امریکا : لشکرطیبه ترالقاعده په لوی خطربدلېږي
02.03.2010 08:54دوشنبه(د مارچ لومړۍ) د امریکا چاپ نیوزویک مجلې د لشکر طیبه ډلې په باب یوه مقاله خپره کړې او په هغه کې یې ویلي چې دا ډله ترالقاعده هم خطرناکه ده خود لوېدیځ استخباراتي اداروتراوسه پورې د دې پاکستانۍ ډلې له لوري د لوېدیځ ګټو ته د ورپېښ خطرپه باب جدي پاملرنه نه ده کړې
نیوزویک په دې مقاله کې ،چې عنوان یې دی «راتلونکې القاعده»، لیکي : په داسي حال کې چې امریکا لا هم پام دې ته دی چې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د القاعده شبکې اصلي مشران ونیسي ، یوه بله لږ پېژندل شوې افراطي ډله عملاً د یوې خورا خطرناک تهدیدپه توګه راڅرګنده شوې ده .
لشکر طیبه له تېرو پنځلسو کلونو راهیسي پر هندي اهدتفو په تېره بیا په لانجمن کشکیرکې بریدونه کوي
خولوېدیځ او هندي استخباراتي کارپوهان وايي لشکرطیبه اوس دا توان پیدا کړی چې پر بهرنیانو حملې وکړي اوخپلې هلې ځلې د نړۍ په سطحه پراخې کړي .د هغوی په وینا دا ډله اوس کولی شي چې ترهند ورهاخوا په نورو هیوادونو کې هم ورانوونکې حملې وکړي
د امریکا د ملي استخباراتو ريیس ډینیس بلیر د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د استخباراتي چارو کمېټې ته تېره میاشت وویل لشکرطیبه اوس په لا مستقیم خطر بدله شوې ده او په اروپا کې لوېدیځ هدفونه ترنظرلاندې لري د ځینو کارپوهانو په نظرلشکر طیبه ډله ممکن د مغلقې تکنالوژۍ، په نړۍ کې د زیاتو مالي مرستو د ترلاسه کولو، له د پاکستان په حکومت کې دننه د ملاتړ د لرلواو په دې خاطر چې د لوېدیځ استخباراتو ورته لا هم توجه نه ده کړې، ترالقاعده په لوی خطر بدله شي
امریکايي مقامات په شیکاګو کې د مېشت پاکستاني الاصله امریکايي ډیویډ کولمن هیډلي قضیه د ثبوت په توګه یادوي چې د اکتوبر په میاشت کې د لشکر طیبه له لوري د ممبی د حملود څارنې په تور ونیول شو.دوی د ډنمارکي ورځپاڼې پر دفترونود حملې او لشکر طیبه ترمنځ د ارتباط یادونه هم کوي .
د لشکر طیبه سابقه د شوروي پرضد د افغان مجاهدینو د جهاد کلونو ته رسېږي . د دې ډلې په موسسانو کې یو هم فلسطینی عبدالله عزام ووچې له اسامه بن لادن سره یې همکاري کوله .
لشکر طیبه خپل جنګیالي افغانستان ، د کورنۍ جګړې په کلونو کې تاجکستان او همداراز بوسنیا ته لېږلي وو.
د نیوزویک له راپور سره سم د پاکستان پوځي استخباراتوپه کشمیر کې د نورو جنګېدونکو ډلو په څنګ کې له لشکر طیبه سره د پیسو، وسلو او تریننګ کلک ملاتړ کړی دی
د دې مجلې له مخې داسي شواهد شته چې لشکرطیبه په هند کې د لوېدیځو هدفونو پرضد د حملو پلانونه جوړوي او دې ډلې په عین حال کې فیصله کړې چې ځان په افغانستان کې هم ښکېل کړي
د هند د ممبی په حمله کې د لشکر طیبه یوه تن نیول شوي اجمل فصاب په خپلو اعترافاتو کې ویلي چې دوی په دې حملې سره غوښتل چې امریکا ، بریتانیا او اسراییلو ته وښيي چې دوی له مسلمانانو سره ظلم کوي او موږ یې په مقابل کې دا ډول کار کوو
لشکر طیبه د پاکستان په پنجاب او کشمیرکې ډېرملاتړ کوونکي لري او هلته پیسې او وسلې ټولوي .

