د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان په روان حالت باندې دجنرال جونز تازه څرګند ونې

رحمت اله روان 13.02.2010 19:16

جنرال جیمزجوز امریکا متحده ایالاتو امینتي سلاکار دافغانستان په روانی وضع په باب خوشبینی ښکاره کړی ده نوموړې په خپلو خبرو کی ویلی دي، چې د افغانستان روان حالت له بیلو بیلو اړخونو ارزول کیدای شي، او د ده په وینا امریکا او متحدین یې ډېر ښه پر مخ روان دي او د افغانستان امنیتي وضع مخ په ښه کیدو ده. جنرال جیمز جونز دغه څرګندونې دازادی دراډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کی په لاندی ډول کړي دي.
پوښتنه:څرنګه چې تاسو امنيتي سلاكار یاست، نو د افغانستان امنيتي وضعه څنګه ارزوئ او ايا له دې خبرې سره تاسو هم موافق ياست، چې وايي په افغانستان كې امنيتي وضعه ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو ده؟
ځواب: زه فكر كوم، چې د ټول افغانستان امنيتي وضعيت بايد په څو څيزونو باندي اندازه كړای شي، يو د خلكو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه، دغه راز اقتصادي پرمختګ، غوره حكومت داري او د قانون د پلي كېدو په واسطه هم امنيتي وضعه ارزول كيداي شي.
زه فكر كوم، چې په دغو درېيو واړو برخو كې پرمختګ ترسترګو كيږي او زه فكر كوم، چې موږ په سم لوري روان يو.
پوښتنه: مننه، څومره ډاډه ياست چې د افغانستان په اړه به د امريكا نوې سټراتيژي په رښتيا هم د دې هېواد ستونزي حل كړي؟
ځواب: زه فكر نه كوم، چې د امريكا سټراتيژۍ دې د دې لپاره جوړه شوي وي، چې په دې هېواد كې ستونزې حل كړي ځكه زه فكر كوم، چې د افغانستان ستونزې به خپله افغانان حلوي او له همدي امله غواړو افغانانو ته دا فرضت برابر كړو، چې خپل برخليك او راتلونكي په خپله وټاكي او په دې برخه كې نه يواځې د امريكې متحده ايالات بلكه دلته مېشت ټول ۴۴ هېوادنه په دې برخه كې مرسته كوي.
پوښتنه: تاسو د بهرنيو هېوادونو حضور ته په افغانستان كې اشاره وكړه، په افغانستان كې د بهرنيانو د عملياتو په طريقي باندې هم زياتې انديښنې موجودې دي، تاسو ته به معلومه وي، چې دا افغانان نه خوښوي چې په كورونو باندې يې بي اجازې او په ځانګړي توګه د شپې ور ننوځي، ايا فكر كوئ په دې برخه كې به يو بدلون راشي؟
ځواب: په دې اړه د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان جنرال مك كرېسټل او قومندانان يې ډير حساس دي، په دې برخه كې هركله يو توازن موجود وي، چې مخالفين وځپل شي او په عين حال كې د م لكي خلكو ژغورنه وشي او په رښتيا هم غواړو، چې د ملكي وګړو له مرګ ژوبلي څخه مخنيوی وشي او دغه راز غواړو، چې د افغانانو د كلتور درناوي وكړو.
پوښتنه: مننه داسې هم ويل كيږي، چې د امريكا د حكومت او د حامد كرزي ترمنځ دې ځيني اختلافات موجود وي، په دې اړه څه نظر لري؟
ځواب: نه زه فكر نه كوم چې د دوی دواړو ترمنځ دې مخالفت موجود وي، بلكه د دواړو هېوادونو ولسمشرانو سره خبرې كړي او دې تفاهم ته سره رسيدلي، چې دواړه مشران څه كول غواړي.
زه فكر كوم چې دلته موږ يو ښه حضور لرو او موږ غواړو، چې د افغان حكومت او خلكو له قانوني كړنو څخه ملاتړ وكړو.
پوښتنه: ګورئ د بيلګې په توګه د فساد په اړه چې د امريكا حكومت وايي، چې فساد د افغان حكومت په ادارو كې اوج ته رسيدلی، خو د حامد كرزي حكومت وايي، چې تر ۸۰ فيصدو زياتې مرسته شوي پيسې خپله د بهرنيانو له خوا لږيدلي او هغوی هم په كې فساد كړی، ايا دا رښتيا ده؟
ځواب: په هرصورت زه په دې كې تخصص نه لرم، چې څوك په فساد كې ښكېل دي او تر كومه كچه فساد موجود دی، خو په عمومي توګه فساد كه په هر حكومت كې وي. نو په دې سره د خلكو اعتماد ته صدمه رسيږي، نو كه فساد په هر ځای كې موجود وي، بايد ورسره مبارزه وشي او موږ هيله لرو، چې ولسمشر حامد كرزی به په دې برخه كې سږ كال خپل ځواكمن رهبريت وښايي.
پوښتنه: په افغانستان كې د ستونزو د حل په برخه كې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاكستان او ايران ونډه څه ډول ګوري؟
د امریکا متحده ایالاتو امینتي سلاکار جنرا جېمز جونز او د ازادي راډیو خبریا مجاهد جواد
ځواب: افغانستان په جلا توګه ژوند نه كوي، بلكي په دې سيمه كې چې لا ډيموكراسي په كې ځوانه او تنكۍ ده ژوند كوي، موږ بايد په سميزه توګه تمركز ولرو، چې دا باوري كړو چې بلااخره د سيمې د خلكو ژوند خوندي وي او له افراطيت څخه ورته وېره نه وي موجوده او د ښه ژوند حق ولري چې په دې برخه كې يواځې همدومره ويلي شم.
پوښتنه: مننه او ايا ستاسو هېواد په دې برخه كې هڅه كړې، چې له افغانستان سره د دغو هېوادونو مرسته راخپله كړي؟
ځواب: بلي بې له شكه چې موږ په دې سيمه كې له ټولو هېوادونو سره كار كوو، ځكه موږ نه غواړو چې افغانستان دې يوځل بيا هغو سختو ورځو ته وګرځي چې طالبان په واك كي وه.
دا د وياړ ځای دی، چې ښونځي بېرته پرانستل شوي دي او افغان هلكان او نجونې زده كړي كوي او اوس بايد د افغانانو امنيت خوندي، حكومت داري ښه شي او قانوي پلي شي.
پوښتنه: رابه شو د سولې برخې ته په افغانستان كې د سولې په پخلايني په وړاندې كوم خنډونه ويني؟
ځواب: زه بايد وه وايم، چې دا بيا هم هغه څه دي، چې خپله افغانان يې بايد په اړه تصميم ونيسي ځكه دا يو خپلواك هېواد دی، خو زموږ توصيه به يواځي دا وي، چې ډېر ليرې او ډېر تيز بايد ګام پورته نه كړو.
دا ښه خبره ده چې داسې يو ملي پروګرام بايد وي، چې د پخلاينې په برخه كې كار وكړي او هغو ته زمينه برابره كړي، چې غواړي خپل هېواد ته خدمت وكړي.
پوښتنه: مننه تاسو وګورئ چې يو خواته نړيواله ټولنه په ځانګړي توګه متحده ايالات د حامد كرزي د سولې د پروګرام ملاتړ كوي، خو له بلې خوا همدا اوس د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند كې د مخالفينو پرضد د پراخو عملياتو چمتوالی نيول كيږي. فكر نه كوي چې دا ډول عمليات ښايي د سولي پر خبرو باندي ناوړه اغيزه وكړي؟
ځواب: نه په افغانستان كې حالات ټول يو خيل نه دي، د بيلګي په توګه ما تېره ورځ په پنجشير ولايت كې سوله، ثبات او امنيت وليد، دغه ښه حكومت داري مو وليده، چې اقتصادي پروګرامونه لري.
خو كله چې هلمند او كندهار ته ولاړم نو بايد ووايم، چې په امنيتي برخو كې بايد كار وشي، چې بيا ډېر ژر هلته اقتصادي پروژي پلي شي او دغه راز د قانون پلي كېدل له غوره حكومت داري سره رامنځته شي، ځكه خلك غواړي، چې د پرمختګ پر لور روان شي.
پوښتنه: او زما وروستۍ پوښتنه، داسې انديښني موجودي دي، چې د افغانستان شمالي ولايتونو كې د طالبانو په خپريدو سره ښايي نه يواځي د افغانستان شمالي ولايتونو امنيتي ګواښ متوجه شي بلكه حتي د منځني اسيا هېوادونو ته هم په دې اړه څه نظر لري؟
ځواب: زه فكر كوم، چې دغه سخت دريځي او ترهګري په هيڅ ځای كې نه شي خپريدلای، په عمومي صورت چيرې چې په غوره توګه قانون پلي شي او غوره حكومت داري وي، نو ترهګر نه شي پاتې كيدی.
زموږ هدف همدا دا دی، چې افغانستان داسې يو هېواد شي چېري چې ترهګر د پښي ځاي و نه مومي، خو دا چې موږ په داسې يوځای كې يو چېري چې افراطيون كار كوي نو بايد موږ هوښتيار او بېداره واوسو بايد په خپل بري كې ژمن واوسو.
زه فكر كوم، چې دغه بيداري په افغانستان كې شته ځكه سرتيري زياتيږي او هغو درېيو ټكو ته پاملرنه كيږي، چې مايي په سركې يادونه وكړه او زه فكر كوم، چې موږ به بريالي يو.