څنګه کولای شو په نورو نیوکه وکړو؟

انبیا ژمن 27.01.2010 15:44

څنګه کولاى شو په نورو نيوکه وکړو؟
ژباړن: انبيا ژمن

سريزه
هر وګړى کېداى شي د خپل ژوند په اوږدو کې په وار وار د نورو له خوا تر څېړنې لاندې راشي. د دې ارزښتناکه څېړنو يوه برخه تشويقي اړخ او بله برخه يې د نيوکې په توګه ده. په نورو باندې نيوکه په هغه صورت کې چې هوښيارانه ترسره شي کېداى شي ډېرې ګټورې اغېزې ولري، له دې پرته کېداى شي له بېلابېلو منفي غبرګونونو سره مخ شي. دا چلند داسې يو هنر دى چې بايد زده کړل شي او له استفادې څخه يې ناپوهي کېداى شي زيان رامنځ ته کړي.
سمه نيوکه هغه ده چې د وګړي د ځواکمنتيا په ټکو باندې د ټينګار سربېره د هغه دکمزورتيا ټکو ته هم اشاره وکړي او د هغه د له منځه وړلو په اړه د وړ تګلارو په وړاندې کولو سره خبره رامنځ ته کړي. له نورو څخه د نيوکو منل د بېلابېلو ډلو په منځ کې توپير لري. د بېلګې په ډول ډېرى وخت د يوې کورنۍ د يو وګړي له خوا څخه نيوکه د نورو وګړو په پرتله ډېره د منلو وړه ده. په معمولي ډول موږ د پرديو وګړو د پرېکړې په اړه ډېر ځور منونکي يو.
د نيوکو ډولونه په لاندې ډول دي

رغوونکې او ګټوره نيوکه
دا چلند او لاره په ډېرو برخو کې کېداى شي رغوونکى او مثبت اړخ ولري. که د نيوكه کوونکي لهجه دوستانه وي اغېز به يې هم ډېر وي او اورېدونکى پرته له دې چې تر بريد لاندې راشي له خپلو نيمګړتياوو او عيبونو څخه خبرېږي. له شک پرته هېڅوک نه خوښوي چې واوري «ډوډۍ سمه نه خورې» او يا «د جامو اغوستلو سليقه دې سمه نه ده». د دې لپاره چې نيوکه رغوونکې او مثبته اغېزه ولري نيوكه کوونکي ته اړينه ده چې ځينې اړخونه په پام کې ونيسي او داسې پوښتنې مطرح کړي چې هر يو د دوى وکولاى شي چې د ده موخو ته د رسېدو په اړه اغېزناک او مثبت رول ولوبوي. دا پوښتنې بايد هغه مالومات چې لازمه ده مبادله شي، له ځان سره ولري. لکه څنګه چې ويل او د ويلو څرنګوالى نږدې سره اړيکې لري، د نيوکې جوړښت او څرنګوالى هم يو پر بل اغېزه اچوونکي دي. د يوې نيوکې د څرنګوالي د ټاکلو په اړه په پيل کې بايد له ځان څخه وپوښتل شي چې له کوم چلند څخه نيوکه وکړم؟ دا روش کېداى شي ډېر ګټور واقع شي، ځکه چې د پوچو او ځوروونکو ټکو له کارولو لکه «ته تل داسې کارونه کوې»، «ته هېڅ سم نه شوې» او له داسې نورو ټکو څخه مخنيوى کوي. کله چې د ځانګړو چلندونو په اړه په کوټلي او ځير توګه نيوکه کوو، په هغه چا باندې چې نيوکه کوو دا موکه ورته چمتو کوو چې زموږ د موخې په اړه په سمه توګه پوه شي. داسې نيوکه چې د ځانګړې موضوع په اړه وي کېداى شي په دوه اړخيزه خبرو واوړي ترڅو په بحث بدله شي چې ټکونه يې څرګند ندي.

