د لوګر فرهنګي ټولنې د خواخوږۍ پیغام
06.03.2010 05:37لوګر فرهنګي ټولنه له درانه فرهنګپال اسدالله دانش سره د هغه د زلمي زوی حسیب الله جان د ناڅاپي مړینې له امله خواخوږي ښیي او ګران دانش او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړي. موږ ټول مسلمانان پر دې باور یو، چې الله پیدا کړي یو او بېرته د هغه پر لور ځو.
درناوی
نذیراحمد سهار
د لوګر فرهنګي ټولنې په استازیتوب

