د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پټ احساس

هلمند شيرزاد 27.09.2010 22:32

 ګران وطن  افغانستان  د دريو لسيزو  په ستونزو، جنګونو، غربت او مهاجرت په دوران کی  ډیر څه له لاسه ورکړه، همدا شان يي د علم د اسمان  بی شماره ستوری په خپلو بدرنګو لوګیو کی پټ او ځلولو ته پری نښودل. نن زه تاسی ته د شاعرانو د ګل بڼ څخه یو داسی ستورۍ درپیژنم چی د هغه د پیژندلو لپاره ګر چی زه څومره هم وليکم بس نه دي.

ښاغلی مرحوم خان آغا شیرزاد د محمد حسین زوی چی د هميشه بهار ننګرهار ولايت د شیرزادو ولسوالي د قيلغو په کلی کی په ۱۳۳۴ هجری شمسی کال کی زيږدلی وو. خپله زدکړه یی د خوږياڼيوولسوالی د ملکيار هوتک په  ښوونځی کی سر ته  رسولی.

د ثور انقلاب په رامنځ ته کیدو سره  دوه کاله د روسي يرغلګرو سره په ګرمه اسلامي او افغانی جذبه له  ګران وطنه دفاع د نورو افغانانو په  څير خپله وظیفه وګڼله  او د خپل وس خدمتونه یی دریغ نه کړل. او بيایی  اوسنی ګاونډی هيواد پاکستان ته د هجرت لاره خپله کړه. مرحوم خان آغا شيرزادد خوږ وطن په پریښودلو سره خپله وطنی، ملی او اسلامی احساس او جذبه هم له ځانه سره د هجرت ديار ته يوړه.

د مهاجرت په ستونزمن ژوند کی خپل هغه وطنی اواسلامی احساس او د مظلومو افغانانودغمونوډکو شپواوورځو انځور په ډيره مينه سره په شعرونو کی  رابرسیره  کړی .او په همدي امید چی ددغو شعرو په تحریر سره  څه ناڅه د درديدلي ولس  د زړه مرحم په خاطر د الله په وړاندی اوپه اسلامي شرعی او ملی وجیبه تر سره کړی وی.

شیرزاد وايي

د حال ويلو ځای می نشته    ......   د ګیلو ډک زړګي به تور لحد ته وړمه

 د همدغو ناخوالو او بيوسيوله غمه ښاغلي شيرزاد د زړه له ناروغی له امله په   ۱۳۸۸ کال د جدی په څلورمه نيټه له دی فانی نړۍ څخه سترګی پټی کړي. د ښاغلی شیرزاد د شعرونو لمړئ ټولکه ( پټ احساس ) چی د مرحوم د وفات کيدو وروسته د هغه د درندي کورنۍ په واسطه د هغه مينوالو ته له چاپه راوتلی ډالۍ کوي.

د شعرونو نمونه يي:

غزل

 

نژدی مه راځه ستومـــان یم د يار غــــــــمه

تاب می نشته په سوران یم د يار غـــــــــمه

 

دا می بس دی چی کوم ما باندی تيريږي

نه دا ستا دا امتحان یـــــــم د يار غـــــــــــمه

 

ړوند په سترګو شوم رڼا راته تياری دی

په تيارو لارو روان يــــــــم د يار غـــــــــمه

 

داسی سوی پيرزوینی په مــــــــــا مه کړه

بس دی سوی په نيران يــــــــــم د يار غمه

 

زه شيرزاد تنها د دومـــــــره غـــــمو نه يم

خالی پاتی په ميدان يم د يار غـــــــــــــــــمه

 

بل ځای وايی:

 

خـــــــــــدايه څنګه جهنم جهــــــــــان زماشو

شام مدام په اوښکو لوند ګريوان زما شو

 

څه د وخت تيارو ته ناست یم نه خلاصیږی

خوشحالی شوه د رقيب هجران زمـــــــا شو

 

هــــــــره ورځ باران د غم زمــــــا په کور وی

ليونۍ او جفاکـــــــار جانان زمـــــــــــــا شو

 

حکيمان می نا علاج دی په تشخيص کي

خدايه څنګه ناپيدا درمــــــــان زمـــــــــا شو

 

کاڼی بوټی می د مـــــــــلک په وینو سره دي

ای شيرزاده څه بدرنګ ګزران زمـــــــــــا شو

 

روح دی ښاد او ياد دی تل پاتی وی

«هلمند شيرزاد»     مالمو سويډن