سعودي د نوم د بدې مانا له وجې د پاکستان سفير ونه مانه
08.02.2010 12:36سعودي عربستان د پاکستان وړانديز شوی سفير اکبرزېب د سفير په توګه ونه مانه. سره د دې چې سعودي د نوموړي د نه منلو وجې نه دي روښانه کړي خو عربۍ رسنۍ وايي چې نوموړی ځکه په سعودي کې د پاکستان د سفير په توګه نه دی منل شوی چې نوم یې په عربي کې د ((ستره تناسلي اله)) مانا لري.
په عربي ژبه کې ((اکبر)) د ((ستر)) او ((زېب)) د ((سړي د تناسلي غړي)) په مانا دي.
تر دې دمخه متحده عربي اماراتو او بحرين هم ښاغلی اکبرزېب د سفير په توګه نه و منلی. هغه مهال پاکستان فکر کاوه چې ښايي دا په دې هېوادونو د امريکا فشار وي خو اوس پته ولګېده چې د نوموړي د نه منلو وجه بل څه وه.
په پاکستان کې اکبرزېب، عالمزېب، اورنګزېب، جهانزېب او ورته نومونه ډېر دي.
یوې عربي ويبپاڼې ليکلي دي چې که دې هېوادونو اکبرزېب د سفير په توګه ټاکلی وای نو بايد چې په اخبارونو کې خپاره شوي وای چې(( ښاغلي اکبرزېب (سترې تناسلي الې) جلالتمآب ريس دولت یا پاچا ته خپل د قبولي اسناد وړاندې کړل او جلالتمآب د اکبرزېب اسناد ومنل. بل دا چې دا هم سخته وه چې ووايي چې اکبرزېب د جلالتمآب سره په کتنه خوښي وښوده او جلالتمآب یې هرکلی وکړ او د پاکستان ملت ته یې د نوموړي له لارې نېکې هيلې ولېږلې.))
دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د متحده عربي اماراتو برحاله کونسل قضيب حمد سیف العواني نومېږي. ((قضيب)) د ((سړي د تناسلي غړي)) مانا ورکوي. خو سره له دې هم پاکستان نوموړی کونسل په خپل هېواد کې پرېښی دی.
د يادونې ده چې ښاغلی اکبرزېب په کاناډ کې د پاکستان سفير پاتې شوی دی او بېلابېلې دولتي دندې یې سرته رسولي دي.