غير مستقيمه نيوکه
نيوکه کېداى شي په غير مستقيمه توګه بيان شي. د بېلګې په توګه که ستاسو مقابل لورى بد خويونه ولري، د خبرو په واټن کې هغه ته ووايي «ستاسو په اند هغه خلک چې د داسې اخلاقي خويونو خاوندان دي، د نه زغملو وړ نه دي؟» د نيوکې دا ډول څرنګوالى او لهجه لامل کېږي چې په ده کې يو د هوښيارۍ حس ويښ شي او پام يې شي چې داسې ستونزه لري. خامخا مو دا متل اورېدلى چې وايي «دروازې ته وايي چې دېوال يې واوري». د دې موضوع د روښانه کولو لپاره دا متل زموږ د کلتور يوه دوديزه بېلګه ده.

په ستايلو او صفت سره نيوکه
د نيوکې په دې څرنګوالي سره په پيل کې کولاى شو د هغو وګړيزو ارزښتونو د ځانګړتياوو ستايلو او صفت ته چې د نيوکې وړ دي مخ واړوو. د بېلګې په توګه «ته يوه ډېره هوښياره نجلۍ يې». د يوې وړ سرېزې له کارولو وروسته خپل د نيوکې اند بيان کړئ او هڅه وکړئ هغه په ښو او مرغومو ټکو وپوښئ. البته ستاسو موخه په هېڅ ډول غوړه مالي نه شي كېداى. بلکې لومړى مو د هغوى ښو خصوصياتو ته غوږوهنه کړې او وروسته مو خپله نيوکه څرګنده کړې ده.

يرغليزه او څرګنده نيوکه
ډانګ پېيلې د څرګندتيا او رښتينولۍ نښه ده مګر تل مخاطب ته خوشاله کوونکې نه ده په ځانګړې توګه که ډېره په ناپوه ډول بيان شي. دا ډول نيوکه نه يوازې هېڅ ډول رغونه نشي رامنځ ته کولاى بلکې د دې لامل كېږي چې اورېدونکي د موضوع په اړه دفاع وکړي. غوره ده چې نيوکه د يوه سم سياست په کارولو سره ترسره شي.

محکومول
ځينې وخت په لارښوونې سره د نيوکې په ځاى، نيوکه کوونکي مخاطب په يوه يو اړخيزه محکمه کې محاکمه کوي. دى ځان ته دا حق ورکوي چې د نورو په اړه خپل اند څرګند کړي او خپله فکري بېلګه په هغه باندې وتپي. ډا ډول نيوکې نه يوازې رغوونکې نه دي، بلکې ډېرې ناوړه دي.

له وخت څخه وروسته نيوکه
دا ډول نيوکې هغه وخت ترسره کېږي چې د ستونزود اواري په اړه هېڅ مرسته نه کوي. په بل عبارت نور د تېروتنې د مخنيوي لپاره هېڅ وخت نه دى پاتې. له هېچا څخه پټه نه ده چې په داسې وخت کې نيوکه د تېروتنو له تکرار څخه د مخنيوي لپاره ده او که څرګنده شي چې په راتلونکي کې اغېزه نه کوي، غوره ده چې هېڅکله څرګنده نه شي.

