د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زکات او ټکس(ماليه) تر منځ توپير

شاکر جلالی 25.08.2010 15:10

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لومړي غواړم چي د زکات په اړه درنو لوستونکو ته څه وړاندي کړم په اقتصاد کي چي اسلام کوم هدف په نظر کي لري هغه دا دي چي دولت په يو ځاي جمع نشي ،هغه غواړي چي د ټولني کومو خلکو ته چي د خپل غوره لياقت يا د ښه بخت په اساس د هغوي له اړتيا نه زيات مال په لاس ورغلي وي ،هغه دي دغه دولت جمع کړي نه ساتي ،بلکي خرڅ دي کړي او په داسي چارو کي دي و لګوي چي د پانګي د حرکت له امله د ټولني بي وسي خلکو ته هم پوره برخه په لاس ورشي ،د دغه هدف لپاره اسلام له يوي خوا د خپلو عالي اخلاقو ښوونو او هڅولو او ويرولو په خورا اغيزمنو لارو چارو د سخاوت او رښتيني مرستي خاصيت په خپلو پيروانو کي پيداکوي ، تر څو وګړي په خپله خوښه د پيګي جمع کول بد و ګڼي او د مصرف کولو په لور يي ميلان وي،له بلي خوا داسي قانون جوړوي ،چي کوم خلک د سخاوت له لارښوونو سره سره د خپلي کمزورتيا له امله د پيسو پيدا کولو او را ټولولوعادت وي او يا له چا سره په يوه نه يو ډول مال جمع شي ،د هغوي له مال نه دي هم لږ تر لږه يوه برخه د ټولنيزو ښيکڼو لپاره وه استيل شي ،د دغه څيز نوم زکات دي.

د اسلامي اقتصادي سيستم او سرمايه داري نظام تر منځ توپير دادي چي په سرمايه داري نظام کي مال د غريبو خلکو له جيبو نه د سرمايه دارانو په لور خوځښت لري او بالعکس په اسلامي اقتصاد کي مال د سرمايه دارانو له خوا غريبانو او مسکينانو ته ځي چي د مال خوځښت د سرمايه دارانو له خوا مسکينو او غريبانو ته دي او طبيعي خبره ده چي اسلامي نظام ټولنيز او د ټولني په ګټه کي ده او ټولنه د مساواتو په لوري بيايي.

دوهم دا چي ټګس په قرانکريم د مالي چارو په برخه يوازي د دووشيانو د اجباري ورکړي امري شويدي زکات پر مسلمان او جزيه پر کافر باندي کوم چي د اسلامي حکومت تر حکم لاندي ژوند کوي پدي برخه کي د نبي کرمي صلي الله عليه و سلم او لومړي خليفه(رض) احکام تر همدغو دوو پوري محدود وو حضرت عمر(رض) د زکات تر څنګ خراج هم ولګولو د ټکس مسئله له انفاق او صدقي سره تړلي شو انفاق او صدقه په قرانکريم کي ذکر شويدي نبي کرم صلي الله عليه و سلم مستقيم ټکس نه و لګولي، ځکه چي اړتيا ورته نه وه او د ضرورت (جهاد) په وخت کي او يا بل وخت چي به د وسايلو اړتيا وه نو صحابه کرامو (رض) ته به يي وويل چي دا وسايل برابر کړئ هغوي به په داوطلبانه ډول دا کار کولو.

اوس دا سوال پيدا کيږي چي اسلامي دولت د زکات تر څنګ ټکس لګولي شي او که نه؟ نبي کريم صلي الله عليه وسلم په يوه حديث کي فرمايلي: (و في اموالکم حق معلوم للسائل و المحرم) ستاسو په مالونو کي د سوال کونکي او بي برخي فقير لپاره په فرض زکات سر بيره نور حق هم شته.

لدينه دا څرګنديږي چي حکومت ټکس لګولي شي امام غزالي په خپل وخت کي د حکومت لخوا د ډير ټکس لګولو خلاف و ځکه ده ويل چي دغه زياتوالي د شريعت مطابق ندي، خو هغه وايي چي حکومت کولي شي د عوامو د ګټي پخاطر د زکات تر څنګ ټکس هم و لګوي او هغه په دوه حالتونو کي

١ د هيواد د دفاع او د عوامو د امنيت ساتلو لپاره.
٢ که چيري اسلامي ټولنه د بډايانو له اړخه له خطر سره مخ وي او يا که چيري شتمن يا دولت مند په ټولنه کي د ورورګلوئ فضا ګډوډوي.

اوس راڅو د زکات او ټکس تر منڅ عمده توپيرونو ته :

١ زکات يو مالي عبادت دي او د اسلام له ارکانو څخه يو رکن دي چي ددي په انکار سره مسلمان کافر کيداي شي او ټکس د حکومت لخوا دي چي ددي په انکار سره مسلمان نشي کافر کيداي
٢ بل دا کله چي د مسلمان مال د زکات نصاب ته ورسيږي نو په هغه باندي زکات فرض کيږي او ټکس کي کوم خاص نصاب نشته هر څوک که کوم معين تجارت شروع کړي نو هغه بايد ټکس ورکړي.
٣ زکات د الله جل جلا له لخوا فرض ګرځول شويدي او هغه هيڅ څوک نشي معاف کولاي ټکس د حکومت لخوا دي د وخت پاچا کولاي شي چي هغه معاف کړي.
٤ د زکات اندازه معلومده او څوک په هغه کي کم والي او زياتوالي نشي راوستلي اما په ټکس کي کومه ځانګړي اندازه نده معلومه.
٥ زکات ځانګړي مستحقين لري او له هغوي نه بغير بل چاته نه ورکول کيږي اما ټکس د حکومت عايد ده او په کوم ځاي کي چي وغواړي مصرف کولاي شي.
٦ زکات په ذخيره شوي مال باندي کيږي اما ټکس خو په عايد باندي وي که هغه لږ وي يا ډير کوم توپير پري نشته.
٧ زکات صرف په مسلمان باندي فرض دي اما ټکس د يو هيواد په هر اوسيدونکي باندي دي.