د اجمل خټک بابا په مړينه د غمرازۍ پيغامونه
07.02.2010 20:01د ټول افغان ټکی کام اداره د دې ويبپاڼې د ټولو همکارانو په استازيتوب د پياوړي ليکوال، شاعر او افغان سياستوال اجمل خټک بابا په مړينه غمرازي کوي، د لوی الله ج له درباره ورته جنت فردوس غواړي، او کورنۍ او ټولو افغانانو ته د زړه د صبر دعا کوي.
د اجمل بابا مړينه نه جبران کېدونکي ضايعه ده، لوی خدای ج ته لاس په دعا یو چې لکه په افغان ملت یې چې اجمل خټک لورولی و، همداسې پرې نور د دستار سړي هم ولوروي چې د اجمل بابا د فکر او کار مشال بل وساتي.
د ټول افغان اداره
ـــــــــــــــــــــــــــــ

