د IT د بريالي مدير لس غوره ځانګړنې

ژباړن : ضياءالرحمن ضياء 31.01.2010 08:27

هغه د IT مديران چې غواړي بريالى مديريت ولري، نو بايد د يوې پټې ځانګړنې څښتن واوسي. غوره مديران او يا هغه مديران چې بريالي پروګرامونه لري ددې مهارتونو څخه برخمن دي او ددې قابليتونو څخه ګټه اخيستنه کولاى شي يو ځانګړى سازمان او يا هغه شرکتونه يا ادارې چې دوى په کې کار کوي هغه د پرمختګ پر لور روان کړي. که څه هم د پټو ځانګړنو پر شمېر او څرنګوالي د نظر اختلاف شته، خو له هغې جملې څخه ځينې ډېر مهم او د IT مديرانو لپاره اړين دي.
١- د اړتياوو د ارزونې توان لرل.
ټول IT مديران اړتيا لري چې پوه شي څنګه د خپلې ادارې ضرورتونه چې د ټکنالوژۍ په دندې پورې مربوط دي ارزيابي. دا مهمه نه ده چې د مديريت په کومه کټګورۍ کې دي، بايد پر دې پوه شي چې رښتينې اړتياوې او اجرا شوي کارونه کوم دي، تر څو وتوانېږي پر سمو کارونو پيل وکړي. ډېرى مديران يوازې د IT د پروګرامونو په جوړولو او پراخولو بوخت وي او د سازمان د موخو د لاسته راوړلو او خاصو کارونو لپاره هېڅ کوښښ نه کوي. ځواب ورکونه او مسوليت منل کولاى شي د IT د مديرانو وړتيا ته پرمختګ ورکړي.
د ټکنالوژۍ د اړتيا وړ ارزيابي د IT له مديرانو سره د هغوى په پروګرام جوړونه کې ډېر مهم رول لوبولاى شي.
٢- د يو ليدلوري د ټاکلو وړتيا:
د IT يو بريالى مدير ددې لپاره چې يوه مطلوبه رهبري ولري بايد د سازمان هدفونه وپېژني او خپلو کارکوونکو لپاره يو ليدلورى وټاکي، چې ددې ښکارندوى وکړي چې غواړي سازمان او کارکوونکي په کوم ځاى کې قرار لري. دا مديران بايد مسوليت مننونکي وي او خپل ټيم د ټاکلي هدف پر لور هدايت کړي. هغه مديران چې ددې وړتيا لري چې يو ليدلورى جوړ او په ماهرانه ډول يې خپلو کارکوونکو ته توضيح او تشريح کړاى شي، کولاى شي ډېر ښه کارونه سرته ورسوي، ځکه چې کارکوونکي يې د هغوى پيروي کوي. ددې ليدلوري رسول کولاى شي کارکوونکي د سازمان ځانګړو موخو ته وفادار کړي.
٣- د يو پروګرام د جوړولو وړتيا:
کله چې کارکوونکي پوه شي چې په کوم ځاى کې غواړي واوسي، نو بريالي مديران پوهېږي چې څه ډول او کوم داسې پروګرام جوړ کړي چې هغوى هغه ځاى ته ورسوي او دا د هغې موقعيتونو لپاره چې دوى په کې قرار لري د سمو لومړيتوبونو د ټاکنې په مانا ده. د هغو مديرانو لپاره چې غواړي لوړو موخو ته ورسېږي، پروګرام جوړونه يو اړين ټکى دى، خو ډېرى مديران په پروګرام جوړونه کې ماتې خوري او بيا د هغې په بدل کې کوښښ کوي چې ډېر کار ترسره کړي، پرته له دې چې وګوري سازمان يې د کومو کارونو د سرته رسولو توان لري. د پروګرام جوړونې د وړتيا په لرلو سره چې يو سازمان خپل هدف ته ورسېږي، مديران د ځواب ورکونې او مسوليت مننې پوړيو ته رسوي.
٤- د يوې ډلې د جوړولو وړتيا:
