د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا او شمالي ټلوالې د افغانستان د ويش غونډه په برلين کې کړې ده

عبدالحفيظ سمندر 23.08.2010 08:57

د شمالي ټلوالې احمد ضيا مسعود، حاجي محمد محقق، د محقق مرستيال حسين علي ياسا، د عبدالرشيد دوستم مشاور او په ولسي جرګه کې غړی ذکي الله ذکي د امريکا د کانګرس له څلورو غړو سره په برلين کې کتلي دي او په دې یې خبرې کړي دي چې په افغانستان کې څه ډول د دوی په مشرۍ ډلې وهڅوي چې د دوی سيمې لا خپلواکه کړي او مرکزي حکومت کمزوری کړي.

د کانګرس دا څلور غړي ډانا روهراباکر (جمهوري ګوند)، ډانکان هنټر (جمهوري ګوند)، لويي ګوهمرت (جمهوري ګوند)، او ډچ رپسبرګ دي چې په غونډه کې ورسره د دوي په وينا ډېر امريکايي ډيپلوماټان او د استخباراتو مامورين هم شامل وو.

دا غونډه د جرمني په برلين کې ترسره شوې ده او په اړه یې معلومات ميامي هيرالډ ورځپاڼې (چې په امريکا کې خپرېږي) د کانګرس د غړي ډانا روهراباکر له خولې خپاره کړي دي.

د ميامي هيرالډ په رپوټ کې راغلي دي چې د شمالي ټلوالې غړو د امريکايي مقاماتو سره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه خپل تشويش ښودلی دی. ورځپاڼه د ډانا له خولې ليکي چې ((په افغانستان کې هيڅ څوک بې له فاسدو چارواکو نه غواړي چې مرکزي حکومت دې ټول واک په لاس کې ولري.... موږ د خپلو ځواکونو له لاري له پيله کوښښ کوو چې د افغانستان په خلکو [غيرمرکزي سيستم]  ومنو.))

دا غونډه چې د روان کال د جولای په ۳۱مه نېټه په برلين کې ترسره شوې ده د افغانستان د تجزيې په اړه د پيټر ګالبريټ او رابرټ بلکوېل له څرګندولو وروسته د هڅو بله کړۍ ده چې افغانستان وويشي .

افغان دولت بايد په داسې غونډو او څرګندونو سخت دريځ ښکاره او غوره کړي. دا خبره بايد د امريکا حکومت او بهرنيو لښکرو مشرانو سره شريکه کړل شي او په اړه یې ترې بايد توضيحات وغوښتل شي. ځکه چې د امريکا د کانګرس غړی ډانا وايي چې په غونډه کې يې د شمالي ټلوالې غړي وهڅول چې په خپلو سيمو کې خپل خلک منظم کړي او دوي خپلې سرچينې لري چې بايد کار ترې واخلي. ((افغان مشرانو ته مې وويل چې خپلې سيمې غښتلې کړئ، د رايه ورکونکو د منظمولو او د طبيعي زېرمو د راويستلو له ليارې. ما ورته بس همدا ويل چې تاسو سرچينې لرئ، نمبرې (خلک) لرئ، يواځې ځانونه منظم کړئ)) روهراباکر وايي.

د امريکا د کانګرس غړی روهراباکر وايي چې د افغانستان د ثبات لپاره يواځينۍ لاره دا ده چې د امريکا يو لک پوځونه له دې هېواده ووځي او د لږګيو د لا خپلواکۍ د غوښتنو ملاتړ وکړي، د دوي د خپلو مليشو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي، او پرېږدي چې دوی د طالبانو سره وجنګېږي.

ډانا روهراباکر وايي چې زموږ په غونډه کې کرزي ته يو پيغام دی چې بايد پرې پوه شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په وړاندې سخت مخالفت شته دی.

په افغانستان کې د ډلګيو سره کتل او هغه هم د افغانستان د حکومت له نظره وړاندې په برلين کې په افغانستان کې د امريکا بد نيتونه روښانه کوي چې غواړي افغانستان وويشي. دا يوه داسې دسيسه ده چې بايد افغانان یې عادي ونه ګڼي ځکه د امريکا د کانګرس مهم غړي اوس د جنګ سالارانو او د مليشو د مشرانو سره ويني چې په دې ويش خبرې وکړي او مشورې ورکوي چې خپل خلک منظم کړي.

ډانا په کانګرس کې د بهرنيو چارو، هنټر د پوځي چارو، ګوهمرت د قضايي چارو، او رپسبرګ د استخباراتي چارو په کميسيونونو کې غړي دي.

د ميامي هيرالډ بشپړ رپوټ دلته ولولئ.

بشپړه ليکنه په انګليسي ژبه دلته هم لوستلای شئ.