د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان په راتلونکي پارلمان کې به ایراني وګړي دافغانانو استازیتوب وکړي

حنان حبیبزی 22.10.2010 11:36

نن ما یو بل ډول  برښنالیک ترلاسه کړ.  د افغانستان د راتلونکي پارلمان د یوې وکیلې د پیژندګولۍ پاڼه ورپورې نښتې ده. دا  ایرانۍ تذکره  یا په پارسي کې دکارت شناسايی ملي  رڼه  کاپي ده چې د فرشته سجايی امیني  په نامه  د یوې ښځې  پيژندګلوي وړاندې کوي .دغه ښځه به د افغانستان په راتلونکي پارلمان کې د نیمروز ولایت د خلکو استازیتوب وکړي.



 یو سړی چې د افغانستان د ټاکنو په کمیسون کې مخکښ چارواکی دی ،ادعا کوي چې دغه اسناد د فرشته امیني دي. دی چې ددې اسنادو په موندلو بریالی شوی دی، نه غواړي خپل نوم واخلي او  دا یې  د برښنالیک له لارې ماته استولي دي. فرشته امیني د نیمروز له  ولایت څخه دافغانستان پارلمان ته ولاړه وه چې ټاکلې رايي یې ګټلي دي او په پارلمان کې به برخه ولري.



 نوموړې د۱۳۹۲ لمریز کاله پورې د ایران تابعیت لري. دې خپل دوم نوم په امیني هغه وخت واړاوو چې د نیمروز ولایت پر چارواکو د ایران له پرله پسې فشارونو  وروسته یې افغاني اسناد ترلاسه کړل. خو داچې اغلې سجايي څه ډول او څنګه په نیمروز کې استوګنه شوه ،په بریښلیک کې هیڅ ډول مالومات  نه دي ورکړل شوي.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ایران د څرګندو لاسوهنو په اړه ما یوه مقاله ولیکله چې په یو امریکايي ژورنال کې خپره شوه. ددغې مقالې له خپریدو یوه ورځ وروسته بیا هم د یو داسې بریښلیک په ترلاسه کولو  حیران نشوم.

 ایران په ښکاره ډول  په افغانستان کې د کلکو ریښو پر غځولو بوخت دی او د خپلو پروژو د عملي کولو لپاره یې یو شمیر ډلې ټپلې روزلې دي چې په افغان پارلمان کې د یو ایراني وګړي ننباسل ورته  څه سخته خبره نه ده.

د ایراني فاشیزم څرګند لاسونه :

په داسې حال کې چې ایراني رژیم  ته د حامد کرزي دنژدې ترینه ملګري په توګه کتل کیږي، دغه هیواد په افغانستان کې د هغې شیعه لږکی ټینګ سیاسي، پوځي او مالي ملاتړی دی چې د طالبانو له ماتې ورورسته د ۲۰۰۱ کال راهیسې د کرزي په رژیم کې د تمې خلاف لوې ادارې کنټرولوي.

ایران د ۱۹۹۰ کلونو د تنظیمي جګړو یو مخکښ لمسونکی وو او له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵ پورې د کابل په سوېل کې د خونړیو جګړو له لوبغاړو سره یې مالي او پوځي مرسته وکړه.

 په ۱۹۹۲ کال کې د جبل سراج تړون د افغانستان د ګټو پخلاف د ایران په هڅو چمتو کړل شو او د علي مزاري، جنرال دوستم او مسعود ترمنځ یې ټلواله  رامنځته کړه . ددغې ټلوالې  موخه دا وه چې  د یو سوله ییز افغانستان د جوړولو مخه ونیول شي.

هغه اسناد چې په کابل کې د انور ډنګر په نامه د یو سیمه ییز قومندان لاسته ورغلي وو ، د داسې ایراني نخشو انځورونه یې په ډاګه کړل چې له مخې یې په افغانستان کې د ایران ماسټر پلان عملي کیږي.

ددې سره سره چې ایران له جګړه مارو سره له اړیکو  انکار کوي خود افغانستان په حکومتي چارو کې یې  څرګندې لاسوهنې په پرله پسې توګه راښکاره کیږي. ځکه چې ، د افغانستان په اوسني حکومت کې هغه خلک تر ټولو ډیر کنټرول لري چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې له ایران څخه پیسې او وسلې ترلاسه کولې.

د ایران نوم په افغانستان کې د هر هغه عمل ترشا لیدل کیږي چې ډيری افغانان  یې د خپل هیواد د ملي او دایمي ګټو مخالف بولي. ایران ته په افغانستان کې دداسې یو ښامار په سترګه کتل کیږي چې دغه جګړه ځپلي هیوادته د سولې هرډول غوټې  پخپلو زهرجنو داړو ایرې کوي.

دایراني  فعالیتونو د بري راز:

د ایران فعالیتونه په دې بریالي دي چې دافغانستان د کورنیو رسنیو په یوه جدي برخه کنټرول لري او دافغانانو د ذهننو په اړولو کې پوره پوره برلاسی دی. ولې په افغانستان کې د ایران کړنې نه یادیږي؟  لوی دلیل یې دادی چې دافغانستان کورنیو رسنیو د خلکو ذهنونه بلې خوا اړولي دي او د نورو هیوادونو پر ضد یې بوخت کړي دي.

له تاوتریخوالي ډکې هغه څیرې چې په اوسني افغان حکومت کې مهم کارونه کوي د ایران په اشاره یې خپل ګامونه اخلي.  دوی فکر کوي چې د ایران له ملاتړ پرته به یې واک او زواک نسکور شي. د پارلمان ډیری وکیلان هره ورځ لیدل کیږي چې د ایران له سفیر سره ناسته پاسته کوي او ټلیفوني اړیکي لري.

