د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شهيد بابي د شهادت په اړه پيغامونه

د خبرتياو څانګه 24.02.2010 16:10

انا لله انا اليه راجعون

د ټول افغان ټکی کام اداره په خواشينۍ دا دی د یوې بلې فرهنګي څټې د خدای په امانۍ خبر خپروي. خدای بښلي فرهنګپال عبدالمجيد بابی نه يواځې د پښتني فرهنګ خدمتګار و بلکې د ډېرو کمو د دستار له سړو څخه و چې حساب پرې کېده او کېدای شي همدا ارزښت یې د دې سبب شوی وي چې د افغانستان دښمنان یې وينې وبهوي او افغانان یو ځل بيا د وير په ټغر کېنوي.

ټول افغان د خدای بښلي بابي په شهادت رسول غندي او هغو لاسونو ته چې په نوموړي یې ګولۍ چلولي د لوی خدای (ج) له درباره غواړي چې د خپل عدالت په زولنو یې قيد او جهنم یې ځای کړي.

د خداي بښلي بابي وړې کورنۍ او د افغان سترې کورنۍ ته ټول افغان د زړه صبر غواړي او بابي ته د خدای (ج) په دربار کې د خدايي ناز او نېکې پېرزونې دعاګانې کوي.

د ټول افغان اداره

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

افغان  فرهنګپال مجيد  بابی  يې شهيد کړ

د هر انسان وژنه دردونکې او غميزه ده ، خو د هغو انسانانو وژل چي اولس ته د رڼا په خپرولو او کلتوري ودي په پراخولو او غوړولو بوخت وي ، ستر ناورين دی. . له بده مرغه نن بيا زموږ اولس د غم پر کمبله کښينول سو او زموږ د کلتوري هڅو د يوه هڅاند مخور دزړه خوځښت يې ودراوه.

انا لله انا اليه راجعون

سلام فرهنګي ټولنه ، د لمر څرک مهالنی خپرونه او د باوري صنعتي مطبعې اړوندان د خپل اولس سره په دې ستر غم کي شريک دي . موږ ټوله د لوی خدای ( ج ) په حضور کي د دعا لاسونه پورته کوو چي شهيد مجيد بابي ته فردوس جنت ور په برخه کړي ، کورنی ، دوستانو او د هيواد د کلتوري کړيو ټولو غړو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.

امين يا رب العالمين
د باوري صنعتي مطبعې مشر
الحاج محمد جان باوري
د لمرڅرک مهالنی خپروني مسول مدير
حاجي امين باوري
او، د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال محمد رسول باوري


د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د مړینې له امله د خواشیني پيغام!

په کندهار په ښاغلي عبدالمجید بابي باندې د مامعلومو وسله والو لخوا شوی برید چې په پایله کې د هیواد دا ستر فرهنګي ستر شخصیت په شهادت ورسول شو، دا د ټولو هیواد والو لپاره په ځانګړې توګه د ټولو فرهنګیانو لخوا د غندلو وړ دی او دا شوی دا ځوانمردانه برید په کلکه غندي.د پام ټولنې او پام مجلې ټول غړي د ده مړینه د هیواد او بیا په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او فرهنګ لپاره لویه ضایعه بولي او په مړینه یې کلک خواشیني دي. خدای بخښلي بابي صیب ته د فردوس جنت هیله کوي د ده کورنۍ او د ځوریدلي کندهار ټول غیرتمن اولس ته د صبر جمیل هیله کوي او په دې غمیزه کې د دوی سره ځانونه شریک بولي.

