د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکترعبیدالله کلیمزی وردګ

کلیمزی وردګ 13.08.2010 22:21

د ولسي جرګې د کاندید تګلاره

قدرمنه هیوادواله!

د لوی خدای جل جلاله په مرسته او د ولس په ملاتړ، ولسي جرګې ته له بریالیتوب نه وروسته به په پارلمان کې د ولس د استازي په توګه لاندې درې عمده دندې ترسره کوم:

لومړي: دولس استازیتوب

دویم: دقوانینو جوړول او تصحیح کول

دریم: دحکومت په کارونو باندې څارنه او نظارت کول

دولسي جرګې دکاندید په توګه تعهد او ژمنه کوم، که ولسي جرګې ته دخپلو هیوادوالو د رایو پرمټ بریالی شوم نو دخپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره به زما تګلاره پدې توګه وي:

 لومړي : دولس استازیتوب:

  • د ولس موجوده ستونزې چې په تیره موده کې مې دیوه عادي افغان وګړي په توګه دسر په سترګو لیدلې او کتلیې دي، وخت په وخت به یې عملا دلیدنو او کتنو له لارې آورم او ګورم او بیا به یې د ولسي جرګې له لارې دملت او دولت ترغوږونو رسوم. یوازې دستونزو په بیانولو باندې به اکتفاء ونکړم ورسره به د ستونزو د حلولو او آواري لپاره دخپل ولس د سلا- مشورو پربنسټ له خپل ټول توان څخه کاراخلم او په دولت او ځانګړي ډول حکومت باندې به فشار راوړم ترڅو دملت برحقه غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او ستونزې یې آوارې کړي.
  • ولس ډیر زیات محکوم دی، له امن او سولې محروم دی، په داسې حال کې چې هر افغان د هېواد له هرګوټه د سولې نارې وهي، خو هیڅ څوک د دوی غږ نه آوري. دولس د استازي په توګه به دولسي جرګې په عمومي او خصوصي غونډو کې دولس دا غږ تر حکومت او نړیوالو پورې ورسوم او کوښښ به وکړم چې دنورو همکارانو او هیوادوالو په مرسته دتل پاتې او ډاډمنې سولې او امن لپاره یو داسې میکانیزم رامنځ ته شي چې پرمټ یې اوسنۍ ناورین پای ته ورسیږي او ټول افغانان په یوه ټغر سره راټول شي او نور د ټوپک دخولې پرځای دعقل او منطق له لارې خبرې وشي، تر څو هرڅوک خپلې رایې اظهار کړاي او دخپلو حقوقو او غوښتنو لپاره مبارزه وکړای شي.
  • افغانستان تیرو دری نیمو لسیزو جنګ او جګړو ډیر زیات ځپلی او وران کړی دی. ددې جګړو له اغیزو او اثراتو څخه دراوتلو لپاره ډیرې چټکې او متوازنې بیا رغونې او جوړونې ته اړتیا ده. د ولس د استازي په توګه به دولسي جرګې له لارې په حکومت فشار راوړم او په نړیواله ټولنه به غږ وکړم چې دافغانستان دمتوازن او چټک پرمختګ لپاره د افغانانو د کلتور او مذهب په رڼاکې هراړخیزې او موثرې مرستې وکړي او دافغانانو سره په سلا او مشوره، اغیزمن پروګرامونه جوړ او پلي کړي.
  • دهیواد ډېرې برخې دسمو دولتي تشکیلاتو او حقوقو څخه محرومې دي. دولس د استازي په توګه به دولس هغه برحقه غوښتنې منعکسې کړم او دتحقق لپاره به یې مبارزه وکړم چې له مخې یې دولس لپاره داسې تشکیلات منظور شي چې له یوې خوا دخلکو ستونزې حل کړای شي او له بلې خوا دولس دمالکیت او وطن دوستۍ حس لا پیاوړي کړي. ددې حقوقو دترلاسه کولو لپاره به دملي یووالي او ملي ګټو معیارونه په پام کې ونیول شي.
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو ددولت په ټولو سطحو کې دلیاقت، اهلیت او همداراز ملي او قومي توازن له مخې هیوادوالو ته دکارکولو چانس ورکړي .
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو ددولت په ټولو سطحو کې دتجربې، تعهد، کیفیت، سالم رقابت اوټولنیز عدالت له مخې، هیوادوالو ته د اقتصادي تشبث په برخه کې حق ورکړي او ددوی د اقتصادي فعالیتونو لازم ملاتړ وکړي .
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو دولس د کلتور او فرهنگ د انکشاف او تمثیلولو لپاره مناسب پروګرامونه په پام کې ونیسي او له داسې اقداماتو څخه مخنیوی وکړي چې له امله یې زموږ اصیل فرهنګ او مقدسات زیانمنېږي.
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو دولس او په تیره بیا دنارینه او ښځینه ځوانانو لپاره د با کیفیته تعلیم او تربیې د زمینې دمساعدولو لپاره ګټور او موثر پروګرامونه جوړ او تطبیق کړي.
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو دهیواد د معلولینو او معیوبینو لپاره د کار او روزګار د زمینې د مساعدولو لپاره مناسب پروګرامونه جوړ او پلی کړي.
  • دولس داستازي په توګه به په دولت او حکومت باندې فشارواچوم ترڅو ددولت په ټولو سطحو کې داسلامي شریعت په رڼا کې د ټولنې د ټولو وګړیو په تیره بیا د ښځو د حقوقو د تحقق لپاره ګټور او موثر پروګرامونه جوړ او عملي کړي.

