د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکی شورا به ملې شوراوي که مافیایې شورا ؟

حاجی مها جر 31.08.2010 13:07

کله چي څوک په افغانستان کی بازارته راووزي شاوخواوګورې داسی مختلف مخونه اوعکسونه به ووینی چي په لیدویی دخلګوزړونه له اوسنی حالت نه توریږې . سړې پوه سې چي افغانستان دتاریخ کومې کندې ته لویدلې دي .څکه په ټولوکي به پنڅه داسی مخونه نه لیدل کیږې چي هغه دي دیوه قانون پوه اویا دملی شورا دسترمقام قابلیت ولرې اویادی دهغوي په چهره کي دی دافغانستان دخلګوسره دمینی ، ملې احساس .، وطن پالنې علامې ولیدل سې ځکه نودهرافغان نه چي دهریوه په هکله پوښتنه وکړې سوړاه وکاږې اوبس ،دلته څوډوله مخونه ښکاره کیږې . چي ځینی یی دسابقی اواعمالوله رویه پیژل سوی هغه زاړه خاین اوخیرن مخونه دی چي دهغوی دلاسه دخلګوپرزړه وینی ولاړې دی . اوځینی یی نوی راپیداسویدې ، دهغوي اکثره غواړي چي یوڅه په موډرن شکل دغلواذادبازارته دننوتولاره پیداکړې . که ښه ورته څیرسوددی مخونولومړنﺉ ډله : - ددولتي اوشخصی ځمکودغصب مافیا ده که لوي دی که واړه اکثریت یی کاندیدان دې اومهمه داده چي دخلګودجلب اوجذب اوکمپاین دپاره اکثره هغه دولتي غیرقانوني ښاروکونونمري استعمالوې اوخلګوته یی کاغذونه ویشی چي دهغه ښارکونوتراوسه هیڅ ډول قانونی مرحلې نه دی طی کړی ،اویا دهغه ښارکونودنمروپه پیسوچي پخپل سریې خرڅې کړیدې اودښاروالې کی هیځ ډول قانوني سند ونه نلري .

دوهم :- دمخدره مواد وقاچاقبران چي اکثریت یی دولسمشرکرزې بانډتشکیلوې ددوی ښایسته مخونه هم پردیوالواودبرق اوتلفون پرپایو،لګړودلیرې بریښې هغه ترټولوښه ډاډه دي څکه ټول مقامات یی خپل دي . دریم : - زاړه اونوي رشوت خواره دوي پخپله ځان نه دي کاندید کړې وروربه یی وزیروې بل وروریی کاندید کړیدې اودخپل وزارت نه ورته رایه اخلی یابه میړه غټ سړې وی ماینه یی کاندید کړیده ددی دپاره چي خبره رسوانه سې اوس خپلې پیې په ډیراحتیاط راباسی په مسجدواوبازارکی يې خلګوته داوړواوغوړوتقسمات شروع کړیدې ،

ځلورم : دګاونډی اوخارجي هیوادوجاسوسانو دومره ښایسته لوې عکسونه ځړولې دی چي دډیره لیرې یی په سترګوکی دخارجي جاسوسی علامي دورایه مالومیږي . هغوي خوبیله هغه پاخه ولاړدي که رایه وړی اوکه یی نه وړې ملاتړې دولت یی په کرزې صاحب اسانه منلاې سی ،

پنځم : دکابل دفاسد رزیم اسختباراتي کړیوکاندیدان چي په اینده کی په پارلمان کي دکرزې صاحب دپاره داسی یودغلوګروپ جوړکړې لکه په والیانواووزیرانوکي چي ښه دغلوبانډلرې داځل یی په ملې شوراکی هم داسې بانډولرې چي خپلې مردارې پرنورورتاوان کړ ې ترڅوهرمعقول اوغیرمعقول پروګرام اودکابینی په ټاکلوکي کرزي صاحب ته ستونځې په لاره کی نه وې .

شپږم : دهنرمندانوګروپ ترڅووکولاې سې دتیروپه شان دملې شوراتالاردخوبوپه عوض دډولونوبرخه هم ولرې هغوی ځکه ځان مستحق بولې اووایی چي داویده وکیلان پرته له ډول وسورنی نه به څوک له خوبه راویښوي .

اوم : دورزشکارانونماینده ګان کاندیدان دی ترڅو دکرزې صاحب دسیاسی مصلحتونونه دخلګوپام په پارلمان کي دوزشی سیالیوخواته راوګرڅوې .

اتم : دخلیل زاد پنامه بیا اوسه یوه بله ډله راپیداسویده چي سریی له خلیل زاد سره دي چی دافغانستان د ټولو اوسینو ستونځو مور بلل کیږې اولکﺉ یی دخلیل زادپه لاس کښنستلې بی کفایته حکمران کرزې سره دي دوی اوس خلګوته دافغانستان په لاجوردو، یاقوتو، زمردو، اوکانوکي دونډي وعدې ورکوې اوخیالی جنتونه جوړوي اوداجنتونه یوازې دی خبرې ته معطل دي چي دوي یوځل شوراته ننوځې . چي دهغوي دپلان نه یوازې دکانودغلابلکه دافغانستان دتجزیی بوې هم راولاړیږې .

اتم : ډیرواړه اوغریبانه عکسونه اومخونه هم لیدل کیږې . دوی هم پوهیږې چي موږ نه سوپه لوړمارکیټ کی برې ترلاسه کولاې ، یوازې ددی لارې هغه خپل دزړه بړاس باسې اوخپل ملې احساس زړسوې اوخیال پلوراپارولې دی اوله نیستﺉ دخپل عکس لورته هم سم نه سې کتلاي ،اوپه دي هم ښه پوهیږې دوی ته نه په ملی شورا کی ځای څکه نسته چی ددوی سره دمافیا دکوم بانډ کارت اودکودنمبرنسته . اونه هم دانتخاباتوکمیسونه کی داسې څوک لرې چي دهغوی ملاتړدی وکړی . ملت څه وایې ؟

ملت وایی بیله هغه خوخبره ورانه ده ، اذادبازاردي ،په دې بازارکی زموږغټ خاینان په کاردي چی ډالروغټی پلنډي راپه شاکړي بیله هغه واک دمافیا په لاس کی دی زورمونه ورسره رسیږې ، داپنخه ډالره هم غنیمت دي ( ازخرس موې کندن ) متل تیروې نواوس مالومه خبره ده چي راتلونکي پارلمان به یو مافیایی پارلمان وې اوهغه زوړملااوزړی تراوې به وې خلګ به داځل داذادبازارننداره په ملې شوراکی هم وکړي خودانه مالومه چي دمافیا کوم بانډبه په ملې شوراکی اوله نمبرراوزې .