شعر: ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
18.02.2010 10:07 بري پسې بری راوړي نړۍ کې ده اتله
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
کیپټن نوروز منګل دی : زموږ د پګړۍ ګل دی
حمید خو مو حمید دی : په بالینګ کې اتل دی
سمیع او په کریم مو ښایسته ښکاري دا ډله
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
چې بال ولي شاپور زموږ : ویکټ به وي ضرور زموږ
میرویس ېې وي ملګری : دوی دي د سترګو نور زموږ
یا شپږ کړي یا څلور شهزاد سره خوند نه کړي سینګله
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
علي ښایسته اوپنر دی : نبي ښه ال راونډر دی
په سخت وخت کې به کار کړي : ریس دی که اصغر دی
لیمو کې به څای ورکړو ښه راغلاست ېې کړو هر کله
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
ملوک تاج د کرکټ دی : کبیر خان ېې ښی مټ دی
دا هر یو یو لوبغاړی : د دې لوبې بنسټ دی
ګلان دي اتلان دي راته ګران دي یو له بله
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله
لوبغاړي ټول درانه دي : په لوبه کې پاخه دي
بری به څنګه نه وړي : تکړه دي پښتانه دي
تل کړي ورته دعاوې توتاخیل د زړه له تله
ژوندۍدې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله