د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

والي ولي نه وېرېږې

احمد الله 11.04.2010 12:14

دکور مالک د کور غل
د کندهار والی ډاکتر صاحب توریالی(ویسا)چه په غربی نړی کی یی د غلا کولو او دوطن سره په خیانت کولو کی دکتورا اخیستی ده.
نن ورځ د هغه ولایت والی دی چه په هغه ولایت کی هره ورځ په لسګونوخلک خپل ژوند له بیلابیلو پیښو له وجی له لاسه ورکوی. ځینی یی د بمی چاودنو له لاسه ځینی یی د بمبار له لاسه او ځینی یی هم د اداری فساد له لاسه چه مهمه بیلګه یی ډاکټر صاحب (ویسا)دی چه په اداری فساد کی دکتورا د ډیر پر مختللی مملکت (کاناډا)څخه لری.
کله چه ډاکټر صاحب په اوله ورځ د کندهار غمځپلی او ویران شوی ولایت ته راغلی نو ده د بیا رغاونی په نامه د عنایت آغا په مرسته د بار وړونکو موټرو څخه پیسی اخیستلی ددی پر ځای چه دی په کندهار ولایت کی بیا رغونه شروع کړی او دخلکو پیسی د خلکو په لار کی مصرف کړی. ده په دوبی او غربی نړی کی خپل ځان ته د مارکیټونو او عالیشانه بنګلو رغونه د خلکو په پیسو پیل کړه . دغی لړی تر څو میاشتو پوری دوام وکړی. د کندهار ښاریانو د ډیرو هلو ځلو څخه وروسته د ولسمشر کرزی زړه په کندهار ښاریانو باندی و رحمیدی . تقریبآ لس میاشتی مخکی یی د جمهوری ریاست د شکایاتو د کمیسون ريس ښاغلی اسدالله (وفا)ددی موضوع د څیړنی لپاره د کندهار ښار ته راواستوی د اسدالله (وفا)په راتګ سره پر کندهار ولایت باندی نوی لمر راوختی.د بیا رغونی په نامه د پیسو اخیستل بند شول . او والی ته هیڅ و نه ویل شول.د اسدالله (وفا)په تګ سره د کندهار محترم والی د غلا بله طریقه شروع کړه.
هغه دا چه د بولدک ولسوالی چه یو ډیر ستراتیژیک موقیعت لری د ورځی په سلګونو موټران د پاکستان د خاوری څخه ملک ته راځی د هر موټر څخه 7500افغانی د راه داری په نامه اخیستل کیږی.چه تقریبآ د ورځی دری میلونه افغانی کیږی دا ټولی پیسی د والی صاحب شخصی جیب ته ورځی. یو ځل بیا د کندهار ښاریانو په ډیرو شکایاتو سره د کرزی صاحب زړه ورحمیدی او دمکتوب په ذریعه او همدارنګه د ملی امنیت د اخطار په ذریعه دا لړی تر اوو میاشتو دوام وروسته پای ته ورسیده.
د کندهار والی صاحب دری میاشتی مخکی بله غلا شروع کړه هغه دا چه کوم موټران د پاکستان دخاوری څخه ملک ته داخلیږی.د حق العبور د پارچی په شا باندی لیکل کیږی (اجازه داده شد)او والی صاحب ددی په مقابل کی دری زره افغانی(3000)یا (5600)کلداری اخلی .او په غربی بانکونو کی یی جمع کوی دا ټولی غلاوی د کندهار د اداری ریاست د ټیکه دار حاجی انس چه د مجاهدینو د اولی کامیابی څخه د طالبانو او همدا اوس د اداری ریاست ريس دی .همدارنګه د سرحدی لیوا د پولیسو او د عنایت آغا په مرسته کیدلی او کیږی به او دالړی تر اوسه دوام لری.
