درناوى لري ،اودامقاومت ستاسو په علمي اوفرهنګي هلوځلو لا ګړندى کيږي.

داسلامي نړۍ  ولسونو اوحکومتونوته :

دنړیوالې اسلامي کورنۍ   دیوه غړي په توګه دافغانستان اسلامي امارت  په نمایندګۍ دلوی اختردورځې له مناسبت څخه په استفاده غواړم  داسلامي نړۍ حکومتونو او اولسونو ته ورپه یاد کړم چې دعقیدوي  محکمې رشتې او تړاو له امله مو باید داشغال شوي افغانستان قضیه او دمظلوم افغان ولس حالت له پامه نه وي غورځولی  ، تاسو باید په یاد ولرئ چې افغان ولس داسلام او اسلامي نړۍ په ننګ هروخت دفخر وړ رول ادا کړى اوپه دې لاره کې یې دتاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي ، په اسلامي نړۍ دیرغل کونکو چنګیزي ،انګریزي او کمونیستي ښكېلاکونو په وړاندې همدا ولس داوسپنیزمحکم دیوال په توګه پاته شوی او اسلامي نړۍ ته یې نجات ورکړی.  نن یوځل بیا همدا ولس یوازې دخپلې  عقیدې په جرم  په یوه ستره ابتلااوتپل شوې جګړې کې راښكېل دی ، هره ورځ ددې ولس ښځې او نارینه  دیرغلګرو په بمبارونو کې په شهادت رسیږي او کوچنیان یې یتیمان پاته كېږي. دغه راز ددښمن دعملياتو او بمبارونو له ویرې  بې وسه وګړي  داخلي او بهرنیو هجرتو نو ته اړكېږي  ، داوږد و  جګړو له امله  ولس له عمومي بې وزلۍ او فقر سره لاس  اوګریوان دی  ، څنګه چې افغان ولس داهرڅه یوازې دسپیڅلې قراني حاکمیت  او اسلامي عقیدې ددفاع په لاره کې قبول کړي، باید  دنړۍ مسلمانان یې دردونه درک کړي ، دیوه سیال سوچه مسلمان په توګه ورسره تعامل وکړي او دخپلو امکاناتو په اندازه یې  داسلامي ورورولۍ حق اداکړي .

همدارنګه دنړۍ اسلامي هیوادونه باید دافغانستان،عراق اوفلسطین له مسائلو څخه ځانونه پردي ونه بولي او دخپلو بهرنیو تګلارو په رڼا کې  خپلې رغنده هڅې ونه سپموي ، دوئ بایدددغو ولسونو درد او ستونزه خپله ستونزه وبولي، او دحل لپاره یې مثبت رول ولوبوي  .

امریکایي اواروپایې ولس او دپارلمانونو غړو ته :

افغانستان یو ازاد اسلامي هیواد دی چې په سیمیز او نړیواله کچه بې سارى ویاړمن تاریخ او په خپلواکي مین ولس لري   دا ولس کله هم دچاد خپلواکي لپاره ضرر نه دى ګرځيدلى، دتاریخ په اوږدو کې یې چاته دا اجازه هم نه ده ورکړې چې استقلال یې ورنه سلب کړي ، اوس چې ستاسو پوځیانو ديوشميراستعماري موخو لپاره  په دې خاوره تجاوز کړی، داد افغانانو دیني او بشري وجیبه ده چې ستاسو دپوځونو  په وړاندې ودریږي.  تاسوفکروکړئ چې که ستاسو په هیوادونوکوم څوک داډول       یرغل وکړي ایاتاسي به بی تفاوته پاته شی؟څه فکرکوي زموږملت بايد په خپل هېوادکې اشغال اوتجاوزته اجازه ورکړي ؟ دنيواک په وړاندې بې تفاوته پاتې شئ؟اودخپل عزت ،ناموس ،دينې ارزښتونواوهېوادني حيثيت اواستقلال په اړه به هيڅ عکس العمل ونښیئ ؟ دانصاف په صورت کې طبيعي ده چې تاسوبه هم موږته داشغالګروپه مقابل کې دمقاومت  دلادوام اوپياوړتيا حق راکوئ .

