د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسد دانش سره د خواشينۍ څرگندونې

خبرتياو څانګه 27.02.2010 08:38

ټول افغان ټکی کام په خواشينۍ سره د فرهنګي شخصيت ښاغلي اسد دانش د۱۴ کلن زوی له ځوانيمرګۍ خبرېږي. ټول افغان ځوانيمرګ ته د الله پاک (ج) له درباره جنت فردوس او دانش صيب او د ټولې کورنۍته یې د زړه صبر غواړي. خدای (ج) دې ورته د دې  زړه دردونکو  شېبو د تحمل توفيق ورکړي.

انا لله وانا اليه راجعون
د ټول افغان اداره

د نورو د خواشينۍ پيغامونه لاندې خپرېږي:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

د اسد دانش سره د خواشينې څرگندونه

پېښور: د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال امام الدين ساپى مشر کتوونکى عبدالرؤف قتيل خوږياڼى او د مرکز همکار فضل قادر انډيوال د دانش د خپرندويه ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپي د ځوان زوى حسيب الله په ناڅاپي مړينه ژوره خواشينې ښودلې او د نوموړي کورنۍ سره يې ځان په غم کې برابر شريک گڼلى الله دې اسدالله دانش ته د زړه صبر ورکړي.