اجمل خټک، مرګ يې مه واي

خان زمان کاکړ 07.02.2010 22:36

د پښتو مزاحمتي  سياست او ادب سرلاری، د  زولنو او زندانونو سړی، د ځپلو او ربړېدلو په ننګ ولاړ مبارز، د انسان د روښانه مستقبل په هيله ټول عمر لوګی شوی انقلابي او د غېر طبقاتي ټولنې د قيام لپاره جنګېدونکی اجمل خټک هم له هغه ژوند سره خداي په اماني وکړه، چي د ورسره ددې ايمان په قسم تړون لرلو، چي ادب د ژوند لپاره، سياست د ژوند لپاره، رڼا د ژوند لپاره او ټول عمر د ژوند لپاره. په دې عقيده چي:

وه   ایک  بار  مرې  جن کوتها  حیات سې پیار

جو  زندگی  سې گریزان  تهې  روز مرتې تهې

اجمل خټک په ټول انساني عظمت او پښتني وقار نن په تللو کي په پټه خوله وويل چي:

اب مجهې مرنې کی پرواه نهين

مين  نې  جينې کا حق ادا کرديا

نن چي د اجمل صاحب د مرګ د خبر اورېدلو ددې عجيب ډول کېفيت په وخت کي دا کرښې ليکم، ډېرې روايتي تکراري خبرې رايادېږي، خو يوه هم کولی نه شم، ځکه چي دا خبرې موږ پر ډېرو مړو کړي دي، اجمل صاحب په هغه کتار کي شمېرل راته ګستاخي ښکاري. پښتانه دي، نن به بيا وايي، "سل دي ومره يو دي مه مره". خو زه نه وايم، ځکه چي زما سل ډېر پخوا مړي شوي وو او يو مي نن مړ شو. هو زما سل هم مړه شول او يو هم. خو زه په دې يقين يم، چي د غيرت چيغه به خاموشه نه شي، د سپين غر د بين مار ژبه ګونګېدی نه شي. پاګل نومول شوی اجمل خټک به نن هم د مستبد او جابر نظام د واکمنانو په خلاف پاګلتوب پاروي، هغه د لېوانو او انسانانو د بېلولو دنده تره سره کوله، چي تر څو د انسانانو او لېوانو دا شريک جهان اباد وي، چي تر څو انسان په انسان ورسورېږي، چي تر څو د پنجه ور شهباز په ځاله باندې د تنزرو غوبل جوړ وي، چي تر څو د پښتون وينه د څربو څربو جوثو شراب وي او چي تر څو مو په هډ هډ د ذاتي اقتدار وږې سترګې چکونه لګوي، اجمل صاحب به ژوندی وي، د خپل قام او د مزدور د وينې په سرخي به قسم خوري، د خپل هډ په بې وسي به قسم خوري او د انسان د روښانه مستقبل لپاره مزاحمت به کوي . اجمل صاحب د مرګ سړی په دې هم نه وو، چي هغه کله هم د قبر لړمان ونه ژړل بلکې د ژوند د لړمانو په ضد يې جنګ وکړ، هغه چي د لويو لويو قدرتونو د رب نه د "نهر دوزخي مرګ" نه وړاندې د کومې چيغې اجازت غوښتی وو، هغه پر ځمکه د انسان د جنت چيغه وه. "په خپله خاوره خپل جنت جوړوم" د اجمل صاحب د ټول سياسي او ادبي ژوند چيغه وه، هغه هم ددې چيغې ګنهګار وو، د زندانونو په دوزخ کي ددې جنت د جوړولو په تور پاګل وو. "دا زه پاګل وم؟" د هم دې مقدس هدف لپاره د لوګي شوي ژوند زخمي زخمي سرګزشت دی. په نورو ټکو د باچاخان د تحريک، د مظلوم د مبارزې د المياتي ادبي تاريخ يوه پارچه ده او په پښتو نثري ادب کي هغه turning point دی، چي که څوک يې د ارزښت نه انکاري وي، نو هغه به د "شين ټاغي" سواري وي.