د نيوکې کولو سمه لار
د لاندينيو ټکو منل کولاى شي د نيوکې کولو په وخت كې ډېره مرسته وکړي.
 آيا کولاى شو د نيوکې وړ چلند ته بدلون ورکړو؟
 آيا تر نيوکې لاندې راغلى کس د نيوکې له اورېدلو سره علاقه لري؟
 څومره احتمال شته چې تر نيوکې لاندې کس نيوکه ومني؟
 له هغه کس څخه چې تر نيوکې لاندې دى پوښتنه وکړئ چې آيا ستاسو م وخه يې درک کړې ده.
 تر نيوکې لاندې وګړي پوه کړئ چې ستاسو نيوکه ستاسو د عقيدې يو ساده عکس العمل دى.
 له محکومي نيوکې څخه په کلکه ډډه وکړئ، ځکه دا ډول نيوکې له واټن پرته وګړي دفاع ته پاروي.
 هڅه وکړئ د موضوع په اړه خپله نيوکه په شخصي ليد سره بيان کړئ او هڅه وکړئ هغوى د خپلې نيوکې د څرنګوالي په اړه کنجکاو کړئ.
 موضوع مه اوږدوئ او نيوکه په وينا مه بدلوئ ځکه چې اورېدونکي ستړي او بې زغمه کوي.
 نيوکه په وړ وخت او وړ ځاى کې څرګنده کړئ نه په داسې وخت کې چې مقابل لوري يې اورېدلو ته چمتو نه وي. اول صبر وکړئ چې مخاطب آرام او وينه يې سړه شي ترڅو هغه نيوکه چې تاسو يې کوئ، اغېزناکه واقع شي.
 د مخاطب د پوهې لوړوالي ته په کتنې سره نيوکه بيان کړئ ترڅو د مخاطب لپاره د درک وړ وي. نشي کېداى د ټولو لپاره له يوې لارې څخه استفاده وکړئ.
 کله چې نيوکه کوئ هڅه وکړئ چې له کوم غرض پرته وي او يوازې د مرستې او لارښوونې لپاره وي.
 د مقابل وګړي له احساساتو او ستونزو سره زړه ملي وکړئ.
 غوره ده چې نيوکه حضوري او له واسطې پرته وي او له غيرې مستقيمې نيوکې څخه ډډه وکړئ.
 د وګړو د عزت او شان د ساتلو لپاره د نورو په سوبتيا کې د وګړي له نصيحت او نيوکې څخه ډډه وکړئ.
 که غواړي چې نيوکه مو له مثبت او رغوونکي غبرګون سره مل وي بايد وښيي چې نه يوازې په هغه څه چې ويلي مو دي ژمن ياستئ بلکه د نيوکې په مقابل کې د وګړي چلند ته هم ارزښت ورکوئ.
 هېڅکله په نيوکه کې مقابل لوري له نورو سره مه پرتله کوئ. پرتله کول د وګړي د خپګان لامل کېږي او ممکنه ده چې له ډېر ناوړه غبرګون سره مخ شي.
 که د مخاطب شخصيت او درناوى په پام کې ونه نيول شي، نه يوازې نيوکه اغېزناکه نه واقع کېږي، بلکې کېداى شي د اړيکې د شلېدو لامل شي.
 هغه نيوکې پايلې ته رسېږي چې په ډېر هوښيارانه او ځيرکۍ سره مطرح شي او مخاطب له دې پرته چې وځورېږي له خپلو نيمګړتياوو او عيبونو څخه خبر شي.
 هېڅکله په نورو باندې په نيوکه کې داسې فکر مه کوئ هغه څه چې ستاسو اند دى، خامخا به سم وي او اورېدونکى يې له دلايلو پرته بايد ومني.

په همکارانو نيوکه کول
د هرې ادارې په هر پوړ يا برخه کې سيالي شتون لري. يو د هغه له دلايلو څخه د نورو همکارانو په پرتله د ډېرو امتيازاتو ترلاسه کول دي. دا امتيازات د بدلې اخيستلو، د دندې په لوړتيا او نورو اړوندو چارو په توګه تر لاسه کېږي. په ټوليز ډول هر وګړى په يوه اداره کې له دريو پوړونو يا سطحو سره اړيکه لري: تر لاس لاندې پوړ، هم ليکه يا هم رتبه همکاران او لوړپوړي همکاران. هغه څه چې ډېر د ارزښت وړ دي دا دي چې پوه شو څنګه کولاى شو په هر پوړ کې خپله نيوکه بيان کړو. که وغواړو د بېلابېلو وګړو لپاره د نيوکې له يوې لارې څخه استفاده وکړو، يوه لويه تېروتنه مو کړې ده او داسې تګلاره د ډېرو ناخوښو پايلو لرونکې ده. په ډېرو ادارو کې ليدل شوي، هغه وګړي چې په ټوليز ډول په ټولو باندې او په ځانګړي ډول په خپلو لوړپوړو وګړو باندې نيوکه کوي، تر نامهربانۍ او ناخوښۍ لاندې راځي او د امتيازاتو او رتبو په تر لاسه کولو کې تل له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.
د نيوکې د لارو څېړل ډېر پيچلي او د ډېرو ټکو لرونکي دي. سمه نيوکه يو تريخ خو ګټور درمل دي چې هغه وخت اغېزناک واقع کېږي چې په وخت او سمه توګه يې لارښوونه وشي، له دې صورت پرته نه يوازې د نېکمرغۍ لامل نه کېږي بلکې کېداى شي د ناروغۍ په سختۍ باندې واوړي.


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...