دننګرهار د والي ګل اغا شيرزي په نامه سرخلاصی ليک !
دجلال اباد ښاريان
22.06.2010 09:31
د ننګرهار ولايت ښاغلی والي صاحب !
د جلال اباد په ښار کې يوه ډله ايجنټان لګيا دي او هره ورځ ددولتي ځمکو په سلګونو نمرې د ګل اغا شيرزي د ښار ګوټي په نامه خرڅوي چې د يوې نمرې قيمت يې ، دونيمو نه تر درې لکو افغانيو پورې رسيږي ، ددې نمرو اخيستونکي هم زيات د کليو نالوستي هيوادوال دی . ايجنټان د اعتبار له پاره د پښتنې تجارتي بانک په حواله دشل ديرش زره افغانيو د تحويلولو سندونه هم ورکوي خو پاتې ټولې پيسې بې له کوم سنده د هغوي جيبونو ته لويږي . کله چې ددغو ايجنټانو څخه پوښتنه وشي ، دا ځمکه چې تاسويې توزيع کوی چيرته مو قيعت لري ؟ نو هغوي په ځواب کې ورته وايي د سرشاهي په دښته کې د صنعتي پارکونو تر څنګ پرته ده خو تر اوسه يې نقشه نه ده جوړه چې موږ يې تاسو تهپه ساحه کې وښايو .
نو اوس پوښتنه داده :
- ايا داښارګوټی رښتيا ستا خپل دی او واقيعت لري چې جوړ به شي او که ستا له نامه نه د ځمکو دلالان ګټه پورته کوي . که ستا خپل نه وي نو ستا د پاچاهی تر زنې لاندې په رڼا ورځ په ډاډه زړه ددې چور او چپاول مخه ولې نه نيول کيږي ؟
- دهمدې ډول ښارګوټو په نامه خو هر يو ښاغلي پير سيد اسحاق ګيلاني چې په تلويزون کې ټوله ورځ په حکومت د اداري فساد دشتون تورونه لګوي ، همدارنګه دپغمان اوسيدونکي لوي جهادي مشر شيخ الحديث عبدالرب رسول سياف ، په زرګونو جريبه د جلال اباد دولتي ځمکې د جلال اباد په اوسيدونکو خر څې او په ملينونو افغانۍ يې په خپلو جيبونو کې واچولې خو اوس دای سږ کال لسم کال پيل کيږي خو دهغو ښارګوټو هيڅ درک او پته نه لګيږي .
ايا ستا ښار هم د همداسې ښار ګوټونه دی ؟
که نه وي هيله دې چې په دې برخه کې چټک ګامونه پورته شي څو د نورو بې وزله او نالوستو کليوالو د جيبونو د لوټولو مخه ونيول شي