د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهارڅخه د ولسي جرګې لپاره خپلواک نوماند

اخندزاده ننګ کاموي 08.08.2010 13:50

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د رښتيني قدرت د ستر واکدار په نوم

دادی یو ځل بیا ددې تازه راوستل شوې دیموکراسۍ په دوران کښې د دوهم ځل لپاره د ا ولسي استازو د ټاکنو د بهیر په درشل او انګړ کښې یو او افغان اولسونه٬ قومونه او ګوندونه د تیرو ټاکل شویو وکیلانو د عملونو د اېېنې په رڼا کښې د نوي غوراوي لپاره ځانونه او فکرونه چمتو کوي .

د سېمی با احساسه ولسواکانو او د هیواد وتلو ټولنیز شخصیتونو یو ځل بیا د ۱۳۸۵ په څېر زما د کورنۍ د څرګند ټولنیز تاریخ او د ولسي خدمتونو د ظرفیت په رڼا کښې لما څخه د اولسي جرګې په روانو ټاکنو کښې د خپل پلارني سیاسي حق د بیا راژوندي کولو غوښتنه کړې. تر څو د خپلې ټولنیزه سیاسې ګوندۍ د تګلارې سره سم او په هیواد کښې د پیاده دموکراسۍ په چوکاټ کښې د خپل دردیدلي ولس د میراثي خادم په توګه خپله د ولسی خدمت او وکالت دعوه په عملي توګه رښتېانۍ کړم

په دې لار کښې له تاسو ټولو با احساسه مسلمانانو خوېندو او ورونو او د ولس د په رښتیني خدمت د باوری ټولنپرورانو څخه ددې اولس د عنعنوي وکیل په توګه ستاسې د پاکې راېې او رښتیني ملګرتوب د زړه د کومي غوښتونکی یم..

تر څو د تیرو اوږدو بد بختیو وروسته ددې کورنۍ (چې ددې خاورې د خدمت په خاطر ېې زما د پلار (ظاهرشاهي پارلمان د دوه دورو د وکیل علاقدار عبدالحکيم کاموي په ملتېا د سرمدرس قاضي مولوي محمد ابراهیم کاموي٬ شهید محمد موسی شفېق٬ شاهي طبیب مولوي محمد اسمعیل کاموي او د ولسي جرګې د دولسمې دورې د کامې د منتخب وکیل الحاج عبدالوکیل صداقت غوندې څیرو په جامه کښې د وخت لوړپوړي دولتي چارواکي قاضیان٬ حکمرانان ٬ سفیران٬ وزیران او حتی چې یو صدراعظم هم ورکړی) د بې لالچه او وفاداره خدمتونو لړۍ یو ځل بېا سره کوشېر شي او زه خاورې ېې په استازیتوب د خپل مقدس دین اسلام او افغانی عنعنی په چوکاټ کښی د هرقسمه شخصي٬ سیاسي او نورو ټولنیزه زړه بداویو پرته د ورورولۍ په چاپیریال کښې د خپلې درنې خاورې او ددې د زوریدلي ملت لپاره خاص په بشري همدردیو او احساساتو ولاړ خدمت په داسې ېو فکر ترسره کړم لکه څنګه چې د رښتینې افغاني ولسواکۍ د اصل د سرچینې اوزما د شهید لارښود ارواح ښاد محمد موسی شفیق د نیمګړیوسیاسی او ټولنیزه ارمانونو د پوره کولو غوښتنه ده.
و من الله التوفیق
ستاسو د سرلوړۍ او د ګران هیواد افغانستان د آبادۍ٬ سوکالۍ او خپلواکۍ په هیله
خادم
ننګ اخندزاده
د ننګرهارڅخه د ولسي جرګې لپاره خپلواک نوماند