د اسد دانش د مننې پيغام
04.03.2010 09:22د ځوان زوی مړينه بې له شکه يو دروند غم او نه جبرانېدونکې پېښه وي؛خو الحمد الله چې مسلمانان يو او په دې ايمان لرو چې مرګ موږ ته او موږ د مرګ لپاره پيدا يو،که څه هم د خپل ځوان زوی حسيب الله دانش ساپي مړينې ډېر ودردولم خو د خوږو دوستانو ډاډګېرنو په دغه درانه غم کې راسره دومره مرسته کړې چې ښايي د بيانولو لپاره يې الفاظ ونه لرم.
له ټولو هغو ښاغليو او آغليو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما د ځوانیمرګ زوی حسیب الله دانش ساپي د ناروغتيا په دوران کې ماته ډاډ ګېرنه راکړې،د زړه وينې يې راته ډالۍ کړې او ډول ډول مرستې يې راسره کړې او هم له هغو ملګرو چې د ځوانيمرګ په جنازه کې يې ګډون کړی او يا يې د تليفون په ليکه راسره غم شريک کړی ډېره زياته مننه کوم.
الله دې تاسې ټول له داسې درانه غمه وساتي.
اسد الله دانش ساپی