 

دویم: دقوانینو جوړول او تصحیح کول:

 

  • دولس د استازي او دیوه مسلمان افغان په توګه به په جدي توګه هڅه وکړم، چې ټول قوانین د اسلام مبارک دین د ارشاداتو په رڼا کې جوړ شي.
  • دولس د استازي او یوه مسلمان افغان په توګه به په جدی توګه هڅه وکړم چې ټول قوانین داسې جوړ شي چې د افغانانو د ژوند د آسانتیا او بهبود سبب شي، نه دا چې په تطبیق سره یې یو زیات شمیر هیوادوالو ته سرخوږي پیدا شي.
  • دولس داستازي په توګه ځان ژمن بولم چې د قوانینو د جوړولو او تعدیل نه مخکې له خپلو خلکو او ولس سره سلا مشوره وکړم.

 

 دریم: د دحکومت په کارونو باندې څارنه او نظارت کول

  • ددې لپاره چې کارونه په موثر او مثمر ډول ترسره شي او ستونزې پروخت حل شي، نو دولسي جرګې د استازي او په حقیقت کې د خلکو داستازي په توګه به دحکومت کړنې او فعالیتونه په ډیر دقت، جدیت، او شدت سره وڅارم.
  • دولسي جرګې د غړي او دخلکو د استازي په توګه به حکومت دې ته اړ باسم چې په خپلو کارونو کې دخلکو مشورو او نظریاتو ته پاملرنه وکړي.
  • دولسي جرګې د غړي او دخلکو داستازي په توګه به حکومت دې ته اړباسم چې په خپلو کارونو کې شفافیت په پام کې ونیسي، اوددې لپاره باید حکومت خپل کارونه په ښکاره ترسره کړي او دخپلو کارونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
  • دولسي جرګې د غړي او دخلکو داستازي په توګه به حکومت دې ته اړباسم چې دخپلو کارونو په برخه کې خلکو ته حساب ورکړي. خلک باید دا حق ترلاسه کړي چې له خپلو دولتي مسولینو څخه ددوی دکړنو او فعالیتونو په برخه کې پوښتنې وکړي او دولتي مسولین باید دخلکو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

 

  • دولسي جرګې د غړي او دخلکو داستازي په توګه به حکومت دې ته اړباسم چې دهیواد اساسي او نور نافذ قوانین په ټولو هیوادوالو باندې په مساویانه توګه پلي کړي او دقانون له واکمنۍ پرته دخپلې خوښې چارې ترسره نکړي.

 له خپل متدین ، ځوریدلي او میړڼي ولس څخه هیله کوم چې ددې آرمانونو دتحق لپاره پخپلو رایو او معنوي ملاتړ سره زما مرسته وکړي او د لوي خدای جل جلاله دربار ته لاسونه لپه کوم چې خپل ولس او هیوادوالو ته د ښه خدمت کولو توفیق او ویاړ را په برخه کړي.

 ژوند لیک

 

ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ د ارواښاد الحاج مفتش کلیم الله (شنیزوال) زوی دی چی په ۱۳۵۸ هجری لمریز کال کې دمیدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې دحسن خیلو د کلي په یوه دینداره او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی دی. د زدکړو لومړنۍ ، منځنۍ او ثانوي دورې یې دتکیې په عالي لیسه کې سرته رسولې دي او له فراغت وروسته د ۱۳۷۷ هجري لمریز کال دکانکور له آزموینې وروسته دکابل معالجوي طب پوهنځۍ ته بریالی شو. ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ وکولای شول چی د معالجوي طب پوهنځۍ د ۱۳۸۵ لمریز کال په پای کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي . نوموړي له فراغت وروسته دې ته په پام سره چې له یوې خوا د تخصصي زده کړو زمینه مساعده نه وه، او له بلې خوا په دولتي او نادولتي موسساتو کې کارکول له هرډول مادي او معنوي امتیازاتو څخه محروم او بې برخې وو، نو یې پریکړه وکړه چې د ساختماني چارو تجارتي کمپنۍ جوړه کړي. نوموړ ي پدې برخه کې د لوی خدای په مرسته او ددوستانو په ملاتړ او دهغوی ددوعاګانو په برکت په ډیره لنډه موده کې ډیر زیات پرمختګ وکړ، او ویې کولای شول خپله ساختماني تجارتي کمپنۍ د افغانستان دلوړو او با اعتماده کمپنیو په ډله کې راولي. نوموړي دخپلو وروڼو ، همکارانو او دوستانو په همکاري او ملاتړ وکولای شول له دې لارې دخپل هیواد په آبادۍ او خپلو خلکو ته دکار او فعالیت دزمینې په برابرولو کې لويه ونډه واخلي. تجارتي ساختماني کمپنۍ پرمخ بیول یوه داسې تجربه وه چې ډاکتر عبیدالله کلیمزي وردګ پکې نه یوازې خپل شته استعداد وښودلو، ورسره یې دپروژو په جوړولو، تطبیق او عامه اړیکو کې دپام وړ نویې پوهه، تجربې، او مهارتونه ترلاسه کړل. ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ چې یو هڅاند او زیارکښ زلمی دی، اړتیاوو ته په پام سره یې تصمیم ونیو چې د روغتیا او ادارې (Health management) په برخه کې دماسترۍ په کچه لوړې زده کړې ترلاسه کړي، له همدې امله یې د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال په لومړی نیمایی کې دهند په یوه نامتو پوهنتون کې چې جامعه همدرد( Jamia Hamdard University ( نومیږي د ماسترۍ د ترلاسه کولو لپاره داخله واخیسته. نوموړي وکولای شول چې دتیرو دوو کلونو په موده کې دخپلو کاري مصروفیتونو ترڅنګ دغه پروګرام په بریالیتوب سره د بریالیتوب ترپولو پورې پرمخ بوزي.

 ډاکټرعبیدالله کلیمزی وردګ چې له آره یو ټولنیز او اجتماعي ځوان دي، او د ژوند په ټوله دوره کې یې دخپلو خلکو او ولس ستونزې او دستونزو عوامل له نږدې لیدلي او څارلي دي، او تل یې دخپل وس او توان له مخې دستوتزو په لیرې کولو کې په پوره اخلاص او مهربانۍ باندې هڅې او کوښښونه کړيدي او خپله ونډه یې په ښه توګه ترسره کړیده، اوسنیو سختو حالاتو او شرایطو ته په پام سره چې ولس له بل هروخت زیات دزیاتو او مغلقو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، او پدې حالاتو کې ولس داسې کسانو ته دخپلو استازو په توګه اړتیا لري چې ددوی رښتینې غوښتنې او ستونزې په سم شکل د دولت او نړیوالې ټولنې ترغوږونو پورې ورورسوي، په کارونو کې شفافیت او حسابدهي رامنځ ته شي، حکومت دولس خدمتګار شي او قوانین دافغانستان دملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې جوړشي، نو یې دخلکو دې غوښتنې ته هم لبیک ووایه چې ولسي جرګې ته دیوه کاندید په توګه ودریږي او دوولس لپاره پدې برخه کې هم خپل دیني، وطني او ملي مسولیت اداء کړي.

 ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ ددې دندې په بریالۍ سره د ترسره کولو لپاره له لوي خدای جل جلاله څخه توفیق او مرسته غواړي او له خپل ولس څخه غوښتنه کوي چې دغه سپیڅلي هدف ته درسیدو لپاره بیا هم دتل په شان خپله همکاري جاري وساتي، ترڅو پدې توګه دسولې، ثبات، اسلامي نظام او ټولنیز عدالت د تامین او تحقق لپاره دا ګډې هلې ځلې مطلوبه نتیجه ورکړي.