هغه خلک چې په افغانستان کې د ایران فعالیتونه څاري وايي چې دغه هیواد په دې بریالی شوی دی چې دافغانستان حکومت قانع کړي چې هر هغه څه پټ کړي چې په کابل یا یو بل ښار کې د ایرانیو وسلو موندل یا نیول بلل کیږي.

څو اونۍ وړاندې د افغانستان په جنوب  د نیمروز په ولایت کې د ایراني وسلو او مهماتو یو کاروان ونیول شو چې ډایکنډي او بامیان ته لیږدول کیده خو ددغه پرمختګ په اړه خبریالانو ته  د بشپړو  مالوماتو د ورکړې مخه ونیول شوه.

د اندیښنې وړ خبره داده چې ایران خپله لوبه  د متحدو ایالاتو او نورو نړیوالو هیوادونو په شته والي کې  بري سره روانه ساتلې ده.

په کابل کې د خوشال خان بابا د لیسې په  یوه برخه کې د شیعه ګانو دوم لوی مرکز جوړیږي چې ایران تمه لري  منځنۍ اسیاته یې د شیعه یزم د خپراوي پر یو لوی جال بدل کړي.  په داسې حال کې چې سنی ایرانیان په تهران او نورو ښارونو کې د مذهبي او سیاسي فعالیتونو په ترسره کولو د بند له سزا  او بېرحمانه کړاوو سره مخامخ کیږي، په افغانستان او منځنی اسیا کې د خپل مذهب د خپرولو لپاره په میلیارډونو ډالره پانګونه کوي. یو شمیر خلک په کابل ، مزار او مرکزي ولایت بامیان کې دومره د ایران تر اغیز لاندې راغلي دي چې د خپلو جامو پر تڼیو د ایران  جنډه لګوي او پرې افتخار کوي.

 ایران په دې بریالی شوی دی چې په افغانستان کې دهزارګي خوږه لهجه له منځه یوسي او پرځای یې ایرانۍ لهجه عامه کړي. په دې پرمختګ کې هغو انځوریزو رسنیو برخه اخیستې ده چې د ایران له خوا کنټرولیږي.

ایران په دې بریالی شوی دی چې خپل سیاسي او کولتوري اغیز په چټکۍ سره د هیواد په هغو سیمو کې خپور کړي چې خلک یې په دري او هزارګي خبرې کوي. لکه په تاجکستان کې چې د یو بشپړ شیعه مذهبه اوښتون ته لار برابره شوې ده. په دوشنبې  کې هم د کابل په څیر ایران د هر هغه څه تر شا ولاړ دی چې هلته دمذهب او کولتور لپاره کیږي.

 ایران په دغه وخت کې بریالی شو چې دافغانستان حامد کرزی قانع کړي چې د پاړسي ژبو هیوادونو په نامه د یو دري اړخیز تړون د اصلي متن په پای کې د محمود احمدي نژاد او رحمانوف د لاسلیکونو ترڅنګ په تور قلم لاسلیک وکړي.

 هغه څه چې ډیری افغانان یې د حامد کرزي له ملاتړ څخه پښیمانه او نهيلي کړل. احمدي نژاد په لمسونکي ډول دافغانستان د ولسمشر په ماڼۍ کې د حامد کرزي سره د یو ګډ خبري کنفرانس په اوږدو کې امریکا وغندله او په سپین سترګۍ سره یې داسې وښوده چې د ایران په شته والي کې امریکا نشي کولی په افغانستان کې د یو سیاسي نظام هر اړخیز ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې دایران سفیر د هغه خیالي پرشن  امپایر طراح دی چې هیواد یې  په پام کې لري تر ۲۰۳۰ پورې یې په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې جوړ کړي.

د ایران په اړه پر حقایقو بندیز :

هغه وخت چې په ۲۰۰۸ کال د اپریل په میاشت کې د ایران سفیر وکولی شول چې د لوې څارنوالۍ له لارې یو خبریال کوهدامني د څه کم یوې میاشتې لپاره بندي کړي ، افغان رسنیو ته یې سور څراغ ورکړ چې د ایران په اړه به هیڅ ډول رسنیز فعالیت ونه زغمل شي. دغه خبریال  د احمدي نژاد د رژیم او هلته د تندلارو شیعه ملایانو  د واکمنۍ په اړه حقایق په ډاګه کړي وو.

یو کال بشپړ شوی نه وو چې د همدې ټلویزون نوروکارکونکو ته د ایران  سفارت  ګواښونه وکړل او بیايې د امروز په نوم دغه ټلویزون له یوې مخې بند کړ.

څو میاشتې مخکې د بینوا او ټول افغان پر څیړنیزو ویبپاڼو د اطلاعات او کولتور د وزارت له خوا بندیز ولګول شو چې د ایران په غوښتنه د حامد کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم ددغه بندیز امر لاسلیک کړی وو.  

که دایران پر هڅو باور وشي نو په افغانستان کې هر هغه څه د ایران په ګټه دي چې  پښتانه پکې ژوبلیږي. په ځانګړي ډول هغه ولایتونه ،چیرته چې میرویس نیکه او د هغه پاڅون تنظیم شوی وو.  ایران د میرویس نیکه د پاتې شونو په وړاندې داسې خونړۍ بیرحمۍ ته سترګې په لار دی چې د صفويانو او د ګرګین غچ پکې واخیستل شي.