بريالي مديران د ډلې جوړونې په اهميت ښه پوهېږي، چې يوه ښه او کاري ډله جوړول د يو سازمان لپاره څومره ګټوره تمامېدى شي. يو بريالى مدير بايد پوه شي چې اوس چې کومه ډله موجوده ده څه ډول سمه او څنګه ورته برياليتوب ورپه برخه کړي، خو دا کار د يوې نوې ډلې د ښې جوړونې لپاره سرته ورسوي. هر بريالى مدير ددې وړتيا لري چې داسې يو ټيم جوړ کړي چې اوسني کارونه هم په ښه توګه سرته ورسوي او راتلونکې اړتياوې چې وړاندوينه يې کېږي د هغې په ښه توګه د سرته رسولو توان هم ولري، چې داسې يو ټيم د نويو کوښښونو او مبارزو لپاره اماده وي، ځکه چې بريالي او مسلکي مديران اغېزمن شخصيتونه دي.
٥- پر زېرمو د تمرکز وړتيا:
د IT کارکوونکي متمرکز کول، پيسې او د ټکنالوژۍ زېرمې د يو سازمان د برياليتوب لپاره کليدي لومړيتوبونو څخه دي. د ټکنالوژۍ زېرمې بايد په هغو نوښتونو متمرکزې وي، چې د سازمان اړتياوې او هدفونه په کې نغښتې وي او بايد د تاديې وړ لګښتونه په کار واچوي. مسلکي او متفکر انسانان کولاى شي د هرې کچې اړتياوې تشخيص کړي.
٦- د پروژې د مديريت وړتيا:
د IT مدير د دندې اساس دادى، چې سازمان کولاى شي د پروژې لومړيتوبونه په داسې يوه بڼه سرته ورسوي، چې د وړاندوينې وړ وي. د اجرا وړ پروژو مديريت هماهنګ کول د هغو مديرانو لپاره اړين دي چې د برياليتوب انتظار باسي. د پروژې د مديريت د قوي مهارتونو څخه ګټه اخيستل د يو مدير د برياليتوب چانس پورته بيايي.
٧- د بدلون مديريت د عمليې د اجرا وړتيا:
ټکنالوژي په هغه طبيعي دليل چې لري يې، چټک بدلون ته اړتيا لري، د IT هر مدير ته لازمه ده چې پوه شي په څه ډول د اغېزمنو بدلونونو اجراکول درک کړي. که څه هم دا بدلون د يو شخصي کمپيوټر يا د يوې شبکې د يوې برخې يا د يو نوي پوستکالي په داخلولو کې وي. په اغېزمن مديريت کې ماتې د هر مدير تغيرات ناکاموي.
٨- د رهبرۍ او هڅوونې وړتيا:
د IT سازمانونه تر هغې خپلو موخو ته لاسرسى نه شي پيدا کولاى، چې په سازمان کې هڅوونه ونه کړي. يعنې کارکوونکي خپلو کارونو ته وهڅوي. IT مديران کولاى شي چې خپل د حرکت تېزوالي ته پاملرنه وکړي او په قوي رهبرۍ او تخنيک سره کارکوونکي وهڅوي. تل هغه برياليتوبونه چې د نورو په پرتله نه شي کولاى دا کار سرته ورسوي لاسته راوړي. په نورو باندې کار سرته رسول د کليدي مهارتونو څخه يو مهارت دى چې د هر بريالي مدير اړتيا ده.
٩- د اغېزمنو اړيکو د ټينګولو وړتيا:
بريالي مديران کولاى شي د بېلابېلو کچو او هر ډول اشخاصو سره اړيکي ټينګ کړي. بريالى مسلکيتوب د اړيکو د ټينګولو په مهارت باندې ډېر زيات اغېز لري. د IT مديرانو هغه ډله چې په مسلکي برياليتوب کې لوى لاس لري، کولاى شي چې د هرې کچې کسانو لکه کارمندانو، کورني او بهرني مشتريانو او خرڅوونکو سره په ښه توګه اړيکي ټينګ کړي.
١٠- د کړنو د پلټنې او څېړنې وړتيا:
د موخو تنظيم، ځانګړې کول او د کار د پرمختګ سنجش د يو IT مدير لپاره ډېر اړين دي. بريالي مديران ځانګړې اندازه اخيستنه لري چې هغوى او نورو ته وايي چې سازمان تر کومه حده ښه کار کوي او همدارنګه داسې طرحې برابروي چې د مديرانو هغه کارونو سره چې سازمان د پرمختګ پر لوري بيايي، مرسته کوي.


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته