اياملاعمردپنځلسمي پېړۍ مجدددی؟

محمدبلال محمدي 04.02.2010 16:31

دطالبانوپه يوه ويبپاڼه کي مي دامضمون ولوست :(اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهددپنځلسمي پېړی مجدددی)ددې ليکني ليکوال ډېردمبالغي څخه کاراخيستی دی،ملاعمراخوندچي يوبې علمه ساده سړی دی دهغه لپاره ئې ډېرلوی صفات ثابت کړي دي اوليکوال په خپله مبالغاتي ليکنه کي داناکامه هڅه کړي چي هغه دپنځلسمي پېړۍ مجددثابت کړي خوداډېرمشکل کاردی ځکه دملاعمرغوندي بې علمه سړئ هيڅکله دومره لويه درجه نشي ترلاسه کولی.
که موږدرسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکواحاديثوته پاملرنه وکړونوداشبهه په بشپړه توګه له منځه لاړه چي ملاصاحب دي مجددشي .
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:بدءالاسلام غريباوسيعودکمابدءفطوبی للغرباء(رواه مسلم)
اسلام په ابتداکي هم نااشناشروع شوی دی اوزرده چي داسي به نااشناشي لکه څنګه چي شروع شوی دی نودغرباؤلپاره خوشحالي ده .
دغرباء معنی دلته دانده لکه دنوموړي ليکوال دليکني نه چي معلوميږي چي مسکين ترې مراددی نوملاعمراخوندپه غريبه کورنئ کي زېږدېدلی دی نوددې حديث مصداق ملاصاحب وګرزېدی بلکه دغرباءمعنی داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم داسي کړې ده :وهم الذين يصلحون ماافسدالناس من بعدي من سنتي (رواه الترمذي)
يعني غريبان هغه څوک دي چي خلګوزماطریقې غلطي کړي وي دوی دهغوغلطوکارونواصلاح کوي .
يعني خلګوچي په دين کي کوم بدعات شروع کړي دي دهغواصلاح کوي اوپرځای ئې خلګوته صحيح دين اوسنت طريقې بيانوي .
نوددې حديث مصداق ملاصاحب نشي کېد ی ځکه نوموړي خوهغه علماء نه پرېښودل که چاوئلي وی دبېلګي په ډول چي داسقاط مروجه طريقه بدعت ده.
مجددڅوک وي؟
رابه شودليکوال دې خبري ته چي ملاعمراخوندمجددددې زمانې دی .
په حديث کي داالفاظ راغلي دي :ان الله يبعث علی راس کل مائة من يجددلهادينها(مشکات شريف)الله تعالی په هروسلوکلوکي داسي څوک پيداکوي چي دهغې زمانې خلګوته دين تازه اونوی کړي .
دين خوزوړدی علماووليکلي دي چي ددې حديث مطلب دادی چي دمجددعلامه داده چي خلګ به هغه ته داسي نسبت کوي چي دې سړي نوی دين راوړی دی .
ددې حديث مطلب دادی چي بدعات به خلګوشروع کړي وي داسړئ به اصل دين بيان کړي خلګوته به دبدعت اودين ترمينځ توپيرورپه ګوته کړي . ملاصاحب خوهيڅ داسي کارندی کړی بلکه
ملاصاحب خوبدعات زيات کړل، ختم کړي خوئې ندي، شرک ئې ختم نکړوبلکه نورئې هم زيات کړوځکه کوم خلګ چي په شرک کي ډېرلټاړدي هغه ملاصاحب ته ډېرنږدې خلګ وو.
موږدداسي پېښوهم شاهديوچي په ډېرومسجدونوکي دقرآن کريم ترجمې کېدلي هغه ملاصاحب بندې کړي،لدې امله چي هغوعلماءکراموخلګوته حق بيانوی اوملاصاحب خپله ګټه پدې کي ويني چي خلګ دي دده په جاهلان اوسي،له دين نه دي ځانونه نه خبروي،په شرک اوتوحيددي ځان نه پوه کوي،بدعات دي ټول کوي ددې لپاره چي دنيمچه جاهلوملايانوکاروبارچالان وي،
هغوی دي خپل بدعات اوشرکيات په خلګوتحميلوي،ددوی په خلاف دي څوک دحق خبره نه کوي،که دوی هرڅومره ناوړه بدعات اوغلط کارونه کوي .
پداسي حال کي چي مجددهغه څوک دی چي خلګ صحيح په اسلام پوه کړي نودمجددلقب به ملاعمرصاحب ته هغه څوک ورکوي چي ډېرله اسلامه ناخبراوجاهل وي .
بل ملاصاحب دمجاهدينودټولوډلوسره جهاداعلان کړ،هغوی ئې ووژل ددې وژلوڅه دليل دی؟دمسلمان وژل خوډېره لويه ګناه ده ،دالله تعالی دين خوموږته داوايې چي جګړه به ترهغه پوري دواکمن سره نه کوئ ترڅوچي کفربواح يعني ښکاره کفرله هغه واکمن څخه ونه وينئ.تردې مخکي جګړه نده جائز.
داسلام حکم دادی: که ستاسوواکمن غلط کارونه کوي نوصبروکړئ توره به دهغه په خلاف ترهغه نه پورته کوئ ترڅوموچي ښکاره کفرپه هغه کي نوي ليدلی .
ملاصاحب چي کومه جګړه دنوروجهادي ډلوپه خلاف پيل کړه په حقيقت کي هغه يوازي اويوازي دڅوکئ لپاره وه نه دبل څه لپاره ځکه  که رښتيادملاعمرسره داسلام غم وی نوپه اسلام کي خوترهرڅه مخکي توحيددی ملاصاحب خوداکارونکړ.
زه طالبانوته ډېرقدرلرم خوکاشکي ددوی سم پوه سړئ مشروی،پدې کي شک نشته چي په طالبانوکي ډېرمخلص اودقربانئ والاخلګ شته خوافسوزچي مشرئې لږپوه وی چي اسلام اوکفرئې خپله پېژندلی .
نوموړي ليکوال اونوروټولوليکوالانوته زماداتوصيه ده چي ددې پرځای چي دملاعمراخوندصفت اوتعارف کوي يادبل چادالله تعالی صفت اودهغه درسول صفت بيان کړئ، دالله تعالی توحيدبيان کړئ اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم سنت بيان کړه يابله ديني مسئله بيان کړه که څوک ملاعمرنه مني هيڅ پرواه نکوي خوکه څوک دالله پاک له توحيده ناخبراومنکروي نوبياهغه برباددی اوپه بربادئ اوتباهئ کي ئې هيڅ شک نشته .
الله پاک دي موږته په دين کي پوهه راکړي اوله غلواوافراط څخه مودي وساتي آمين يارب العالمين


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته