د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په فیس بوک کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم اکاونټونو چلونکو ته خبرتیا

افغانستان کرکټ بورډ 10.08.2010 10:55

د افغانستان کرکټ بورډ خبرتيا

په فیس بوک کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم محترمو د پاڼو چلونکو!

قدرمنو د افغانستان د کرکټ  د پرمختګ په ډګر کې مو له همکارۍ یوه نړۍ مننه کوو. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پتیلې ده چې په فیس بوک او نورو ویب پاڼو کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې او اکاونټونه پرانیزي، ستاسو څخه په ډېر احترام هیله کوو چې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې بندې یا اکاونټونه بند یا د افغانستان کرکټ بورډ ته وسپارئ.

 ستاسو څخه بیا هم موږ یو ځل له زړه له تله مننه کوو او هیله لرو چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وږي د میاشت تر لومړۍ نېټې پورې چې د ۲۰۱۰ زږديز کال د اګست د ۲۳ نېټې سره سمون خوري خپل د افغانستان کرکټ بورډ په نو م اکاونټونه په فیس بوک کې وتړئ یا یې نومونه تبدیل کړئ. 

قدرمنو کچېرته تاسو تر یادې شوې نېټې پورې خپل اکاونټونه د افغانستان کرکټ بورډ په نوم تبدیل یا ونه تړئ نو د افغانستان کرکټ بورډ د فیس بوک ادارې ته رسمي شکایت لیک لیږي او هیڅ څوک بیا د شکایت حق نلري.

په درنښت

د افغانستان د کرکټ بورډ  د رسنیو څانګه

۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

Acb.media@afghancricket.af

   

 د ټول افغان يادونه: دا خبرپاڼه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ټول افغان ته استول شوې ده او په غوښتنه یې دلته خپرېږي.