دوالی صاحب یو ورور دی چه د اشرف په نامه یادیږی هغه د کمونستانو روزل شوی دی په روسیه کی یی تحصیل کړی دی هغه یو نظامی شخص دی.تر پرونه پوری یی زمونږ په وینه لاسونه سره وه نن راغلی دی چه موږ ته خدمت وکړی .او هغه هم په نظامی برخه کی نه بلکه په ملکی برخه هغه د سپین بولدک ولسوالی د ګمرک د مرستیال په حیث باندی کار کوی . دهغه د خدمت بیلګه تاسو ته وړاندی کوم.
هغه د خپل صلاحیت څخه په استفاده کولو د ورځی لسګونه موټران د ویش باډر په منډیی ګانو کی بغیر له کوم دولتی محصول څخه خالی کوی .پیسی او محصول دده و شخصی جیب ته لویږی دغه وه دده د خدمت یوه بیلګه. په دا حساب سره د کندهار والی د میاشتی یو میلیون ډالر او همدارنګه ښاغلی اشرف یو میلیون ډالر ددولتی عوایدو څخه خپلو خپلو جیبو ته اچوی.
د نړی پر مختللی سوداګر د میاشتی دومره عواید نلری لکه څومره چه د کندهار په غربی ایډیولوژی سمبال والی او دهغه په کمونسټی ایډیولوژی سمبال ورور (اشرف) په یو غریب ملک افغانستان کی چه دهغه ملک ولسمشر و غربیانو ته د یو میلیون ډالرو لپاره د فقر لاس نیولی وی.او دا لړی لا تر اوسه دوام لری د کندهار والی ددی لپاره چه ځان د اداری فساد څخه پاک وښیی کښته رتبه مآمورین(بیګناه) ته دوسیی جوړوی او هغه په اداری فساد کی ښکیل بولی بغیر له کوم ٍثبوت څخه هغوی بندیان کوی او څوک نشته چه مخه یی ونیسی نو مونږ د افغانستان د ولسمشر ښاغلی کرزی او د اداری فساد پر ضد د مبارزی د اداری څخه دا هیله لرو چه دا دوه وروڼو ته دی تر ټولو سخته سزا ورکول شی .او د افغان ولس پیسی دی ددوی څخه واخیستل شی.
د والی صاحب بله کارنامه:
یو به مړنشی او بل به موړنشی پر کندهار ولایت یو د غم طوفان نه بلکه څو څو طوفانونه دی ځانمرګی بریدونه بمی چاودنی او د والی صاحب پرله پسی غلاوی په کندهار ولایت کی خلک له لوږی مری او والی صاحب ښاغلی ویسا په هیڅ شی نه مړیږی والی صاحب اوس بلی غلا ته هم لاس اچولی دی هغه دا چه کوم خارجی موټران چه د پاکستان د خاوری څخه مملکت ته د سپین بولدک ولسولی داخلیږی والی صاحب د هر موټر په بدل کی 3000افغانی او100 کلداری بغیر له کوم رسمی سند ورکولو څخه اخلی او دا پیسی هم د نورو پیسو په شان چه مخکی می تاسو ته ذکر کړی خپل جیب به اچوی.د چهار شنبی په ورځ د حوت په 12 تاریخ د1388 کال یو څو کسیزه هیت د کندهار ولایت د څارنوالی د ریس ښاغلی اسماعیل (زیار)چه مسلکی څارنوال نه بلکی په خوانی صا حب منصب دی په مشری او نور فلک خان (صافی) د تحقیق امر او یو بل څارنوال اسحاق(پغمانی) د سپین بولدک ولسوالی ته تشریف یووړی او کوم خلک چه والی د غلا لپاره هلته خپل جانشین ټاکلی دی لکه نور احمد او یو بل مشهور په آغا صاحب او هغ پولیس چه د موټرانو څخه یی پیسی اخیستلی دغو هیاتانو نیغ په نیغه ونیول او پس له یوه ساعت څخه د والی صاحب په ټلیفون کولو او په دغو پیسو کی د ونډی ورکولو چه دمیاشتی تقریبآ دولس میلیونه افغانی کیږی نور احمد ،آغاصاب او هغه پولیس چه په غلا کی شریک وه له بنده خوشی کړل شول څارنوال صاحب خبره پټه کړه او کومه رسمی بڼه یی ور نکړه او نه یی کومی مرجع ته خبر ورکړی . دا خو هغه شول چه وایی غوټه ورکه خوله پر پټه .