په درناوي
محمدالله ارین احمدزی
د پان مجلې مسول مدیر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له ډنمارک څخه د خواشینۍ پیغام

له بده مرغه دا دی دا ځل د تورتم استازو او دقلم او ژبې دښمنانو له موږ څخه د افغانستان یو تن منلی ، مسلمان او زیارکښ ژورنالیست ، لیکوال او فرهنګي خادم واخیست ، هغوي په خپلو ناولو مرمیو د یو بل خدمتګار پښتون ټټر سوری سوری کړ ، هغوي لا اقل ددې اندېښنه هم و نه کړه چې په دا دومره بډایه او مړه دموکراسۍ کې د پښتو ادب او ژورنالیزم برخه څومره محدوده او کمزورې ساتل شوي او که شته هم دا یو څو په شمار زموږ فرهنګیان چې یو یو رانه په دې او هغې نامه وژني او دا دی اوس یې تل یاد عبدالمجید بابی په نښه کړ، دا لا څه کوئ چې بیا دا قاتلان پر خپل ناولي عمل ویاړ هم کوي . لوی خدای دې بابی صاحب وبښي او ښه جنتونه دې ور په برخه کړي . او قاتلانو ته تاترین دوزخونه غواړو .
د خپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې یو شمېر په کلتور مین افغانان ، په دې توګه په داسې حال کې چې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریًس ترور د هېواد ملي کلتور ته د خدمت په لاره کې یوه ستره ضایعه او کمزورتیا بولې ، د ارواښاد بابي له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو او ټولو افغاني فرهنګیانو سره په دغه غم کې ځانونه شریک بولي او دوي ته د پاک الله له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي .\
موږ په دې توګه دا هم څرګندوو چې اوس اوس د هېواد دښمنان د پښتنو فرهنګیانو او د کلتور د لارې د خادمانو د ورکولو نیت په سرونو کې ګرځوي ، ټول افغان ملت باید په یو لاس او یو غږ او په پوره هوښیارتیا د دښمنانو دغه ناولي اعمال نه یوازې وڅاري چې په هرې ممکنې ذریعې یې مخه هم و نه نیسي .
الله دې زموږ او د هېواد مل شي .
د ګران افغانستان د کلتور د خادمانو د هوسا او بسیا ژوند په هیله .

په درنښت
یوسف هېواددوست
ــــــــــــــــــــــــــــ

د مرحوم عبدالمجيد بابي د شهادت په مناسبت
د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :


د تکړه ليکوال ، خواږه شاعر او هڅاند اديب، د تاريخي کندهار د اطلاعاتو اوکلتور رئيس مرحوم عبدالمجيد بابي د وژنی وير د ټولو افغانانو ګډ ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ولس په دې لوی غم او درانه وير کی شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي شهيد بابي صاحب درنی کورنۍ ، د افغانستان د وحدت او مرکزيت ازمايل شويو مدافعينو وطنپالو پراخو کندهاري ولسونو او ټولو خورو ورو افغان پرګنو ته وړاندی کوي .
شهيد بابي ته دې لوی څښتن ښکلي جنتونه ور په برخه کړي او دده ميړنيو خلکو ته دې لوی او قادر خدای
توفيق ورکړي چی د ګران تاريخي هيواد د پوره سالميت د اعادې او تل تر تله حفاظت دپاره نسلونه ،نسلونه ...او نسلونه سر ښندنی ته تيار وطنپالان وروزي .
امين يا رب العلمين .

سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بابي ګله! ستا دليدو په هيله

کله چې مې انټرنيټ خلاص کړ ، نو پر همدې دردونکي خبرمې سترګې ولګېدې ، زړه مې وښويد، بيا پر موږ يوه بله ټکه پرېوته ، عبد المجيد بابی هم راڅخه ولاړ ، د ژوند قافله مو څومره ورو ورو درومي ، خو د مرګ هغه څومره په ځغاسته ده ، هسې خو مرګ له موږ سره روږدی دی ، موږ هغه ښه پېژنو اوهغه موږ د خپلې سزا وړ ګڼلي يو ، په ډېرو مرګونو مو له مرګه ګيله نه ده کړې ، خو په يو نيم مو خامخا له هر لوی او کوچني ذاته ګيله کېږي چې ولې يې دومره مجبور ليدلي يو.

