د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مومند بابا ادبي بهير د اسدالله دانش د زوى فاتحه واخيسته

جميل تاند 05.03.2010 10:39

د بلخ ولايت په مركز (مزارشريف) كې مومند بابا ادبي بهير په خپله اوونيزه غونډه كې د دانش خپرنديې ټولنې مشر اسدالله دانش د زوى فاتحه واخيسته.

په دغه غونډه كې چې د بلخ ولايت په لسګونو فرهنګيانو ونډه اخيستې وه، د ۱۳۸۸لمريز د كب په ۱۴مه، د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې ترسره شوه.

غونډه  د قرانكريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت پيل شوه، چې د ويندوني چارې يې عيسى ژمن پر مخ بېولې.

د غونډې په پيل كې ليكوال او شاعر ذبيح الله احساس د دانش خپرونديې ټولنې د مشر اسدالله دانش د زوى حسيب الله په اړه څرګندونې وكړې.

نوموړي اسد دانش د پښتو ادب په چوپړ كې يو نه ستړى كېدونكى پښتون وګڼه او د ښاغلي د زوى په مړينه يې د بهير په استازيتوب خواشيني وښوده.

ورپسې د ارواښاد حسيب الله د مړينې فاتحه واخيستل شوه او ټولو ګډونولو يې كورنۍ ته د صبر د غوښتنې تر څنګ، هغه ته د جنت غوښتونكي شو.

د حسيب الله د فاتحې اخيستو له امله د غونډې د كره كتنې برخه بلې اوونيزې غونډې ته وځنډول شوه.

ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې د بهير لسګونو شاعرانو پكې خپل شعرونه واورول.