د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عراق : ځانمرګي برید اته ۸ تنه ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل

جوادي 15.03.2010 16:02

دعراق دفلوجه په ښار کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او ۲۱ نورټپیان شوي دي .

پولیسو ویلي چې ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو نه ډک موټر دپولیسو حوزې ته څیرمه والوزاوه ، مګر په چاودنه کې ډیره مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې ده .

دفلوجه ښار د دپلازمینې بغداد څخه ۵۰ کیلو متروپه واټن لویدیځ لور ته پرته ده ،چې نسبت نورو ښارونو ته پکې امنیتي وضع ښه وه .