کلونه کلونه وشول چې عبدالمجيد بابی د خپل فرهنګ دغوړيدا پر هڅو بوخت و، ستړی و، ستومانه و ، د چا يې زنه نيولې وه د چا يې لاس او د چا لمنه ، ټولو ته په زاريو و ، چې زموږ دژغور لاره همدا ده ، په نورو لارو زړه مه خورئ . هغه نور دتل لپاره هر چاته له زاريو خلاص شو ، پر يو داسې سفر لاړ، چې بيا به هيڅکله رانه شي ، ځان يې دټول عمر لپاره بې غمه کړ ، خو موږ يې دټول عمر لپاره د غم پر ټغر کېنولو.

بابی بيا له موږ څخه يو ګام دمخه شو ، خدای خبر چې عبد المجيد بابي پسې به دا ځل د کوم بل خدمتګار بابي وار وي، د مرګ کډه زموږ له کلي نه ځي .

بابي ګله ! هلته ستا دليدو په هيله

ستا يون ، نوی ډيلی ـ هندوستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه لاسونه دي مات سي چې پر تاپروته سول 

تير ويرمولاهيرنه وو چي دپښتنو،علم اوفرهنگ قسم خوړلو دښمنانوزموږ ولس  اوپه ځانگړې توگه دقندهاردتاريخي ښار اوسېدونکي دوير پر بلې کمبله کښېنول .

نن سهار مودډله ايزو رسنيو له لاري دکندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس داروښاد عبدالمجيد بابي  په شهادت رسېدلو ډير خواشينوونکۍ خبرترلاسه کړ .انا الله انا اليه راجعون

ارواښادعبدالمجيد بابي د هېواد د ادبي ډګر ځلانده څيرې دډېرو ستونزواوکړاونو  په زغملوسره  په خپل ټول توان اوطاقت نه يوازي دکندهاربلکې دټول هيوادپه کچه  دافغاني کلتورد پياوړتيا اوځلېدولپاره نه  کيدو هېرېدونکي وياړلي خدمتونه کړي دي  .

اروښاد عبدالمجيد بابي يوغښتلي فرهنگي شخصيت شاعر اوتکړه ليکوال وو. دغه بېلگه او وړتيا ددې لامل وگرځېده چي دافغان ولس اوپوهې دښمنان نه غواړي داسي شخصيتونه ژوندي پاته سي .خوپدې بايد پوه وي  چي د اروښاد عبدالمجيد بابي شهادت به نه يوازي داچي په زرهاوو نور پر وطن مين شاعران ،ليکوالان او اديبان راوزېږوي بلکه دهغه دشهادت دعاملينوپه وړاندي ئي دټول افغان ولس کرکه اونفرت راوپاراوه .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد عبدالمجيد بابي په شهادت رسول  اودغه تروریستي عمل په کلکه غندو، ځان دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو،علاقمندانواوټولوفرهنگيانوسره پدې ستر غم کي شريک بولو د لوی خدای ( ج ) له دربار نه  شهيد عبدالمجيد بابي ته فردوس جنت  غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دختيزي سيمې ليکوالو ا وژورناليستانو خپلواکې ټولنې دخواشينۍ او ډاډګيرې پيغام!

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې ليکوال او شاعر او دکندهار داطلاعاتو او کلتور ريس عبدالمجيد بابى دناڅرګندو وسله والو له لورې ووژل شو(انا لله وانا اله راجعون) عبدالمجيد بابى دهيواد په کچه دپښتو ژبې له وتليو ليکوالو او شاعرانو په ډله کې شميرل کيده.دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دارواښاد بابي وژنه په کلکه غندي  او دهغه مړينه يوه ستره ضايعه بولي  ،وژونکو ته يې وايي چې نه شي کولاې په دا سې کرغيړنو عملونو سره دټوپک په زور دقلم مخه ډب کړي ،ارواښاد ته دلوې خداې له درباره  فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دزړه صبر غواړي او له افغان دولت نه په ټينګه غواړي چې دبابي قاتلين ومومي او دخپلو عملونو په سزا يې ورسوي.

دختيزي سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