کندهار کي د خپل ډول بېساري چاودني
13.03.2010 19:05نن شپه د کندهار په ښار کي څو داسي چاودنو صورت ونيو چي سارۍ ئې مخکي نه وو ليدل شوى، په دې تفصيل چي د سر تيرو بريدونو لړۍ په داسي ډول پيل سوه چي لمړۍ ئې د ښار مرکز (شهيدانو چوک) ته څير مه پر عام سړک را مينځته سوه ورسره د څو د قيقو په فاصله يوه يوه چاودنه را مينځته کيده چي لوى محبس ته څيرمه، د امنيه قومندانۍ مخي ته او د پنځمي ناحيې پر عام سړک ئې هرې يوې ښار ته لړزه ورکړه ، د نورو چاودنو خبره هم کيږي او ځيني خو لا وائي چي هوائي ډگر ته څيرمه هم درې چاودني را مينځته سوي دي، د مرگ ژوبلې په اړه معلومات نسته خو ځيني را پورونه وائي چي نيژدې ديرش مړې ميرويس روغتون ته را وړه سوې، د کندهار د ملي راديو تلويزيون د لاري د عامي روغتيا د چارواکو د خوا خلگو ته پر له پسې سپارښتني کيږي چي د زخميانو په رسولو کي خپل امکانات وکاروي او يا هم ميروئيس روغتون ته د ويني ورکولو دپاره ځانونه ورسوي، په ټول ښار کي ويره خپره ده په ځينو سيمو کي د بريښنا مزي شليدلي او په ټول ښار کي تلفونونه هم سم کار نه کوي