اجمل د خپل څرګند هدف په لور د پښتني همت په پېمان مسلسل ووه لسېزې وجنګېد، ووه لسېزې تر دې استفسار لاندې وو، چي څه غواړې؟  او ووه لسيزې ورته ده په وضاحت کي وويل:

غټان غټان، نېکان نېکان  پېدا  دي

دوي  خو  له  ځايه جنتيان  پېدا  دي

ځئ! هغې  خوارو  له  جنت  وګټو

څوک چي له موره دوزخيان پېدا دي

دا تش يوه څلورېزه نه بلکې د اجمل صاحب د مبارزې مرامنامه وه او هم يې د محتسبانو په لاس کي د جرم د ثبوت شهادتنامه وه. هم دا يې نن د ټول ژوند او مبارزې د تاريخ خلاصه او د هغه د پېژندنې اساسي اشاريه ده. په پښتو ن قامي تحريک کي د "غيرت د چيغې" هغه مقام دی، کوم چي د روسيې په پرولتاري مبارزه او انقلاب کي د مېکسيم ګورکي د ناول "مور" وو. د خوشال د انغري دې وارث د غيرت په چيغه د خوشال د مزاحمت وراثت وپاللو. د باچاخان تحريک که يې هر څو د فکر تاداو کښېښود، خو دا هم يو حقيقت دی، چي اجمل صاحب د باچاخان د تحريک د عمارت فکري اساس پاته شو. امريکا غږ راډیو ته يې يو وخت په مرکه کي وئيلي وو "زما پر ژوند او فن تر ټولو زيات اثر د خوشال بابا د شاعرۍ، د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ او د ترقي پسندو مصنفينو د انجمن د تعلق دی". هو، هغه ترقي پسند قام پرست وو. قام پرستۍ يې کله هم نرګسي او تنګ نظره اپروچ ونه درلود. هغه د انسان د عظمت شاعر وو، په رښتينې مانا ترقي پسند وو، د ژوند د پرمختګ او د ښه نه د لاښه په لور سفر د هغه د فکر سرچينه وه.  د "سرې ډولۍ" د راوړلو د ارمان نه تر بدخونده پارليمان پورې د خپل پت او پښتو پاک پېکر وو، د تاريخ جبر په شخصيتونو او تګلارو کي بدلون رغوي. اجمل صاحب هم ددې بدلون نه بچ پاته نه شو خو دا هم نن د تاريخ برخه ده، چي د اجمل  د سر قيمت چا ونه لګولو، په دومره لويه مبارزه او لويو حثيتونو يې هم ذاتي حالت د سپېره غربت سمبول وو.  له سياسي لچک او نرمۍ نه به يې ضرور کار اخيستی وي خو پر هدف يې کمپرومايز نه دی کړی. په ډېرو سختو او دوزخي حالاتو کي هم اجمل صاحب د خپل ګفتار عملي ثبوت وو.

موږ لېوني که څوک په دار وېروي

موږ  ته  د  يار  د زلفو تار ښکاري

او يا دا چي:

که  ظالم  مي  ژبه  غوڅه  کړه  تېره   شوه

تورۍ څومره چي تېره شوله خوږه  شوه

اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي

چي  زما  نغمه  سړه  نه  شوله  سره  شوه

اجمل صاحب په ډېرو سنګينو حالتو کي بېل شو، اوس چي دا څو کلونه ناروغ پروت وو، ما به ورسره کله کله پر فون خبره وکړه، نو ډېر ناارامه ښکارېدو، بېخي مطمئين نه وو. مګر له دې باوجود چي به يې کوم شعر ووايه نو دا تاثر به يې ورکاوه، چي پښتون يو کېږي. دا به د تاريخ يوه ډېره ظالمه طرحه نومو، چي له خوشحال بابا نه تر اجمل صاحب پورې د پښتنو د اتفاق مسئله سر په سر پاتې ده. د اجمل صاحب اخري ټوله شاعري د "اتفاق" د موضوع چاپېره چورلي. خو په دې اتفاق کي يې هم طبقاتي اپروچ زيات څرګند دی. يو ځايي وايي "شاعر چي انساندوست، وطندوست او د وخت په تقاضو پوه نه وي نو شاعر نه ورته وايم، نن چي غټان او خانان د غريبانو وينې څښې، نو د دوي خلاف بايد اواز اوچت شي. ځينې شاعران مجلس مستوي، دغه د ذوق تربيت دی، موږ د ژوند تربيت کوو.  لوي مصيبت راغلی دی، په دې عصر کي بايد شاعر د قام خبره وکړي او قام راژوندی کړي".

