دننګرهار د رسنيو کور دبابي وژنه غندي
28.02.2010 08:21دننګرهار درسنيو کور دبابي وژنه غندي
دننګرهار درسنيو کور دکندهار ولايت داطلاعاتو او کولتور رئيس عبدالمجيد بابي وژنه غندي
درسنيو کور د بابي وژنه دافغانستان دفرهنګ او کولتور وژنه بولي.
دمديوتيک ټولنيز مرکز په دې نظر دې چې بابي په پوره توګه ديوه اديب، ليکوال او شاعر په توګه پېژندل کېده او دافغانستان د حکومت په کوم پوځي برخه کې په کار بوخت نه و، له دې امله دده وژنه يو غېر قانوني عمل دى او دوسلوالو له خوا په دې اعتراف دامانا لري چې دوى په هېڅ شي عقيده نه لري او يوازې دنورو دخوشالولو لپاره دخپل وطن په ورانۍ او دخپلو ملي شخصيتونو په وژنه، هره شېبه ځان دافغان ولس له قهر او دښمنۍ سره مخ کوي.
وسله وال مخالفين ددې پرځاى چې د بهرني يرغلونو دپاى ته رسولو لارې چارې برابرې کړي دخپل وطن په ولسي خلکو پسې يې راخيستې ده، چې دا افغان ولس ته دنه منلو عمل دى.
دبابي روح دې ښاد وي او ددوى دښمنان دې، خداى تعالى تردې لاډېر په بده ورځ واړوي، چې پښې يې پرځمکه ونه لګېږي.
دبېوسۍ تندر په ځان پرېوزي
شول مې لاسونه د ګرېوان دښمنان
د ننګرهار مديوتيک د رسنيو کور