افغانانو له خپلو ناڅیزه امکاناتو خو قوي عزم او په خپل حقانیت له باور څخه په استفاده په  تیرونهوکلونو کې  ستاسو پوځي او سیاسي مشرانو ته وښوده، چې نشي کولاي خپل اشغال په دې ولس ومني ،دقواووپه زياتولوسره هم کوم بدلون رانغى او نه به هم راشي ان شاء الله، بلکې ستاسو دعسکروتلفات نورهم زيات شول، خوله دې واقعیت سره سره ستاسو سیاسي او پوځي مشران خپل سرزورئ اوناکام سیاست ته بياهم  دوام ورکوي .

په دې برخه کې ترهرچا وړاندې باید تاسو ځان  ته حقایق روښانه او واقعیتونه په ژوره توګه وڅيړئ او په دې اړه بې پرې فکراوغوروکړئ چې آیادنړۍ حکومتونه او ولسونه به ترڅه وخته ستاسواستبدادي سیاست او دولسونویرغمل نیونه وزغمي ؟

ددې لپاره چې تاسې اوافغان ولس ددې غیرموجهې جګړې له ستومانۍ څخه هوسا شوي وي، باید ژرترژره یې  دپای ته رسولو لپاره اقدام وشي ، که جګړه اوږدیږي پرته له دې چې ستاسو دپوځونو تلفات لا زیات شي او اقتصادي بوج يې یوپه دوه شي نوربه هیڅ نتیجه ونه لري. تاسو باید پوه شئ چې دادافغانانو هیواد دی، او افغانان خپل هیوادکله هم  نه شي پریښودلای، دلته که خارجي یرغلګردهرڅومره وخت لپاره هم اوسي په وړاندې به يې مقاومت روان وي ، په دې اړه که تاسو تاریخي شواهدو ته سرورښکاره کړئ ډیر څه ترې زده کولای شئ ، نوښه داده چې تاسو ددې سیمې په پریښودلو سره دجګړې په اور اوبه تویې کړئ ،زموږپه خاوره  کې دبهرنیو قواووشتون ،پخپله دجګړې دزياتوالي اوتوندوالي لاملونه برابروي،چې پايله يې ستاسو لپاره بې ساري مالي اوځاني تلفات دي.

دافغانستان ګاونډیواودسيمې هيوادونوته:

افغانستان ديوخپلواک اومستقل هيواد په توګه دخپل هويت دترلاسه کولولپاره يوې سختي جګړې ته مجبوره شوى،استعماري هيوادونه چې په سرکې يې  امريکا ده ،غواړي چې زموږتاريخي خپلواک هيواد په يوه او بله بهانه په سيمه کې پخپله پوځي اډه بدل کړي،ددي لپاره يې يوشمير نورهيوادونه هم ملګري ته هڅولي،اودملګروملتونونړيواله اداره يې هم ديوه شخصي ارګان په توګه دتل په څير د امريکا په تول برابرو  پريكړوته اړايستلې،له تاسونه زموږهيله داده چې داستعمارګرانو د پوچوتبليغاتوپرځاى  له واقعیتونوځان خبرکړئ!

اوزموږدمظلوم هيواد داستقلال لپاره خپل اخلاقي مسئوليتونه له پامه ونه غورځوئ.

امريکايان غواړي چې دخپلې دوه مخې ديپلوماسۍ اوتبليغاتو له لاري داسلام او وطن څخه زموږبرحقه دفاع اومقاومت دنړۍ لپاره دضررپه نامه ونوموي،په داسي حال کې چې په دې اړه هيڅ ډول قانع کوونکې اومستندشواهد اودلايل هم نه لري.

هیله

په اخیر کې له ټولو مسلمانانونه هیله کوم چې دقربانۍ او ایثار په دې ورځو کې دالله تعالی دلارې  دمجاهدینو ، زندانیانو ،شهیدانو اوبې کوره شویو وګړو کورنۍ او او لادونه په یاد ولرئ ،ځکه چې  هغوئ  دویاړلي  دین ( اسلام ) اودهیواددفاع لپاره قربانۍ ورکړې دي ،دهغوئ یتیمان او  ورثه باید په یاد ولرئ اودخپلو اولادونو غوندې یې  له هره لحاظه ونازوئ، اوپه خاص ډول یې داخترپه خوښیوکې درسره شریک کړئ .

لوی اخترمویوځل بیا مبارک اوالله تعالی موله غمونو وساته  .

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داسلام خادم

امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد

دوشنبه 9/12/1431 هـ  ق

  م  15/11/2010