والی صاحب نور د خدای لپاره بس ده مونږ غریبان او غم ځپلی پر قراره پریږده ته به اوس موړ شوی یی والی صاحب نور و خیانتونو ته دوام ورکړی دی او کندهار ولایت ورځ په ورځ د والی صاحب په اداری فساد کی ډوبیږی او والی صاحب د خپل ټول قوم او خپلوانو سره دا وعده کړیده چه ټولو ته به دکندهار ولایت د پیسو په منبع کی کارونه ور پیدا کوی که قانونی وی او که غیر قانونی وی .
والی صاحب یو وراره لری د ودان په نامه چه دوالی صاحب د ورور همایون ځوی دی . د کندهار ولایت د ګمرک ریاست ټول بسونه وخته پوره شوی وه والی صاحب خپل وراره د زور له لاری دګمرک په ریاست کی مقرر کړی او هغه ته یی د مراقبت سیار په شعبه کی کار ور پیداکړی. چه په ګمرک کی یواځینی د پیسو منبع ده .او کومی پیسی چه لاس ته راځی نیمی پر دولتی عواید جمع کیږی او نیمی هم د ودان جیب ته لویږی.
دوالی صاحب یو بل ورور دی د محمود په نامه هغه یی د ښاروالی د تنظیف د مدیر په توګه ټاکلی دی.او والی صاحب غواړی چه د ښاروالی عواید هم خپل لاس ته راوړی او دغه بست یی په زوره خپل ورور ته ور اخیستی دی او څوک نشته چه د والی صاحب مخه و نیسی او ښاغلی ولسمشر هم پر کندهار ښار باندی کوم زړه سوی نلری .او تر ټولو غل او خایین سړی د کندهار ښار ته را استوی چه دا غمځپلی ولس نور هم په غم و ځپل شی .
د سپین بولدک ولسوالی د ګمرک مدیر سید آصفه آغا چه یو ډیر شریف سړی دی هغه د والی صاحب د ورور کوم خیانتونه چه یی کول نه شوی زغملای نو ځکه والی صاحب هغه د بولدک ولسوالی د ګمرک د مدیریت څخه د کندهار ښار د ګمرک ریاست ته را تبدیل کړی او هغه یی په یوه کښته رتبه وټاکی حال دا چه سید آصف آغادا بست د خپل لیاقت په آساس په پی آر آر کی ګټلی ؤ.او هیچ چا دا حق نشوای تری اخیستلای .والی صاحب ددی لپاره چه خپل ځان د اداری فساد څخه ځان پاک و ښیی کښته رتبه مآمورین په اداری فساد کی ښکیل ګڼی او هغوی د خپلی دندی څخه ګوښه کوی . چه مهمترین بیلګه یی د کندهار ولایت د سپین بولدک د ولسوالی د مالی مدیر دی .والی صاحب خپلی جعلی کتابچی جوړی کړی وی او هغه یی د مالی په مدیر باندی ټپ کړی چه دا تا جوړی کړی دی.دمالی مدیر په سپین بولدک ولسوالی کی نه ؤ هغه د کندهار په ښار کی ؤ او کتابچی د چا سره نیول شوی دی هغه نه دی معلوم .او د مالی مدیر یی او د مالی مدیر یی له دندی ګوښه کړی دی فکر کوم والی صاحب دی څوکی ته هم څوک په نښه کړی دی .
د کندهار د ټول ولایت د حق العبور پیسی څلور میلیونه آفغانی کیږی او دمالی مدیر یواځی د بولدک ولسوالی څخه لس میلیونه عواید جمع کړی وی .