د وطن جنګ ځپلي حالت د اجمل صاحب حالت ټول وخت ناارامه ساتلی وو، د امن لپاره جنګ او د جنګ په ضد جنګ د هغه همېشنی مرام وو. په سياسي او هم په ادبي ډګر کي يې په دې باب بېخي زيات مواد راپاته دي. ښاغلي عارف عثمان کلونه وړاندې ليکلي وو "اجمل خټک د جنګ پر ضد کلکه مبارزه د ځان لپاره لکه يو مقدس مرام، د ادا کولو وړ پور او مفروض کار بولي، ښه پوهېږي، چي بايد له چا سره وجنګېږي. دی د منځنيو پېړيو د هغو افسانوي قهرمانانو سره هيڅ ورته والی نه لري چي توره به يې له تيکې ايستلې وه او د بادي ژرندو د څرخونو سره به جنګېدل. يعني اجمل د يو شاعر په صفت د يو ابسټرکټ دښمن سره مخالفت او دښمني نه کوي بلکې دده مخالفان څرګند او معلوم دي. دی په عيني حال کي پوهېږي، چي ننني جنګونه د بشريت لپاره څومره له بدمرغيو نه ډک کړاوونه پېښوي، هغه اساسي عوامل هم ښه پېژني، چي جنګ راپاروي. دی ښه پوهېږي چي د اوسنيو جنګونو اصلي عامل د امپرياليزم، مونو پوليزم او د جنګي صنايعو د کمپلکس نه پرته بل شی نه دی..... شاعر د هم دې ګټه پالو او ځناور صفتو پر ضد د جنګ اعلان کوي، کوم غشی چي شاعر خوشې کوي، بې له کږلېچه نېغ په ټاکلي نښه لګېږي".

په اوسنيو جنګي حالتو کي يې اندروني مزاحمت د بدن کمزورۍ ورسوړ کړی، ګني ممکن وو، چي په پښتونخوا کي روانو الميو د اجمل صاحب شهکارونه پنځولي واي. ځکه خو يې وئيلي دي:

بار  د  عمر  راته  تن  او  بدن  زوړ  کړو

بې وسۍ مي هغه ګرم ژوندون سوړ کړو

پاکه  خدايه!  چي  دا  څه  لوبه  راوشوه

زه د کټ شومه، وخت نوې مېدان جوړ کړو

خو افسوس چي دا زورو سړی نور د کټ هم پاته نه شو، نن به يې دا کټ هغې خاورې ته روان شي، چي د ورباندې ټول عمر ننګ کړی وو. رښتيا وايم، حيران يم، چي مرګ به دومره زورور سړی هم وژلی شي؟ دا شېبې سړي ته مرګ وريادوي، مرګ حق دی، خو تر دې وړاندې په ژوند کي د ژوند حق پر ځاي کول هر انسان له بويه. اجمل خټک په هم دې لوی دی، چي هغه د ژوند حق پر ځايي کړی دی. هو، نن به د اجمل صاحب د تشې ادراک وشي، له ننه به ورباندې غمرازۍ او مرثيې روانې شي، دا به يوه لويه سلسله وي، افسوس به پکي وي، داد ، ستايني او عقيدتونه به پکي وي خو اجمل صاحب به پکي نه وي. ما دا يوه خبره ژړوي، چي نن به اجمل صاحب په  "سره ډولۍ"  کي نه بلکې په يوه ساده جنازه کي خپل اخري هدف ته روان شي.

په چم  کي  د  غټانو  يو  ملنګ  غوندې  خټک  وو

تپوس وکړئ، چي سپو خو يې خوړلی چرته نه دی

نن   ټول  سړی  خواره  د کلي  خپلو کي  لګيا دي

يې   خوارو  راپېدا ي ې کړی دا نن وخت د هغه دی


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم