ملي لوبډله د ۵۲ ورځو سفر وروسته سبا سهار ۹ افغانستان ته ستنیږي
24.02.2010 21:37د کرکټ ملي لوبډلې روزونکې تاج ملوک او مدیر سید شاه امینزي ټول افغان ته وویل چې د کرکټ ملي لوبډله سبا د افغانستان په وخت د سهار په نهه بجو (۹:۰۰am) د کابل هوايي ډګر ته د کام ایر په الوتکه کې پخېر رسیږي.
د کرکټ ملي لوبډله له ۵۲ ورځو سفر وروسته هیواد ته سبا بیرته ستنیږي، زیات شمیر لوبغاړي د ټپونو څخه سر ټکوي او دې کې شک نشته چې ډیر ستړې ستومانه دي. د ملي ډلې کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وویل (( دې کې شک نشته چې لوبغاړي ستړي دي خو په دې ویاړو چې هیوادوالو ته د بریاوو سره ورځو)).
د کرکټ ملي لوبډله دا ځل په داسې حال کې هیواد ته ستنیږی چې د افغانانو لپاره ستره ډالﺉ له ځانه سره لري چې هغه د کرکټ د شل اوريز يا ټونټي ټونټي نړيوال جام د غوراوي سيالي ګټل او د دغوسياليو اتلولي ترلاسه کول دي.
د ملي لوبډلي مرستیال مشر او سلاکار وزیر ټول افغان ته وویل چې تل مو بې وزله او باتور ملت ملا راتړلې او سباته به هم زموږ هرکلي ته ډېر هیوادوال هوايي ډګر ته راځي او لوبغاړي به بدرګه کوي.