د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چي ګوارا يادښتونه

چي ګوارا 30.06.2010 09:50

د کتاب نوم : دچي ګوارا يادښتونه

ليکوال : چي ګوارا

سريزه : فيډرل کاسترو

ژباړه : سيد عبدالله پاچا

خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه - سبا کتابخانه

د کيوبا د انقلابي مشر فيډرل کاسترو د سياسي او انقلابي مبارزې د لارې ملګري چي ګورار مشهور کتاب  MEMORIES OF CHE د چي ګوارا يادښتونه په نوم په لومړي ځل پښتو ته وژباړل شو.

د لاتينې امريکا مشهور انقلابي مشر ارنستو چه ګوارا چې وروسته په چي ګوارا مشهور شو پر ۱۹۲۸ کال په ارجنټاين کې زېږېدلی،نوموړي په مکسيکو کې له فيډرل کاسترو سره وپېژندل او په ګډه يې دکيوبا انقلاب د برياليتوب تر بريده ورساوه.

د کيوبا له د انقلاب له برياليتوب وروسته (۱۹۵۹) نوموړی بوليويا ته لاړ او هلته يې د امريکاي پلوه حکومت پر خلاف خپله چريکي ډله جوړه کړه.

چي ګوارا په ۱۹۶۷ کې د بوليويايانو په مرسته د سي آی اې له خوا تر نيول کېدو وروسته ډېر شکنجه او بيا په ډزو ووژل شو.

د نوموړي دغه کتاب تر دې وړاندې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی او دا لومړی ځل دې چې د ميوند خپرندويې ټولنې –سبا کتابخانې- له خوا په پښتو ژباړل کېږي.

مينه وال يې په کابل او پېښور کې له سبا کتابخانې او د هيواد په ګوت ګوټ کې له ټولو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کولی شي.