امريکا د ټولو ستر تروريست دى
02.03.2010 09:56پښتانه دنړۍ ترټولوقومونوغيرتي،سرلوړى،مېلمه پال،زړور،ولسواک اوپه اسلام مين قوم دى پښتنودتاريخ په اوږدوکې په چاتيرى نه دى کړى،دتاريخ يوه پاڼه يې هم نه شي ثابته ولى چې پښتنودې هغه که دلردي که دبر، چې په چادې تيرى کړى وي،خوله دې خبرې نه هم څوک انکارنه شي کولى ځکه چې،دتاريخ ټولې پاڼې پرې ګوادي . چې تل وخت ناوخت يرغلګرو پرپښتنوتيرى کړى دى هغه که انګريزان وکه مغل اوکه اوسني امريکا يان که روسان ول خوموږپښتنويې تل مقاومت کړى اودخپل ملک خاورې اولس دفاع موکړې ده اويرغلګرموترخپله کوره زغلولي ،منم چې پښتانه بې وزله دي محکوم دي خوبې غيرته نه دي
دادلر اوبرپښتنون لپاره دوياړځاى دى چې په تش لاس موددنيا ستراوغله طاقت روس ته ماته ورکړه اوټوټې ټوټې موکړچې ترننه خپله ځان نه شي راټولولى،د دوى ترکوره زغلول پرموږفرض ول ځکه چې دوى پرموږتيرى کړى ودوى زموږپرکورراننوتي ول زموږ دټولوپښتنوداقانون دى چې نه دچا کورته بې اجازې ننه وزو اونه چاته دا اجازه وکوچې زموږپه کورراننه وځي ،
نوموږلومړى ټولې نړۍ اوبيا امريکې ته په بارباروايو چې موږټرورستان نه يوموږترهګرنه يوتاسې ختاوتي ياست چې موږټول پښتانه تاسې دترهګرپه نامه پېژنۍ اوامريکاموبرنحقه پرکورراننوتې ده اوپه خپل کورکې مووژنې ، امريکاغواړي چې نړۍ ته ځان سپين جرګ وښايي اوپښتانه ورته وحشي ،بريدګراوترهګرقوم وښايي چې ړنده اودبشريت ضد نړۍ يې ملاتړوکړي
که حقيت ته راشودنړۍ په هېڅ قانون کې نشته چې ديوه کس لپاره دې په ميلنونوکسان ووژل شي هغه هم دداسې چالپاره چې ده پخپله افغانستان ته راوستى وي که موږد دوى ظلم ته وګورو اوقضاوت پرې وکړو
نوددې ويلو حق لرو چې ووايو امريکا دنړۍ ترټولوسترټرورسټ هېواد د ى چې فلستين يې هلته څولسيزې کېږي چې په خپلووينولړلى عراق يې هلته په خپلووينوولمبوو افغانستا ن ېي دلته دپښتون اولس په وينورنګ کړ
کوزه پښتونخوايې هلته دخوار،بې وزلوپښتنوپه وينوسره کړه لا يې تنده نه ده ماته شوې
دې ظلمونوته چې وګورونوزماوينابه ترډېره سمه اوپرځاى وي
امريکا لومړى پرافغانستا خپله تروريستي حمله پيل کړه هغه هم په يوه خاصه جغرافيه يانې دپښتون مېشتوسيموباندې په دې موخه چې اسامه دلته مېشت دى اودهغه دنيولوهڅې يې پيل کړې اووژل نيول يې يواځې پښتانه چې په دغه جنګ کې يې شمالي ټلواله پوره پوره ملګرې وه ځکه چې دهغوى مخکې نه پښتنوته زړه ډک وه
دويم يې په عراق باندې حمله وکړه نړۍ ته يې وويل چې صدام حسين ايټمي وسله جوړه کړې ده دافغانانودينوڅښلونه ورسته يې دبې ګناه عراقيانوپه وينوځان ښه خړوب کړ خوخونديې ورنکړدعراقيانووينه دپښتنودوينې په څېرخوږه نه وه بيا يې دکوزې پښتونخوا دپښتنوپه ينو خپلې داړې سرې کړې لايې تنده نه ده ماته دعرقيانووينه ترخه وډېرژريې ورنه پښې سپکې کړې خودپښتنووينه خوږه دځکه خووخت په وخت خوړل شو دى نوفکرنه کوم چې دعراق په څېردې دپښتون مېشتوسيمونه دومره ژرووزي
نه يې په عراق کې ايټمي وسله پيداکړه اونه يې په افغانستان کې اسمه ولې ؟؟؟
عجيبه سترګورتروريست د ى چې اوس ورنه داړنده نړۍ هم نه شي پوښتى چې وروره داولې؟ تاخودرواغ ويل خير
. لاتراوسه يې ماغزه پرکرارنه دي
چاچې ماسره وهلى سرپه سنګ دى

